Categories

اعلان

Loading…

د هلمند ادبي بهیر(۳۶۶) مه اونیزه غونډه

نن جمعه:مبارکه د ۱۳۹۶/۲/۱۵ نېټه په هلمند ادبي بهیر کي دتېر په څېر ادبي غونډه ترسره سوه، چي په یاده غونډه کي ګڼ شمېر شاعرانو اولیکوالانو ګډون کړی وو.

دغه ادبي بانډار چي اجندا يې په دريو برخو وينا، نثر او نظم وېشل سوې وه، د مولوي محمد (حنفي) لخوا د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل سوه.

د هلمند ادبي بهير مشر سيدمحمد (حیرت) دغونډي مېلمنو او ګډونوالوته ترښه راغلاست اوهرکلي ویلو وروسته دهغه ملګرو چي د هلمند ادبي بهير سره يې په رسنيزه برخه کي د اوږدې مودې راهيسي مرسته کړې مننه او ستاينه وکړه، حيرت وويل : د خوشحالۍ ځای دی چي ګڼ شمېر ځوانان د همدې ادبي بهير لخوا روزل سوي او اوس مهال په بېلابيلو ادارو او رسنيو کي خپلو خلګو او هيواد ته د چوپړ کولو په موخه دندي ترسره کوي، نوموړي زياته کړه د ادبي بهير د پلان سره سم به په نږدې راتلونکي کي دهغه چاپي اثارو چي دهلمندي ليکوالانو لخوا په دا ورستيو کي د چاپه راوتلي د مخکتني او ارزوني شانداره غونډه ترسره سي.

ورپسې د غونډي په نثري برخه کي ادبي ټوټې، مقالې او لنډي کیسې د ليکوالانو له خوا ولوستل سوې د غونډي وروستۍ برخه چي مشاعرې ته ځانګړې سوې وه، شاعرانو خپل شعرونه چي زياته برخه يې دسولي او ورورولۍ په اړه  ترتيب سوي وه، د غونډي پر ګډونوالو ولورول او د برخه والو لخوا د يوځل بيا په ږغونو او د لاسونو په پړکا بدرګه سوه.

غونډه په دعايه وينا پای ته ورسېده.

د هلمندادبي‬ بهیر نشراتي څانګه.‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

47 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *