Categories

اعلان

Loading…

د تيارو څکالي!/ مجید ژړاند

د تيارو څکالو! دغه رڼا پرېږدئ، چې زموږ خونې رڼا کړي او په روښانه ورځ  منزل ته تلونکې لار وټاکو، د تيارو څکالو! موږ تل د خپل کور رڼا وژلي ده، نو ځکه خو د خپلوخونو  د روښانولو لپاره پردۍ ډېوه راوړو.
د تيارو څکالو! د نفرت له سمڅو راووځئ، شاوخوا وګورئ، يواځې د خپل کور په څلورو دېوالونو کې مه ايسارېږئ، تاسو مينې ته اړ يئ، مينې ته ارزښت ورکړئ، د نفرت دروازې د مينې په شعارونو ښکلې کړئ.
دلته ډېر مينه ناک خلک اوسې، دوی له خاورې، ولس او خلکو سره بې کچې  مينه لري، دوی  فکرونه روزي، دوی مينه خوروي، دوی د ولس په  زړونو کې اوسې.
تاسو يې  هم د شاګردۍ وياړ تر لاسه کړئ، په ښار کې ډېر د  تيارو څکالي ګرځي، چې رڼا د نفرت په سیلۍ وژني، کلونه، کلونه کېږي، چې دا چارې پر مخ وړي، تاسو ولې له   رڼا وېرېږئ، رڼا به مو  له مرګ څخه وژغوري، رڼا به مو  د تيارو له سمڅو را بهر کړي، د مينې  او محبت پير  ته به مو  ستانه کړي، د مينې سندرې زمزمه کړئ، دنفرت غشي لرې وغورځوئ، ددغه کمان او لېندۍ  له کارونې لاس واخلئ، دغه غشي مينه ناک زړونه په نښه کوي، دغه ناوک د  سپېڅلو خلکو تر سینو وځي.
د مينې په ارزښت  خبر شئ، کوم زړونه چې تاسو د غشي نښه ګرځوئ، د هماغه زړونو له خاوندانو د مينې زدکړه پيل کړئ، هغوی ډېر مهربانه زړونه لري،  هغوی د دښمن له نوم کرکه لري، خپل او پردی د دوست په نوم پېژني، هغوی د نفرت له کلي کلونه کېږي، چې تللي دي،  تاسو هڅه وکړئ، چې د هغوی د شاګردۍ وياړ تر لاسه کړئ، بیا به د ځپل ورور د څملولو پرځای د هغه د لوړولو او پورته کولو هڅه  کوئ.
د تيارو څکالو! يو څو ورځې زموږ په روښانه جونګړو کې تېرې کړئ، يو څو ورځې له تيارو د رڼا کلي ته پنا يوسئ، يو څو ورځې خپل ټوپک او ګردنۍ وغورځوئ، هله به بیا د  ژوند په کيف او خوند خبر شئ،  له ژوند سره به مو مينه مله شي، تاسو به هم د رڼا استازي شئ او د هغه چا د شاګردۍ وياړ به درسره وي، چې تاسو د نفرت په غشو زخمي کړی و، خو هماغه ټپي انسان چې د رڼا استازی او استاد پاتې شوی دی، تاسو به د نجات لوري ته رهمنايي کړي. 

72 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *