Categories

اعلان

Loading…

د بهاو الدین مجروح جبر او اختیار ډیالکتیک کې د ځان پېژندنې مفهوم

لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي –

علوم سره اړیکې لري نو له همدې امله ځینې پوهان د څوعلومو مطالعې په درلودلو سره کولای شي چې د ګډو پوهنوبهترین تخلیقي او یا تحقیقي اثر ولیکي.

په اجتماعي علومو کې د ادبیاتو په برخه کې ځینې داسې کتابونه پیدا کېږي چې د څو علومو څرکونه پکې لیدل کېږي چې دغو خصوصیاتو په نظر کې نیولو سره د درېیمې دورې پوهاند ډاکتر بهاوالدین مجروح د جبر او اختیار ډیالکتیک اثر د فلسفې په هکله ښکلی کتاب دی چې د ارواپوهنې او سیاست سره یې اړیکې لیدل کېږي.

په هره ژبه کې بېلا بېل علوم موجود وي او هرعلم خپله ژبه او اصطلاحات لري. د هرې پوهنې(فلسفي، اقتصادي، ادبي، ارواپوهنېز، حقوقي، تصوفي، عرفاني، طبي….) او داسې نور ترمینالوژي(اصطلاحات) یې په تحریري او تقریري ژبه کې خپل ارزښت لري او لوستي وګړي مو په ویناوو او پوهان په تحریري ژبه کې ترې استفاده کولای شي چې د جبر او اختیار ډیالکیت اثرځانګړې فلسفي ژبه لري او هر لیکوال باید د څېړنې د لارو چارو په نظرکې نیولو سره په تحقیق کې یو ډول ژبه او په تخلیق کې له بېلې ژبې باید استفاده وکړي.

په دغه اثرکې یوه مسله د یادولو وړ ده چې په ځینو ځایونوکې لیکنېزه ژبه یې هنریت او شعریت لري چې دغه ځانګړنه باید په تخلیقي کتابونو کې وي نه په څېړنېزو آثارو کې.

د مجروح صاحب ژبه روانه او عام فهمه ده. په درېیمې دورې کې یې ژبه او همدارنګه تحلیل او تفسیر د محمد صدیق روهي صاحب سره پرتله کولای شو.

د کتاب لوی عنوان د اصلي موضوع سره او په اصلي موضوع کې هر فصل د بل فصل سره او د هر فصل لوی سرلیک له بل لوی سرلیک سره او هر کوچنی سر لیک له بل کوچني سر لیک سره معنایي رابطه لري چې د تحقیقي اثر له مهمو ځانګړنو یو منفرد خصوصیت هم دا دی چې په دې اثر کې ځای ځای همدغه ځانګړنه لیدل کېږي.

دغه اثر د ځان پېژندنې، ټولنپېژندنې او وګړ پېژندنې په هکله ډېرې نوې خبرې لري او د نړۍ اکثره انسانانو ته او په خاص ډول د افغانستان انسانانوته د داسې آثارو لوستل ډېر اړین دي چې د همدغې تشې په لیدلو سره استاد کابل پوهنتون محصلانو ته د فلسفي او اجتماعي علومو په برخه کې دغه اثر ولیکه.

شخص، انسانان او ټولنه هغه مثلث دی چې یو د بل سره تړلي دي او د مثلث درې خواوې یې په پرمختګ او بهبود ته مهم دي.

که هر انسان خپلو کړو وړو ته فکر وکړي اوځان جوړ کړي، د وخت په تېریدلو به ټولې انساني کړنې سمې شي چې ټولنه به د پرمختګ په لورحرکت وکړي.

په یوه لوی غره کې د قیمتي کاڼو پیدا کول او جوهر معلومول اسان کار دی خو د کامل او پوره ښه انسان پېژندل سخت کار دی او همدارنګه که یوکس د ښه انسان په پېژندلو کې کامیاب شي نو بیا هم د ځان پېژندل ورته له دې هم سخت کار دی نو ځکه هر انسان باید اول ځان وپېژني او بیا کولای شي چې الله تعالی او جهان وپېژني.

مجروح وایي: ( دا یو نفسي حقیقت دی چې هر څومره یو شی او یا یوه موضوع انسان ته نژدې وي، هم په هغه اندازه د دې شي او د دې موضوع پېژندل ګرانېږي. کوم شی چې زموږ په شخصیت پورې جوخت تړلی دی، د کوم شي سره چې موږ عادي یو، د داسي شي علمي پوهه هم له موږسره چندان نه وي، موږ ته ځان له جهان څخه نژدې دی، همدا سبب دی چې انسان په جهان علمي پوهه پیدا کړای شوه او د ځان په باره کې یې پوهه اوس هم نیمګړې ده. دومره چې انسان خپل غویه د کولبې لپاره ښه پېژني، هغومره خپل ځان نه پېژني، دومره چې یو دهقان د غنمو اقسام پېژني او د هغه په طبقه بندۍ پوهېږي، هغومره د انسان په طبقه بندۍ نه پوهېږي او د انسان په مختلفو طبقاتو او مختلفو نژادونو یې فکر نه رسي.)

د ځان پېژندنې په هکله له ډېر پخوا نه پوهانو خپلې خبرې کړي دي او د جهان په معنا پوهیدلو لپاره له ټولو اول د ځان په تعریف پوهیدل مهم دي. له همدې امله سقراط به ویلې(له هر څه لومړی خپل ځان وپېژنۍ!)

د علومود پوهنې په تاریخي بهیرکې فلسفه پخوانۍ مخینه لري او همدارنګه پخوا به یونانیانو علوم په کلي ډول مطالعه کول خو د ارواپوهنې د علم تاریخ ډېر پخوانی نه دی چې یو دلیل یې دا کېدای شي چې روانشناسي د انساني کړو وړو څخه بحث کوي او انسان پېژندلو کار ستونزمن وه. یونانیانو د علم نجوم په برخه کې زیاتې خبرې له میلاده مخکې کړې وې خود انسان په هکله علمي معلومات په کافي اندازه نه درلوده.

نن مو د ټولنې اکثره وګړي په نورو انتقاد کوي خوکه خپلو کړو وړو ته متوجې شي له ستونزو به یې ټول کارونه ډک وي. هر وخت د ملک د بدختۍ عاملین نور ګڼو خو په اصل کې په خپله ګرم یو، د نورو په هکله قضاوتونه کولای شو خو د ځان په هکله مو کله هم سم قضاوت ونه کړ. همدا اوس زما خبرې هم نورو ته متوجې دي خو په اصل کې ما کې هم ملامتي شته. پورته ټولې خبرې بیا هم ځان پېژندلو ته متوجې کېږي.

دا چې غل وایي غلا مه کوه، ګنهګار وایي ګناه مه کوه، غاصب وایي غصب مه کوه او داسې نور… په اصل کې دوی بیا هم ځان پېژندلی نه دی.

د جبر او اختیار ډيالکتیک د ځانپېژندنې یوه ښه نسخه ده او انسان خپلوکړنو ته متوجې کوي، په دې اثرکې اصلي سمبول انسان دی او د ځینو نشنلستانو په شان په یو ځانګړي قوم باندې خبرې نه لري او یوه مهمه ځانګړنه یې هم دا ده.

که انسان ځان ونه پېژني نوڅنګه کولای شي چې جهان نه مطالعه پيدا کړي. نن چې ساینسي او اجتماعي پرمختګونه پرمخ روان دي، نوي تحقیقات او څېړنې کېږي دلیل یې د ځان په پېژندلو کې دی، هغوی چې ځان پېژندلی دی په پرمختګ کې دي.

په یوه ټولنه کې ځان پېژندل مهم دي خو اسان نه دي، اوس هم داسې پوهان لرو چې لوی لوی عالمان به وي خو ځان یې لاهم پېژندلی نه دی.

هر انسان چې ځان وپېژنده نو د نورو انسانانو پېژندل ورته اسانېږي او همدارنګه د جهان او ټولنې به ښه مطالعه پیدا کوي.

ځینې انسانان له روحي کشمکشونوسره لاس او ګریوان وي. د دې ستونزو د حل لپاره یې اصلي علت پيدا کول مهم دي. هیڅ انسان له موره قاتل او ظالم نه پیدا کېږي، همدا ټولنه وي چې له مظلوم انسانه ظالم انسان جوړوي، له پاک او سپيڅلي انسانه ناپاکه انسان جوړوي او نور …

انسان کولای شي چې د ژوند تېرو لحظاتو په نظرکې نیولو سره نوی ژوند پيل کړي او خپل روحي ستونزې په خپله حل کړي.

په عام ډول ټولنپېژندنې او انسان پېژندنې او خاص په ډول د ځان پېژندې په هکله د جبر او اختیار ډیالکتیک بهترین اثر دی او لوستونکي ته د ځان جوړولو په هکله نوې خبرې ورزده کوي.

28 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *