Categories

اعلان

Loading…

د ښوونځي زنګ/ زلفانه

له څه مودې وروسته د سهار لس بجې وې، چې ميوند بچی مې له ښوونځي راغی، وارخطايي واخيستم، فکر مې وکړ، چې ميوند ته کومه روغتيايي ستونزه پيدا شوې ده، بکسه مې ترې واخيسته، په مخ مې ښکل کړ او بیا مې بې وخته د راتلو پوښتنه ترې وکړه.

ميوند: افانې! نن زموږ ښوونځي ته طالبان راغلي و، ټول ښوونکي يې ادارې ته وغوښتل او له ښه ځنډ وروسته ښوونکي راووتل او موږ د ښوونځي مخ کې کتار ودرولو، موږ ته يې وويل چې سر له نن څخه نور ښوونځي ته مه راځئ، تر يوه وخته به ستاسو ښوونځي دروازه تړلې وي.

پړک واخيستم، زموږ په کلي کې هسې هم د نجونو ښوونځی شتون نه لري، د هلکانو همدا ښوونځي ستره لاسته راوړنه وه، طالب د همدې ښوونځي دروازې ته هم قلفونه واچول، ميوند ته مې ډوډۍ کېښوده او زه خپله د خپل بچي د زدکړې وير واخيستم، په دې پيکه محيط کې چې ښوونځي هم وتړل شي، نو بیا به واړه ماشومان څه کوي، خدایه زموږ راتلونکی وژغوره، په همدې خبره مې فکر کاوه، چې ناڅاپه د خونې دروازه خلاصه شوه، ميوند راننووت په نيمکۍ ژبه يې د زړه خبره وکړه
افانې! تا ويل چې ښوونځي ته لاړ شه! يو څه زده کړه، کمپيوټر هم په ښوونځي کې زده کېږي، اخلاق هم د ښوونځي ځانګړنه ده، افانې تا به ويل چې غيرحاضري مه کوه، بیا دې څه نه زده کېږي، خو اوس زموږ مالم صاحب ښوونځي ته نه راځي.

د ميوند خام عمر او پخو خبرو ته فکر يووړم او دا مې وانګېرله، چې واړه ماشومان هم د زدکړې په ازرښت خبر دي، خو طالبان ولې په لوی لاس زموږ د خلکو په وړاندې دا ستر جنایت تر سره کوي؟

خدایه! د ماښامونو شوپرک په خپل قدرت سره زموږ له کلو او بانډو لرې کړه، څوک چې رڼا نه خوښوي، هغه دې الله په تيارو کې غرق کړي، زموږ پر خپلو بچو رڼا پېرزو ده، په هر قېمت به د خپل ماشوم زوی د زدکړې هيله پوره کوم، خو اندېښنه مې داده، چې دلته به نور ډېر  د ميوند همزولي له زدکړو لرې او محروم پاتې کېږي، هغوی نه بل ځای د زدکړو شيمه لري او نه يې هم کورنۍ دومره سر پرې ګرځوي، چې د خپلو بچو راتلونکی روښانه کړي.

د خدای په خاطر د ښوونځيو دروازې د خدای پېژندنې او قران زدکړې مراکز دي، نو لطفا دغه مراکزو ته زيان مه اړوئ او د ماشومانو ماشومې هيلې مه خزانې کوئ.

271 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2