Categories

اعلان

Loading…

له مرګ نه وېره/ لیکوال: مهاتما ګاندي

ژباړن: حیات الله ژوند

انګرېزان ژوند په ورغوي کې ګرځوي، عربان هم مرګ سرسري ناخوښي ګڼي، دوی هېڅکله د خپلوانو پر مرګ اوښکې نه توېوي. د بوير قبيلې ښځې (په سويلي افریقا کې) له مرګ نه نه وېرېږي. د بوير په جګړه (له ۱۸۷۷- ۱۸۸۸ پورې انګرېزانو ترانسوال او سویلي افریقا تر خپلې ولکې لاندې راوستل غوښتل، چې بوير قبيله ورسره په جګړه کې ښکېله شوه، چې په پایله کې انګرېزان بریالي هم شول؛ خو څه موده وروسته بوير قبيله پر انګرېزانو غالبه شوه.) کې په زرګونو بويرۍ مېرمنې کونډې شوې؛ خو دې موضوع ته يې هېڅ اهمیت ورنه کړ. دا مهمه نه وه، چې زوی یا خاوند دې له لاسه ورنه کړي، مهمه دا وه، چې د هېواد عزت وساتي. که هېواد يې غلام پاتې شوی وی، د خاوند شتون به يې بې ګټې و. د خپل زوی فاني کالبوت ښخونه او په ذهن کې د هغه د خاطرو ساتنه يې تر دې چې خپل زوی غلام رالوی کړي، زر ځله غوره کار وباله، ځکه خو بويرۍ مېرمنو خپل زړونه کلک کړل او زامن يې په  ډېرې خوښۍ د مرګ پرښتو ته وسپارل.

ولې غم؟

کله چې ماشومان، ځوانان یا سپینږيري مري، ولې خپه شو؟ داسې هېڅ شېبه چې په دې نړۍ کې ماشوم ونه زېږي یا څوک ونه مري، نشته. پر زېږېدنې خوښي کول او پر مړينې غم، په موږ کې باید د ناپوهۍ حس رامنځته کړي. هغوی چې پر روح باور لري، پر دې پوهېږي، چې روح هېڅکله نه مري. داسې يو هندو، زردشتي یا مسلمان شته، چې ورته عقیده ونه لري؟ د ټولو ژوندیو او مړیو روح له یو بل سره تړلی او  یو دی. د پيدايښت او زوال لړۍ بې دمې او پرلپسې روانه ده. په دې لړۍ کې داسې څه نشته، چې زړه پرې خوښ یا خپه کړو. که د خپلوۍ حق د خپلو هېواوالو لپاره پر ځای کړو او په هېواد کې هر ماشوم زېږېدنه په خپل ټبر کې وګڼو، د زېږېدنې څومره پروګرامونه باید جوړ کړو؟ که پر هغه ټولو مرګونو چې په هېواد کې مو پېښېږي، وژاړو، ژړا به مو هېڅکله پای ته ونه رسېږي. ښايي په داسې فکر کولو سره به ځان د مرګ له وېرې وژغورلی شو.

د فیلسوفانو وطن

هند يې د فیلسوفانو هېواد نومولی، موږ هم مخالفت نه کوو، چې داسې ستاینه پر غاړه واخلو او ويې منو. له دې سره سره به په نړۍ کې په ګرانه داسې ملت چې د مرګ پر وړاندې دې زموږ په شان کمزوری وي، ومومئ، ښايي پخپله په هند کې به هم. د هندوانو د ټولنې په شان به هېڅ ټولنه ونه مومئ، چې له مرګ نه دې دومره ډېره ووېرېږي. د یو ماشوم پر زېږېدنې چې په خپلو کالیو کې ځای نه شو او خوشالي وکړو، بسنه کوي؛ خو موږ د یو چا پر مړينې دومر په چيغو چيغو ژاړو، چې پر ګاونډیانو مو د شپې خوب حرام کوو. دا وېره باید له زړه نه پاکه ورکه کړو.

زړور خلک په خندا له مرګ سره مخامخ کېږي.   

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *