Categories

اعلان

Loading…

د سپین بولدک په نښتو کې ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي

تاند- د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک ولسوالي کې د نن /جمعه/ سهار په نښتو کې د دواړو خواوو لږترلږه ۱۲ تنه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان وايي، ۲ سرحدي پولیس او یوه مېرمن شهیدان شوي، ۱۱ سرحدي پولیس او ۱۴ ملکیان ټپیان شوي دي.

قوماندان عبدالرازق وویل چې پاکستاني ځواکونو ته هم مرګ ژوبلې اوښتي خو ده ته یې شمېر معلوم نه دی.

پاکستان وايي چې افغان امنیتي ځواکونو د چمن ښارګي په اړوندو کلیو (لقمان او جهانګیر) کې د دوی پر سرحدي ملېشو او د سرشمېرنې پر کارکوونکو برید وکړ، ۹ تنه یې ووژل او ۴۵ نور یې ژوبل کړل.

افغان لوری د کلیو نومونه لقمان او نظر ښيي.

د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اصف غفور وايي، افغان ځواکونو له دې سره سره پر دوی برید وکړ چې پاکستان خبر ورکړی و چې د سرشمېرنې ټیم یې دغو کلیو ته ځي.

خو د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وايي، چې یوه اوونۍ وړاندې یې پاکستان ته د سرحدي کمیشنر له لارې خبر ورکړی و چې دا کلي د سپین بولدک برخه دي او پاکستان دې هلته سرشمېرنه نه کوي خو له خبرداري سره سره پاکستاني مامورین او ملېشه ځواکونه دې لور ته داخل شول او د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخامخ شول.

د پاکستان پوځ په غیر مستقیم ډول د افغان لوري خبرداری تاییدوي، وايي چې د اپریل له دېرشمې را په دې خوا د افغانستان سرحدي پولیس په لقمان او جانګیر کلیو کې د پاکستان له لوري سرشمېرنې ته خنډ پېښوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د افغانستان شارژدافېر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان شارژدافېر د احتجاج لپاره احضار کړل.

له بلې خوا د پاکستان صدراعظم نوازشریف په دې پېښه خواشیني څرګنده کړه، هغه یې په کلکه وغندله.

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *