Categories

اعلان

Loading…

د حکمتیار د هرکلي مراسمو ته د ولسمشر غني او حکمتیار ویناوې

بسم الله الرحمن الرحیم

حضار گرامی!

عالی جنابان کرزی صاحب، داکترصاحب عبدالله، استاد دانش ډېر محترم او معزز جهادی شخصیت جناب انجنیرصاحب د اسلامی حزب مشر، ملی بنسټ جناب استاد سیاف، جناب استاد خلیلی، جناب قانونی صاحب، آغا صاحب ټول جهادی مشران د شورا محترمین مشران جناب ابراهیمی صاحب او جناب مسلمیار صاحب د کابینې غړی، د سترې محکمې او لوی څارنوالۍ او د ملی شورا محترم منسوبین، خویندو او وروڼو، السلام علیکم و رحمته الله و برکاته.

ابتدا خدمت همه شما حاضرین گرانقدر و همچنان محترم حکمتیار صاحب رهبر حزب اسلامی افغانستان خوش‌آمدید عرض می‌کنم و خرسندم که در این مجلس خجستۀ صلح و اخوت حضور به‌هم رسانیدیم.

هفته گذشته ما در ارگ روی گلیم غم نشسته بودیم، زیرا برای شهدای قول‌اردوی ۲۰۹ شاهین فاتحه داشتیم، اما امروز الحمدلله در مجلسی حضور داریم که مردم و دوستان افغانستان نسبت به آن ابرازخوش‌حالی نموده و دشمنان افغانستان اندوه‌گین می‌باشند.

ما به ملت بزرگ افغانستان تعهد سپرده‌ بودیم، که زمینۀ تحقق صلح را فراهم می‌کنیم. امروز گام بسیار بزرگی در این راستا برداشته شده و این راه را تا تحقق صلح کامل در کشور ادامه خواهیم داد.

زمانی‌که حکومت و حزب اسلامی، گفت‌وگوهای صلح را آغاز کردند، کسانی‌که به کامیابی این گفت‌وگوها باور داشتند، شمار شان به مراتب کم‌تر از کسانی بود که آن تلاش‌ها را ناکام می‌پنداشتند. حتی چند ماه قبل، روزی‌که درهمین‌جا در سلام‌خانه، توافق‌نامۀ صلح با حزب اسلامی امضا می‌شد، کسانی بودند که تحقق آن را دشوار دانسته و در به ثمررسیدن آن تردید نشان می‌دادند. اما امروز به همه‌گان آشکار شده‌است که هر گاه ارادۀ صلح و اخلاص برای وطن در هر دو طرف وجود داشته‌باشد، پایان‌دادن به خصومت‌ها و خاتمه‌بخشیدن به نزاع‌ها، آرزوی دست‌یافتنی و تحقق‌پذیر می‌تواند باشد.

سوال اساسی این‌ست که ما چگونه به این مرحله رسیده و پیش شرط‌ها  برای به ثمررساندن مذاکرات صلح کدام‌ها اند؟

به اساس دساتیر دین مبین اسلام، برای انجام هر کار خیر و پسندیده داشتن نیت خیر لازم است. نیت؛ عنصر اول انجام یک امر خیر محسوب می‌گردد. حکومت و حزب اسلامی با اقدامات شان نشان دادند که برای صلح نیت خیر و ارادۀ لازم دارند. حسن نیت دوطرف زمینۀاعتماد و آغاز گفت‌وگوها را فراهم کرد و هر دوطرف خود را مکلف به آغاز و ادامۀ گفت‌وگوها دانستند.

پیش شرط  دوم کامیابی مذاکرات صلح، قضاوت دقیق و واقع‌بینانه است به‌گونۀ که طرفین بتوانند تغییرات ماحول و خواسته‌های جامعه و زمان را خوب درک کنند و محاسبه دقیق از شرایط موجود کشور و جهان داشته‌باشند، که کشور امروز از دو دهه‌ی گذشته تغییر نموده و نسل امروز خواست هایشان متفاوتر است و از ما پیام صلح و قانون محوری را می‌طلبند. اگر طرفین مذاکرات، قضاوت درست نمی‌داشتند ما نمی توانستیم به این مرحلۀ مهم دست یابیم. از جناب حکمتیار صاحب از جهت قضاوت تاریخی شان از صمیم قلب ابراز امتنان می نمایم.

خواست مردم ما صلح و آبادانی کشور است. نسل جدید کشور انتظار دارد که رهبران سیاسی شان تهداب یک صلح پایدار را بنا نهاده و برای تحقق آن با فرهنگ مدارا و هم‌پذیری گام‌های عملی بردارند.

شرط سوم برای به ثمررساندن مذاکرات، ارادۀ طرفین است. حکومت و حزب اسلامی طی ماه‌های اخیر در قالب گفت‌وگوهای سازندۀ صلح بین‌لافغانی ثابت نمودند که ارادۀ قوی برای تحقق آرزوهای مردم افغانستان دارند. بیا هم له تاسو نه مننه.

مهم‌تر از همه که حدود و بنیاد این توافق‌نامه را ارزش های ملی، اسلامی و خاصتاً قانون اساسی کشور که همه ی این ارزش ها را به شمول تعهدات بین المللی ما را در خود جا داده است، تعین نموده و ساخته است.

حکومت و حزب اسلامی با رویکرد صلح بین‌لافغانی ثابت نمودند که افغان‌ها می‌توانند در داخل و پایتخت کشور با روحیۀ مدارا و تحمل‌پذیری، به صلح دست یافته و فرهنگ گفت‌وگو را بر فرهنگ جنگ و خشونت ترجیح داده و به موفقیت برسانند.

و به این ترتیب ما با درک درست از وضعیت و شرایط کشور می‌کوشیم، تا تجربه‌های تلخ گذشته تکرار نگردیده و فضای صلح و آرامش که امید و آرزوی دیرینۀ مردم افغانستان است، تحقق یابد.

من اطمینان دارم که به برکت تحمل، حوصله مندی و وفاداری به منافع علیای ملی، همه مواد توافقنامه با حزب اسلامی در پرتو شرایط کشور و در چارچوب منافع علیای مملکت و قانون اساسی، یکایک ان‌شاالله و تعالی به تحقق خواهد رسید.

افغانستان خانه مشترک همه مردم این کشور است، آباد ساختن این خانه، و زدودن آثار جنگ و مصیبت از دامان آن، وظیفه مشترک همه ماست.

له مجاهد ورور حکمتیار صاحب او حزب اسلامی مننه کوم چې د سولې بلنې ته یې لبیک ووایه او په بین الافغانی مذاکراتو یې راسره موافقه وکړه او د دغو مذاکراتو په کامیابی کې یې فعاله او اساسی برخه واخیسته. دغه راز د سولې له عالی شورا، له جهادی مشرانو، له دینی عالمانو، له مدنی ټولنې، له ملی شورا، له مطبوعاتو او ټول ملت څخه مننه کوم چې د سولې د بین الافغانی مذاکراتو ټینګ ملاتړ یې وکړ. که ملی اجماع غواړئ دا ملی اجماع وه او مونږ ورباندې ویاړ کوو.

کاش‌که امروز شهید صلح استاد برهان الدین ربانی و شخصیت مصلح پیر سید احمد گیلانی در کنار ما می‌بودند تا ثمره تلاش‌های شان را می‌دیدند و در این شادمانی ما را همراهی می‌کردند. آغا صاحب، د پیر صاحب ارواح دې ښاد وی او تمام جمعیت اسلامی همکارانوته دعا کوم چې استاد ربانی شهید ته دعا وکړی، از بارگاه الهی به ارواح پاک آنان، که در راه این صلح سعی فراوان کردند، آرامش ابدی و مغفرت جاویدان مسئلت دارم.

دغه راز له ملی مشر محترم کرزی او حضرت صاحب صبغت الله مجددی څخه مننه کوم چې د سولې په لاره کې یې ډېرې هڅې وکړې او سوله د دوی یو لوی ارمان و، جناب رئیس صاحب تاسو ته مبارکی وایم. له اجرائیه رئیس محترم ډاکترعبدالله عبدالله، د جمهوری ریاست له دویم مرستیال استاد دانش، د ملی امنیت شورا له محترم سلاکار اتمر صاحب ، د حزب اسلامی د مذاکراتو د هیئت له غړیو، له ډاکتر صاحب غیرت بهیر او ښاغلی انجنیر صاحب امین کریم  څخه هم د زړه له کومې مننه کوم چې که د دوی ټولو روغ نیت، دقیق قضاوت او ټینګه اراده نه وای، نو دغه کامیابی به مو نه وه په نصیب شوې. او د سولې شورا ټولو غړو او ډاکتر صاحب خپلواک څخه هم مننه کوم چې د مواففتنامې په تطبیق کې یې شپه او ورځ هلې ځلې کړی دی.

له نړیوالې ټولنې هم مننه پکار ده چې د بین الافغانی مذاکراتو ملاتړ یې وکړ او د

افغانانو د تر ټولو اساسی غوښتنې یعنې سولې حمایت کوی.

دلته لازمه ګڼم چې د سولې د تطبیق د مشترک اجرائیوی کمیسیون د هڅو قدردانی وکړم. د کمسیون له محترمو غړو توقع لرم چې د توافق د پاتې بندونو تطبیق ته به پوره توجه کوی او ژر تر ژره به یې عملیکړی، حاجې صاحب دین محمد او ټول همکارانو څخه مننه کوم. له بلې خوا، له ټولو مربوطه دولتی ادارو غوښتنه کوم او هدایت ورکوم چې د توافق په اړه خپل وظایف عملی او لازم اقدامات وکړی. له حزب اسلامی څخه هم په ډېر احترام توقع ده چې د توافق د بشپړ تطبیق لپاره جناب انجنیر صاحب هدایت ورکړی چې له مشترک کمیسیون سره همکاری وکړی.

قدرمنو وطنوالو!

لکه څنګه چې د شلمې پېړۍ په اتیایمو کلونو کې د افغانانو قربانۍ د سیمې او نړۍ په ګڼو هیوادونو کې د استبداد نسکورېدلو ته لاره پرانیستله، دغسې اوس هم زموږ د دفاعی، امنیتی قواوو قربانی په حقیقت کې د تروریزم له شره د دنیا له ژغورلو سره مرسته کوی. موږ له تروریزم سره د جنګ په اوله کرښه کې یوو. په افغانستان کې روانه جګړه داخلی جګړه نه ده. دا په افغانانو باندې تپل شوې جګړه ده. افغانان د نړیوال تروریزم او د هغو طرفونو د دسیسو ښکار دی چې له تروریزم څخه د وسیلې په حیث کار اخلی. زه د سیمې په دولتونو باندې غږ کوم چې له تروریستی کړیو سره نه، بلکې له منتخبو او مشروعو دولتونو سره رابطه وپالی او کنه نو تروریزم اهلی حیوان نه دی چې په خپل صاحب باندې رحم وکړی. چا چې پاللی، نو بایللې یې ده. د یوې تروریستی ډلې له شره د خلاصون لپاره له بلې ترورستی ډلې سره رابطه پالل، لویه اشتباه ده او ډېر بد عواقب لرلای شی.

هم‌وطنان گرامی!

گردهمایی امروز ما یک‌بار دیگر ثابت می‌کند که جمهوری اسلامی افغانستان برای رسیدن به صلح تعهد قوی و اراده استوار دارد و در این راه از هیچ تلاشی دریغ نخواهد کرد.

از آن مهم‌تر این‌که ملت مسلمان ما تشنۀ صلح و آرزومند خاتمه‌دادن به جنگ و خصومت است و از هرگونه جنگ‌افروزی و شرارت‌طلبی نفرت دارد. مردم ما می‌خواهند که سیاست جای‌گزین جنگ باشد و جهت تحقق این امر لازم است که برای‌برآوردن خواسته‌های خود از وسایل مشروع و قانون‌مند و متناسب با واقعیت‌های امروز افغانستان استفاده کنیم.

احترام به آزادی بیان، احترام به تفاوت دیدگاه‌ها و تحمل‌پذیری از شرایط لازم برای فضای سیاسی نظام‌مند و قانون‌مند است. گفتمان ما باید منجر به اعتماد شود نه باعث تقابل. از طرف دیگر دست‌رسی به اقتدار از راه انتخابات مهم‌ترین اصل زنده‌گی سیاسی کنونی ماست. من به عنوان رییس‌جمهور تعهد می‌کنم که انتخابات شفاف در کشور برگزار شود و زمینه برای برگزاری انتخابات شفاف از طریق نظارت دوام‌دار جامعه مدنی، مردم و مطبوعات کشور احزاب سیاسی فراهم خواهد شد. برای شفافیت انتخابات به شمول حکمتیار صاحب نظریات سایر شخصیت ها و فعالین سیاسی و مدنی کشور را خواهانم.

هدف نهایی ما واضح است. ما در راه نامعلوم و بی هدف گام برنداشته‌ایم. ما خواستار تامین صلح در چارچوب ارزش‌های اسلامی، ملی و انسانی که در قانون اساسی ما به وضاحت بیان شده، هستیم. ما برای صلح حاضریم هر آن قیمتی را بپردازیم که ملت ما حاضر به پرداختن آن است. حدود و شرایط صلح ما را، ملت ما تعیین می‌کند و می‌دانیم صلح به قیمتی که برای ملت قابل قبول نباشد و در مغایرت به قانون اساسی ما باشد، پایدار نخواهد بود و بلکه منجر به آغاز یک جنگ دیگر خدا نکرده خواهد شد.

در بحث صلح باید به دو نکته توجه کرد. نخست جنگی که بالای افغانستان تحمیل گردیده و نکتۀ دیگر جنگی که در میدان افغانستان در جریان است.

گروه‌های تروریستی که افغانستان برای آنها وسیله و تختۀ خیز محسوب می‌شود و هیچ نوع دلسبتگی و تعهد نسبت به این کشور و مردم ندارند، جنگ را بالای افغانستان تحمیل کرده‌اند و دشمن این خاک می‌باشند. گروه‌های که بنا برعللی ناراضی‌اند و خود را از افغانستان و افغان می‌دانند، می‌توانند مورد مذاکره باشند.

من بالای طالبان صدا می‌کنم که آیا ظرفیتی مانند آقای حکمتیار را دارید که با مردم و دولت افغانستان برای صلح بحث و مذاکره کنید؟ اصلا رهبر شما کیست؟ و کجاست؟ به غیر از جنگ، ویرانی، قتل و کشتار برای این ملت و این کشور چه برنامۀ دارید؟ تالیفات دارید؟ کتابی نوشته‌اید؟ اگر واقعا رهبری دارید و برای خیر و سعادت این کشور نیت، قضاوت و اراده دارید، برای مردم و حکومت نشان دهید و جنگ را پایان دهید و به ندای جناب حکمتیار صاحب پاسخ بدهید.

همه مراکز معتبر فتوا و همه مراجع دینی جهان اسلام، جنگ را در افغانستان حرام می‌دانند و بر همین اساس، ملت، دولت و علمای بزرگ افغانستان آماده‌گی دارند تا در هر نقطۀ جهان از این داعیۀ برحق خود دفاع کرده و با کسانی‌که خلاف این می‌اندیشند و گمان می‌کنند که توجیهی برای مشروعیت جنگ شان در افغانستان وجود دارد، به مباحثه و گفت‌وگو بپردازند، اگر طرف مقابل توانایی ورود به مباحث علمی را داشته‌باشد.

ما می‌دانیم که آنان توانایی مناظره با علمای ما و شخصیت های محترم بزرگ جهادی ما را ندارند و از روبروشدن با علما می‌گریزند، زیرا استدلال شان ضعیف و ادعای شان به مانند خانۀ عنکبوت و لرزان است. به فرموده قرآن مجید، سست‌ترین خانه‌ها، خانه‌های عنکبوت اند.

د افغانستان ټول اوسېدونکی غواړی چې خپلو کورنیو ته حلاله روزی په ارام ذهن وګټی، په ارام زړه عبادت وکړی او په اطمینان سره خپل اولادونه سبق ته واستوی چې روښانه آینده ولری. ایا دغو مقصدونو او نورو ټولو انسانی او مشروع مقصدونو ته د جنګ له لارې رسېدای شو که د سولې له لارې؟

دلته یو ځل بیا په ټولو مسلح مخالفانو اواز کوم چې د سولې مخالفت دې نه کوی، ځکه سوله د خدای امر دی او جنګ د حل لاره نه ده. مسلح مخالفانو ته پکار ده چې د حزب اسلامی په ستر قدم، قدم کېږدی او د خپل وطن د ستونزو د اواری لپاره د مذاکرې او سولې لاره غوره کړی. که د مسلح مخالفان د افغانستان د خلکو خیر او سوله نه غواړی انجام یې معلوم دی. انجام یې انزوا او د اخرت  او دنیا ناکامی ده.

زه باور لرم چې د سولې دغه کاروان به خامخا خپل وروستی پړاو ته رسېږی او هغوی چې په جنګ تاکید کوی، د دین او دنیا ناکامی به یې په نصیب کې وی. دا باور ځکه لرم چې د افغانستان خلک سوله غواړی، د افغانستان دولت سولې ته ژمن دی او سوله الهی امر دی.

د حزب اسلامی افغانستان محترم مشر ګلبدین حکمتیار ته یو ځل بیا د زړه له کومې ښه راغلاست وایم.

زنده باد افغانستان

یشه سن افغانستان

تل دی وی افغانستان


د حزب اسلامي د امیر ګلبدین حکمتیار د وینا

دا د ښاغلي حکمتیار د نننۍ /پنجشنبه/ وینا متن دی چې د سولې له پخلاینې سره د ده د یوځای کېدو په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې یې وکړه، طالب منګل ټایپ کړې ده.


ـ هیله کوم شعارونه بند کړئ.

ــ دلته په رسمي غونډو کې دا دود دی چې د خپلو مشرانو او چارواکو نومونه واخلي، خو ماته اجازه راکړئ چې دا دود نور له منځه یوسم.

ــ ټولو د سولې په لاره کې لږه او ډېره ونډه درلوده، چا په شدت ملاتړ کړی او چا کم خو ولسمشر او اروښاد ګیلاني ډېرې هڅې کړي، له ټولو افغانانو مننه کوم

 ـ زموږ وړاندې مهمه مسله دا ده چې څنګه جګړه پای ته ورسوو او خلکو ته سوله ور کړو، که دا مشران وغواړي ضرور کیږي.

 ــ راشئ چې په ګډه ټولو هغو ته چې په جنګ پانګونه کوي او د افغانستان جګ غواړي په ګډه ورته ووایو چې نور کورنیو چارو کې لاس وهنه بنده کړئ، او نور د جنګ دوام مه غواړئ.

ــ ځینې تبلیغات کوي چې موږ اساسي قانون نه منو، موږ د سولې لپاره اساسي قانون منو او ددې لپاره د اساسي قانون دویمه ماده بسنه کوي.

ــ په اساسي قانون کې د ادبي او حقوقي پلوه ملاحضات لرو خو په وخت سره به یې لوی جرګې ته وړاندې کوو او دا به د ټولپوښتنې له لارې  ښه لاره وي.

ــ موږ په پارلماني نظام باور نه لرو، او افغانستان ددې شرایطو لپاره مناسب نه دی.

ــ (حکومت مشران) مشران باید په ګډه کار وکړو خو که نه کیږي یو او بل ته دې تېر شي.

ــ ولسمشر ته ما په لیک کې ولیکل چې ایتلافي حکومت ناکام دی او د افغانستان په شرایطو کې نه چلیږي، ښه ده چې ولس ته د ایتلافي حکومت د جوړولو په ځای استعفا وکړه.

ـــ موږ راغلي یوو چې جګړه مهر کړو، شرایط نه لرو،وزاتونه نه غواړو، که څوک شک کوي، د سولې لیک دې ولولي، موږ د هغه چا ملاتړ کوو چې سوله غواړي.

ـــ دا بدمرغه چې افغانان یې قرباني دي، موږ غواړو پای ته ورسیږي همدا زموږ هیله ده.

ــ له قید او شرط پرته هرې ملګرتیا ته چمتو یوو.

ــ زه دې مشرانو ته یو بل عرض لرم چې خپلې کورنۍ افغانستان ته را انتقال کړئ، زه کابل ته له خپلې کورنۍ سره راغلی یم، دا پیغام ټولو ته ورکړو چې افغانستان مو کور او ګور دی.

ــ موږ د زور حکومت نه غواړو، هغه حکومت غواړو چې ټول افغانان یې غواړو.

ــ مخالیفینو ته وایو، راشئ او دا جګړه پای ته ورسوئ.

ـــ طالبانو راشئ ما استازی غوره کړئ، زه ستاسو د ټولو حقوقو او ارمانونو دفاع کوم.

ـــ- کرزی کاش په دې ټینګ پاتې وای، چې طالبانو ته یې ورور ویل، طالبانو کې ښه او بد شته او دا به جفا وي چې ټول بد وګڼو.

ــ زه طالبانو ته د ورور خطاب کوم، پریږده چې رسنۍ سبا څه وايي.

ــ طالبانو راشئ څو ورځې سوله وازمایئ، که ښه نه وه بېرته لاړ شئ او په ګډه به سنګر ته خیږو.

ــ راشئ طالبانو نور په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو بهانې ختمې کړو.

ــ حقیقت دا دی چې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه وتل، د وتلو لړۍ پیل شوې وه، لس زره کم پاتې شول، خو خاصو

استخباراتي شبکو چې غواړي افغانستان کې جګړه دوام وکړي او امریکا دلته مصروفه کړي، کندوز یې طالبانو ته پرته له مقاومت وسپاره، او همدا ددې بعس شو چې امریکا او ملګري یې پریکړه وکړي، چې دا پروسه ودروي.

ــ هغه چې ګمان کوي چې د بهرنیو ځواکونو پرته به مبهم حالت سره مخامخ شو، هغه ډاډمن کړو او جګړه پای ته ورسووو بیا بهرنیو ځواکونو ته ووایو چې نور ضرورت نه شته.

ــ له ایران به وغواړو چې دلته وسله را نه وړي.

ــ په پاکستان چ دې څوک تاثیر لري، هغه دې ورته ووايي چې نور دې خپل سیاست بدل کړه.

ــ راتلونکې نظام په اړه سلا کوو، چې له دوام یې ډاډه وو، ملت یې تر شاه وي، د ولس ټولې پرګنې حضور وویني، داسې نظام جوړو.

ــ ژمنه کوو، چې له دې ورسته به د یو او بل د ځپلو لپاره غلطه تګلار نه غوره کوو.

ــ د قدرت د انحصار تجربه خونړۍ وه، د واړه ټولګي په لاس قدرت تر لاسه کولو جنګونه رامنځ ته کړل، او همدا لامل دی چې بهرنیان افغانستان ته راغلل.

ــ بهرني ځواکونه جګ نه شي ګتلی، جنګ په توپونو، ټانکونو او جازونو کورونه ورانیدلی شي خو جګړه نه شي ګټلی.

ــــ پکتیا کې  د ځاځي میدان ولسوالي ده (د خوست ولسوالي ده) هلته بهرني ځواکونه نه شته خو قوم پریکړه وکړه چې جنګ نه غواړي، ددې مانا دا چې ولس کولای شي امنیت راولي.

ــ د دولت او ولس تر منځ باید فصله ختمه شي، جومات او ارګ باید سره نیږدې شي.

ــ ځینې رسنۍ د جنګ اور ته لمن وهي او ټول یې پېژني، دې ته هم باید لارښونه وشي او مهار شي.

ـــ هغه رسنۍ چې د سولې ملاتړ یې کړی او د افغانستان لوړ مقام یې غوښتی او اسلامي ارزښتونو درناوی یې کړی، ممنون یوو.

ــ ما د جنګي جنایکارانو د محاکه کولو مخالفت نه دی کړی، خو دولت په دې ځای کې نه دی.

ـــ په هغه چا دې لغنت وي چې د چا په مخ دې تېزاب وشیندي، ما پسې تبلیغ شوی، موږ څوک په مخ په څپېړه هم نه وهو.

ــ دې رسنیو ته وایو، د بیان په ازادۍ باور لرو، خو تاسو ته وایو چېپه کابل کې یاست په پریس کې نه یاست خپلو نشراتو ته پاملرنه وکړئ، دلته خلک وژل کیږي.

ـــ موږ د هغه کافر وژل جایز نه ګڼو چې له موږ سره نه جنګیږي.

ــ موږ ښځو ته نه وایوو، چې د تعلیم او کار حق نه لرئ.

ـــ زه له ټولو چې دلته راټول شوي د مننې ترڅنګ غواړم چې نور باید دا حالت پای ته ورسوو.

ــ کا یوه لویه غونډه راټوله شي چې په بحران بحث وشي.

ــ زه د وروروالۍ لپاره راغلی یم.

ــ حزب مو په قوم کې د بېلتون له پاره نه دی جوړ کړی، د یووالي لپاره مو جوړدی.

ــ بیا وایم د دې اوسنی نظام د واقعیت په توګه منو، بدلول یې نه غواړو.

ــ دولت کې برخه نه غواړو، له دې بهر غواړو چې د نظام ملاتړ وکړوږ

ــ مخکې ما   کرزي صیب ته ویل چې د ارګ ،سپیدار ماڼۍ او ارګ تر منځ به جوړه کوم.

ــ ټولو مننه

لیکنه: طالب منګل

50 total views, 4 views today

1 comment

  1. غ.حضرت Reply

    زموږ په ښکلی هیواد کی د دوو شیطانانو پر ګټو سره جګړه روانه ده چه یو ئې امریکه او بل ئې انګریز دی دا نوری خبری هسی غولوونکی څپې دی.دا جنګ او رقابت حتی د ارګ په منځ کی هم روان دی. رئیس جمهور د یوه ګوډاګی او اجرائیه رئیس د بل ګوډاګی دی.بل وړوکی ګوډاګی هم راولېږل شو څو یو ددې استعمارګرانو څخه خپله د قدرت او زور پله درنده وښئی.
    موږ ټول بیده یو، پښتو، فارسی،سونی،شیعه،تریاک،چرس،الکول،لیبرالیزم،افراطیت،هندی او تُرکی پلیدو سریالو او……مو په خټه او وینه کی جذب شویدی او نشه یو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *