Categories

اعلان

Loading…

د سیندونو اقتصادي ارزښت/ شوکت الله عابدافغان

ورځ تر بلی د هیواد نفوس ډیریږی ، زراعتي او صنعتي کړنې زیاتوالی مومې ، تقاضا او اړتیاوي هم ورځ تر بلی مخ پورته روانې وي د دغه اړتیا د پوره کولو په مؤخه هېوادونه ډول ډول اوږد مهاله اقتصادي ګلاري وضع کوي .

زمونږ د ګران هېواد افغانستان د اړتیا او اقتصادی بسیا په برخه کې زراعت اساسی رکن دي او دزراعتي کړنو د پایښت لپاره اوبه او سیندونه حیاتي رازښت لرونکې دي .

زمونږ هیواد د نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې سیندونه یې د خپلې خاور سرچینه اخلي او همدارنګه یو پریمانه اوبه لرونکې هیواد هم یو. تقریباْ هېواد مو د ۷۵ میلیاره متر مکعب د اوبو ذخیرو لرونکی دي  چې د یادې اندازي ۷۰ سلنه پاکستان او ایران ته بهیږي او پاتي ۳۰ سلنه یی زمونږ هیواد کې دننه کارول کیږي.

اوبه او د کرکېلی پرمختګ:

د کرکېلی د پایښت او پرمخګ لپاره اساسي رکن اوبه او داوبو اوچت بندونه او ذخیري دي ، همدا ذخیري د وچکالۍ او د اوبو کمښت خطرات هم له مینځه وړي چې دا موضوعات زمونږ دهیواد د اقتصادي وضعیت د ښه کیدو سره کلکه اړیکه لري .

شوکت الله عابدافغان

زمونږ په هیواد کې تقریباءٌ ۸۰۰ زره هکتاره ځمکه د کرکیلې وړ ده چې د دغې اندازي څخه یواځی ۵۰ سلنه ځمکه کې په سنتی او پخوانې مروج شکل سره  کرکیله ترسره کیږی خو بیا هم زمونږ د هیواد ډیره برخه ناخالص تولید دهمدې سکتور له لارې پوره کیږی او همدارنګه زمونږ دهېوادنیو صادراتو مهم شاخص او مهمه برخه همدغه زراعتی محصولات دي.

د زراعت سکتور سربیره اوبه او سیندونه د انرژۍ په تولید کې هم اساسي ونډه لري.

اوسمهال مو په هېواد کې تر ډیره وارداتی برښنا کارول کیږی که له یوې خوا دغه برښنا پردۍ او مطمینه نه ده نو د بلې خوا هر کال په سلګونو میلیونه افغانۍ بدیل هم ورکوو . له همدې کبله لازمه ده چې د اوبو مدیریت ته پاملرنه وشي ، لوي او کوچني بندونه ورغول شی چې په دې سره هیوادۍ زیربیناء وده کوي او همدا راز کورنۍ برښنا په تولید سره کورنۍ کوچنۍ او لوي فابریکی ایجادیږی ، اوسمهال تر ډیره د صنعتی او د نورو فابریکو مخته لویه ستونزه د برښنا او انرزۍ نه شتون هم بللی شو .

اوبه (سیندونه) او فقر:

وروستی څیړنې ښایی چې د افغانستان ۵۰ څخه ډیره سلنه وګړي د څښاک د اوبو له ستونزي سره لاس او ګریوان دي او هرکال د ناپاکه اوبو څښاک او کارونې له وجې ډیره اندازه وګړي په خاصه توګه ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ وي. دا په داسی حال کې ده چې هېواد مو د طبعي اوبو پریمانه ذخیري لری، که محرومو وګړو ته د څښاک اوبه برابری شي نو انسانی پراختیا ، د کار د قوی ډیرښت ، د کار زمینه او داسی نورې اقتصادی او ټولنیزی ښیګڼې رامینځته کیږي .

د افغانستان د اوبو مدیریت ، تنظیم او ګاونډیو هیوادنو ته یی د بلاعوضی بهیدنې دکمښت موضوع ډیره پیچلی ده خو په ورته وخت کې دخپلې پیچلتیا څخه ډیر او اهم اقتصادی ارزښت هم لري. همدغې ارزښت ته په کتو دې حکومت دنړیوالي ټولنې او د دوستو تمویلوونکو هیوادونو په مالی او تخنیکې ملاتړ دغې برخې ته توجه ډیره کړي.

په دغه برخه کې تر ټولو ستره او ملی پرژوه دسورتاق بند بللی شو چې په ملی او سمیزه کچه د اقتصادي ارزښت لرونکي پروژه ده .

د دې پروژي سره به هغه ځمکي دهلاک له کندو راووځي چې همدي سیند دخیټې لاندي کړي دي، د کونړ جغرافیا د اقتصادی او سیاسی پلوه له هر بل وخت څخه د کونړ سیند داوبو مدیریت ته ډیره اړتیا لري ، ځکه که له یوې ځوا په کونړدنفوس په تناسب د کرنیزي ځمکې کموالی شتون لری نو له بلې خوا د صنعت او نور چارو کچه د انرژۍ او برښنا دنشتون او کمښت له کبله په هیڅ حساب ده .

له کونړ سیند څخه که کوچنۍ او لوی ویالي را بیلې شی نو للمی ځمکې به خړوب ، د ضرر کچه به راکمه او همدارنګه د کوچنیو بندونو لپاره به زمینه لا پراخه شي.

په اخر کې د سیمیزو او مرکزی چارواکو څخه غوښتنه کوو چې د اوبو مدیریت او تنظیم ته ډیره پاملرنه وکړي او ضمناء د کونړ سیند چې د ټولې اوبه یې جنوبې تربور ګاوندي ته بې غیر له کومه بدیله بهیږي باید د دولت په لومړيتوب کې قرار ولري ، او د یادولو وړ ده چې کونړسیند د اوبو ارزښت دهره پلوه ملی او افغانستان شموله دي.

په همدې سره د دې سیمنار د دایرونکو ، ملاتړ کوونکو ، ګډون کوونکو مننه کوم همدا راز له سیمیزو مسؤلو چارواکو غوښتنه کوم چې ورته سمیناورنه  او برنامې لا هم په لاره واچوي تر څو د ځوان با احساسه نسل ذهنیت او د مرکزی چارواکو او نړیوالو توجه یادې برخه کې راجلب کړي.

یادونه : یاده لیکنه په کونړ کې د کونړ سیند ارزښت سمینار او مشاعري لپاره لیکل شوي وه .

درنښت

بنګلور-هند

74 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *