Categories

اعلان

Loading…

حکمتیار یو وار بیا له طالبانو وغوښتل چې جنګ او د بهرنیو پوځیانو د حضور پلمه پای ته ورسوي

تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار نن /جمعه/ په کابل کې خپلو لسګونو زرو پلویانو ته په وینا کې وویل، که له کابله څوک طالبانو ته دا پیغام استوي چې په دې نظام کې نورو ته ځای نشته او په دې ټینګار کوي چې په حکومت او نظام کې د تغییر امکان نشته، دا په حقیقت کې د جنګ پیغام دی.

حکمتیار، چې په غازي لوبغالي کې وینا کوله، وویل، هیواد تر پرونه جګړې ته اړتیا لرله خو نن سولې ته اړتیا لري.

حکمتیار وویل«هغو ټولو کسانو ته، چې د سولې په لټه کې دي، د ورورۍ لاس اوږدوم که څه هم پخوا له موږ سره جنګېدلي وي.»

ده وویل، څوک چې پر جګړې تاکید کوي، ورڅخه کرکه لرو.

د اسلامي حزب مشر طالبانو ته په خطاب کې وویل، «راشئ له ټولو ډلو سره یوځای اسلامي حکومت جوړ کړو چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د حضور لپاره پلمه نه وي.»

حکمتیار دا هم وویل«که هرڅوک په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو او د ټینګې سولې غوښتونکی وي، زموږ ورور او ملګری دی.»

ده طالبانو ته وویل، لومړی جګړه ودروئ او بیا بهرنیو پوځیانو ته ووایاست چې ستاسو حضور ته اړتیا نشته، باید لومړی ټولې پلمې او عوامل ختم شي چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د پاتې کېدو لپاره دلیل پاتې نه وي.

حکمتیار د ښځو د کار او زده کړو مخالفان تېروتلي وبلل.

351 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2