Categories

اعلان

Loading…

تر جبر او اختیاره ورهاخوا/ ډاکتر محب زغم

د ځینو کتابونو عنوان لوی وي خو چې محتوا ته یې ورشې، پوهېږې چې تېر وتی وې. عنوان به د یوې لویې موضوع وي خو محتوا به یې د موضوع لسمه برخه هم نه وي سپړلې. خو د جبر او اختیار دیالکتیک بیا برعکس، د جبر او اختیار تر موضوع ورهاخوا ډېرې نورې مهمې خبرې هم لري.

په حقیقت کې، د کتاب یوازې درېمه برخه د جبر او اختیار دیالکتیک څېړي. پاتې دوې نورې برخې یې جهان بینۍ، د شرقي عرفان او غربي تصوف مقایسه، د ساینس فلسفه، د اخلاقو فلسفه، د سیاست فلسفه او د اراوپوهنې د مهمو انکشافونو موضوعات بیانوي چې دغه هره موضوع د اهمیت په لحاظ د جبر او اختیار تر مسألې کمه نه ده. د کتاب په پای کې، په کتاب کې راغلي اصطلاحات تشریح شوي دي. د هرې اصطلاح انګریزي، فرانسوي، او آلماني بڼې او ورسره په مختلفو علومو کې د هغې معناګانې لیکل شوې دي. نو له دې کتابه د یو وړوکي خو معتبر قاموس کار هم اخیستلی شو. همدارنګه د هغو اعلامو لنډه پېژندنه او د آثارو نومونه یې هم د کتاب په آخر کې لوستلی شئ چې په دې کتاب کې یاد شوي دي. د دې ګټه به دا وي چې که چا ته د دې پوهانو نظریې خوند ورکړی وي او د هغوی د نورو اثارو د لوستلو شوق ورلوېدلی وي نو دلته به یې د کتابونو نومونه پیدا کړي.

پوهاند سید بهاالدین مجروح د جبر او اختیار مسأله په فلسفي میتود راسپړي. خو په لومړي سر کې یوه ډېره مهمه خبره کوي، هغه دا چې پوښتنه څنګه باید طرح شي: «د هر فلسفي فکر لومړۍ او اساسي هڅه دا ده چې یو سوال په سمه توګه طرح شي … په یو سوال کې هله مانا راپیدا کېدای شي چې یو څو مشخص مفاهیم یو له بله سره مشخصې رابطې پيدا کړي … فلسفي سوال هله طرح کېږي چې په مفاهیمو کې حرکت او جنبش راپيدا شي».

کله چې پوښتنه کوو، انسان مختار دی که مجبور، دغه پوښتنه راپیدا کېږي چې د څه شي په مقابل کې؟ نو اروښاد مجروح د انسان د جبر او اختیار مسأله په درېیو برخو کې توضیح کوي: انسان د طبیعت په مقابل کې، انسان د خپل نفس په مقابل کې، او انسان د بل انسان یا د ټولنې په مقابل کې. دی د هېګل له دیالکتیک روش څخه کار اخلي. په دې روش کې د هرې پدیدې لپاره درې پړاوونه منل کېږي: د تایید (These)، نفي (Antithese)، او ترکیب (Synthese) پړاوونه. مخکې تر دې چې استاد مجروح خپله اساسي موضوع یعنې جبر او اختیار وڅېړي، دیالکتیک او دیالکتیک میتود تشریح کوي. ځکه که څوک دیالکتیک ونه پېژني نو بیا به د کتاب پر نورو بحثونو سم پوه نه شي.

د بحث په یوه ځای کې لولو چې: «انسان تل د خپلو اعمالو او د خپل موجودیت د مسوولیت بار په بل شي اچوي. یا طبیعي حوادث د انسان د اعمالو مسوول وي، یا ارباب الانواع، یا سرنوشت، یا اجتماع او یا د غریزې په شان مستبد قدرت او د دې مسوولیت د رفع کولو لپاره یې په فلسفي علمي تحقیقاتو کې ثبوتونه لټوي. داسې ښکاري چې په حقیقت کې انسان د خپل مجبوریت ثبوت ته زیات خوشحالېږي.» واقعیت همدا دی چې انسان غواړي تل مبري الذمه اوسي. انسان د خپل هر ناسم کار لپاره توجیه تراشي. نو دې ته خوښ وي چې هره پړه د قضا او قدر پر غاړه واچوي. خو واقعبین انسان بیا هڅه کوي چې خپل مسوولیت او پړه ومني.

استاد مجروح وروسته تر دې چې د طبیعت، نفس او ټولنې په مقابل کې د انسان مجبوروالی او مختاروالی په تفصیل سره راسپړي، دې نتیجې ته رسېږي چې: «انسان نه مطلق مجبور دی، نه مطلق مختار. بلکې د زمانې په جریان کې مجبور انسان مختارېږي. اختیار له جبره راوځي. اختیار داسې یو قدرت دی چې انسان یې په تدریجي توګه ترلاسه کوي او د دې قدرت بنیادي وسیله پوهه او شعور دی.» انسان که د طبیعت له جبره ازادېږي، وسیله یې پوهه ده. که انسان د خپل نفس او لاشعور له استبداده ځان خلاصولو غواړي، بیا هم پوهه ورته پکارېږي. دی باید غریزه او لاشعور وپېژني، اروايي غوټې باید وپېژني، په دې پوه شي چې دغه غوټې کله او څنګه جوړېږي، پر دې باید سر خلاص کړي چې لاشعور او اروايي غوټې زموږ سلوک څنګه کنټرولوي، او چې دغه پوهه یې پیدا کړه، بیا نو د خلاصون لاره موندلی شي. همدارنګه که انسان د نورو انسانانو احساسات، عواطف، هیلې، غوښتنې او حقونه وپېژني، نو بیا به د نورو خاطر کول ورته جبري نه، بلکې اختیاري چاره ښکاره شي. بیا به په خپله خوښه او د زړه له تله دا کار کوي. دلته له جبره د ازادېدو خبره نه وي، بلکې زموږ لید لوری به بدل شوی وي. او دا هم په پوهه کېږي.

پوهاند مجروح د بحث په منځ منځ کې د مختلفو فیلسوفانو او پوهانو نظرونه راخیستي دي خو د هر یوه نظر ته یې په انتقادي نظر کتلي دي «خو»ګانې یې په کې رایستلې دي، د هغوی د مخالفانو نظرونو یې بیان کړي دي او تر څنګ یې خپله خبره هم کړې ده. ځینې خلک ګومان کوي چې د اسلافو او لویانو خبرې د ردولو نه دي. که څوک په کوم کتاب کې یو څه لولي، فکر کوي چې هغه به د کاڼي کرښه وي، خصوصاً که دا خبره د کوم مشهور عالم، فیلسوف … وي. پوهاند مجروح یې راښيي چې څرنګه د نورو پر نظرونو نقد وکړو، ویې‌ننګوو او خپل فکر ورسره وجنګوو.

د دې کتاب په لوستلو سره به تاسې د ډېرو مهمو او مشهورو فیلسوفانو، ارواپوهانو او متفکرانو د مفکورو له اساساتو او عمده ټکو سره اشنا شئ. ارواښاد مجروح دغه مفاهیم په اسانه ژبه بیان کړي دي او که تاسې همدغه شیان په نورو منابعو کې ولولئ، ښايي ورته متوجه شئ چې په اصل کې دومره اسانه نه دي. د دې خبرې مانا دا ده چې پوهاند مجروح دغه مفاهیم چې په هغه وخت کې زموږ د خلکو لپاره ډېر نوي وو، ښه هضم کړي وو، په زوَر او زېر یې پوه شوی او بیا یې هغسې لیکلي وو چې دی پرې پوه شوی و. استاد مجروح د حقارت په باره کې د آلفرد آدلر نظریه په لنډو ټکو داسې بیان کړې ده چې ته وا دا نظریه ده پخپله پنځولې وي. همدارنګه د لاشعور په هکله د فروید نظریه.

ژبه له یوه نسله تر بل نسله څه ناڅه بدلېږي. نن سبا موږ یو ډول نثر لیکو خو د پوهاند مجروح د نسل نثر یو څه متفاوت و. د متفاوت نثر لوستل، بل خوند لري. لکه یو څوک چې هره ورځ هماغه یو رقم خواړه وخوري خو یوه ورځ بل رقم خواړه ورته په لاس ورشي نو د تنوع تنده به یې ماته شي. فکر کوم تاسې به هم له دې توپيره خوند واخلئ. نن سبا موږ د سایکولوژي لپاره «ارواپوهنه» د معادلې اصطلاح په حیث کاروو خو په دې کتاب کې علم النفس ورته راغلی دی. همدارنګه دلته به روحي او نفسي د اروايي پر ځای وګورئ، کهتري د حقارت پرځای. همدارنګه د پوهاند مجروح جملې د جوړښت په لحاظ بېلې دي. مثلاً دغه جمله وګورئ: «د فرد او اجتماع په منځ کې تناقضات د دې تحول او حرکت یوه وروستۍ مرحله ده.»

دغه بله جمله: «د سقراطي انقلاب معنا دا د فردي شخصیت تایید دی، د اجمتاعي ذهنیت په مقابل کې.» ممکن بل څوک داسې ولیکي: «د سقراطي انقلاب معنا د اجمتاعي ذهنیت په مقابل کې د فردي شخصیت تایید دی.»

همدغه د معترضه جملې او یا د فقرې بدل ځایونه د ښاغلي مجروح په نثر کې ډېر لولو. یو څو نور مثالونه یې هم وګورئ:

– نو ځکه مارکس وايي: «د هېګل په فسلفه کې دیالکتیک په سر روان دی. کافي ده چې په پښو یې ودروو، د دې لپاره چې یو معقول شکل پيدا کړي.»

– په کیفیت کې تحول هله پیدا کېږي چې په یوه معینه او ټاکلې اندازه په کمیت کې تغییر راشي.

البته د استاد مجروح په ځینو جملو کې د فارسي ژبې او د هغې د ګرامر اغېزې وینو. لکه دغه جملې:

– هیګل وایي: «په خالص ژوند کې په هغه ژوند کې چې فکر نه وي، نېستي د نېستۍ په حیث وجود نه لري.»

– هېڅ امکان نه لري چې د یو شي په کیفیت کې فرق راولو او کمیت کې هېڅ فرق رانشي.

ډاکتر نورالحبیب نثار وايي چې د نورو ژبو کلمې به په خپله ژبه کې جذبوو خو پر دې پور شویو کلمو باید د خپلې ژبې ګرامري قاعدې تطبیق کړو. مثلاً «فارغ او مسوول» مو له عربي ژبې راخیستي دي، دا سمه ده چې په عربي کې یې جمع فارغین او مسوولین کېږي خو په پښتو کې یې جمع باید فارغان او مسوولان شي. د مجروح صاحب په نثر کې وینو چې عربي کلمې عربي جمعې لري او ځینې فارسي عبارتونه هم ټکي په ټکي ترجمه شوي دي، لکه دا : [تناقضات، سنن او روایات، تغییر ورکړي، تغییر کوونکی، تغییر ناپذیر، تناسبات، …]

«د جبر او اختیار دیالکتیک» په ځینو ځایونو کې ښکلې تشبیه ګانې وینو چې د هنري نثر تنده پرې ماتېدای شي، مثلاً: «موږ احساسات لرو چې کله ګډوډ وي او کله آرام وي. موږ عواطف لرو چې کله طوفاني وي او کله د سبا د باد په شان پسته الوتنه کوي. موږ خاطرات لرو چې کله زموږ په مخ صحنې جوړوي او زموږ له نظره داسې تېرېږي لکه د اوسني ژوند واقعات او کله راڅخه داسې ورک شي لکه په ژور کوهي کې چې لویدلي وي او راویستل یې امکان نه لري.»

دغه بل پراګراف هم دغه کمال لري: «فرد یو جلا موجود دی او ځانته مخصوص صفات لري او اجتماع یو مستقل واقعیت دی چې له فردي حقایقو سره هېڅ تشبیه کېدای نه شي، لکه اکسیژن او هیدروژن چې سره جدا دي، خپل مخصوص کیمیاوي خواص لري او چې سره یوځای شي اوبه ترې جوړې شي چې خواص یې نه د هیدروژن له خواصو سره مشابهت لري او نه له اکسیژن سره.»

د پوهاند مجروح د دې اثر بل کمال دا دی چې تر ډېره بریده یې له مبالغې ډډه کړې ده. قضاوتونه یې علمي او بې پرې دي. اکثره خبرې یې دقیقې او سمې دي. خو یو نیم ځای کې یې داسې څه ویلي دي چې زما په فکر یو څه مبالغه په کې شوې ده. مثلاً، د ماشوم د شخصیت د جوړېدو په باره کې وايي: «… د زېږېدو په وخت کې د طفل روحي نشؤنما نه د کوم ارثي او نه د کوم فامیلي جبر تابع ده. تربیوي او فامیلي محیط هر کوچني ته یوازې وسایل او مواد په لاس ورکوي …. دا [د شخصیت د جوړېدو] اساسي علت د طفل انتخابي قدرت دی او په هغو بې شمارو عواملو او وسایلو کې چې محیط یې کوچني ته وړاندې کوي، کوچنی په کې د خپل شخصیت د چوکاټ بندۍ لپاره ځینې انتخابوي.»

دلته ماشوم د خپل شخصیت په جوړولو کې مسوول ګڼل شوی دی. حال دا چې ماشوم دومره ذهني او روحي وده نه وي کړې چې دومره لوی مسوولیت ورباندې وتپو. که داسې وای نو د روزنې مسأله او روزنیزوه ارواپوهنه به ولې راټوکېدلې. دا له ماشوم سره د کورنۍ او شاوخوا وګړو چلند دی چې د هغه شخصیت ټاکي. مثلاً هر ماشوم د حقارت احساس ځکه لري چې په فزیکي او ذهني لحاظ تر لویانو کمزوری وي. اوس نو که میندې پلرونه د ماشوم په روزنه وپوهېږي، ورسره سم چلند وکړي، مینه ورکړي نو د حقارت احساس په غوټه نه بدلېږي. برعکس، که له ماشوم سره نا سم چلند وشي، هغه ورټل شي، سپک شي، ووهل شي … نو د حقارت طبیعي او نارمل احساس د حقارت په غوټه بدلېږي چې وروسته بیا د هغه د سلوک کنټرول په خپل لاس کې نیسي.

بل ځای استاد مجروح د آلفرد آدلر د نظریې پر اساس وايي: «د یو مطلق تفوق په لاس راوړل داسې یو غیر ممکن ایدال [آیډیال] دی چې د ټولو روحي امراضو او انحرافونو په عمق کې دا د مطلق تفوق او مطلقې برترۍ مقصد پروت دی.» دا سمه ده چې د ډېرو سلوکي انحرافونو او اروايي ناروغیو علت کېدای شي د حقارت غوټه او ناممکنې برلاسۍ ته د رسېدو تنده وي خو د ټولو نه. مثلاً د اوډیپ او الکټرا غوټې جنسي اساس لري، نه برترۍ ته د رسېدو عامل.

پوهاند مجروح د خرافي ذهنیت عامل داسې بیانوي: «سحري او افسانوي ذهنیت هم په داسې حالاتو کې پیدا کېږي؛ کله چې د انسان تماس له واقعیت سره ټینګ نه وي او د یو کار د کولو لپاره انسان د آفاقي وسایلو او عملي زیار او زحمت ضرورت احساس نه کړي، نو د جادو او سحر قدرت ته قایلېږي … مثلاً یو کارګر چې د خپلو مټو په زور غرونه چپه کوي، هېڅکله سحر او جادو ته نه شي قایلېدای، ځکه دی د خپل کار او عمل په وسیله له فیزیکي او طبیعي واقعیت سره مخامخ کېږي او پوهېږي چې له دې واقعیت سره د کومو آفاقي او محسوسو وسایلو په زور مقابله وکړي. کار او عملي زیار د عقلي پوهې لومړی اساسي قدم دی. حال دا چې یو بډای چې د سرمایې په زور مزدوران په کار اچوي او غرونه چپه کوي، له طبیعي او فزیکي واقعیت سره نه مخامخ کېږي … د ده په نظر سرمایه هغه اسرار آمیزه او افسانوي قدرت دی چې واقعي موانع د سترګو په رپ کې له منځه وړي.»

حال دا چې پر سحر او جادو باور زیاتره د ټولنې په ټیټو طبقو کې لیدل کېږي. استاد مجروح دلته د پانګوالو او شتمنو له فکري او ذهني هڅو څخه یو ډول انکار کړی دی. خو واقعیت دا دی چې د پیسو ګټل، تجارت او بزنس ځان ته استعداد او وړتیا غواړي. هرڅوک پیسې نه شي ګټلی. بلکې څوک چې د مټو (فزیکي) کارونو ته غاړه ږدي، په حقیقت کې دومره فکري او ذهني قوت نه لري چې تر هغه اسانه او ګټور کار وکړي. له بلې خوا خرافات په هغو ذهنونو کې ځاله کوي چې تفکر او تعقل په کې کم وي. د ذهن اصلي مالک تفکر او تعقل دی. څو پورې چې په سر کې فکر وي، پردي خرافات په کې د ورننوتلو زړه نه شي کولی. شته او پیسې خپل مالک ته په دنیا کې د ګرځېدو راګرځېدو، له مختلفو کسانو سره د لیده کاته او نور داسې فرصتونه په لاس ورکوي چې د هغه له فکري او ذهني ودې سره مرسته کولی شي. دا سمه ده چې خرافاتي ذهنیت ممکن د هرې طبقې په وګړو کې وي، خو فکر کوم دا خبره به دقیقه نه وي چې کارګر به له واقعیت سره د نزدیکت په وجه په سحر او جادو باور نه کوي.

بل ځای لولو: «کله چې یو فرد په خپلو نفسي حوادثو، په خپلو کرکټري عیبونو او د خپلو روحي رنځونو او دردونو پر عللو پوه شي، صحیح او دقیق معلومات پرې پیدا کړي، دی به نو په خپله اصلاح کېږي او دا روحي رنځونه له منځه ځي.» دا سمه خبره ده چې د خپلې روحي یا سلوکي ستونزې پر علت او رېښې پوهېدل، له چا سره مرسته کوي چې پر دې ستونزو بر شي او اصلاح یې کړي خو د روحي رنځ د ختمولو لپاره یوازې دا کافي نه ده، ځکه چې د روحي ستونزو په تېره بیا د اروايي غوټو رېښې ډېرې ژورې وي او په اسانۍ سره نه وچېږي.

همدارنګه د اروايي غوټې په هکله د پوهاند مجروح له دې خبرې څه نا څه د مبالغې بوی راځي: «هېڅ داسې فرد نشته چې روحي غوټه ونه لري او هېڅ داسې کرکټرونه نه شې موندلی چې له عیبه خالي وي.» د دې خبرې دوهمه برخه سمه ده چې هر څوک ځینې عیبونه لري، ممکن ډېر خلک اروايي او سلوکي ستونزې ولري او ځینې کسان اروايي غوټې خو ټول خلک په اروايي غوټه نه دي اخته. موږ پوهېږو چې اروايي غوټې خطرناکې په دې دي چې انسان ډېرو غیرنارملو او ناوړو کارونو ته مجبوروي او د شخص د ټولو چارو واګي په لاس کې اخلي. نو که هېڅ داسې فرد نه وي چې روحي غوټه ونه لري، دنیا به جنایتونه او جرمونه په سر واخلي.

فکر کوم «د جبر او اختیار دیالکتیک» د موضوع په لحاظ لا هم هماغومره نوی دی لکه د لیکلو په وخت کې چې و. زموږ نسل د دې کتاب لوستلو ته تر هاغه نسله لا زیات ضرورت لري چې استاد مجروح ورته لیکنې کولې. ځکه چې تعصبونو، کرکو، افراطي فکرونو او ایډیالوژي‌ګانو له ډېرو څخه د تفکر، استدلال او منطقي مباحثې امکان اخیستی دی او د فلسفي اثارو مطالعه به موږ ته دا امکان راکړي. مطمین یم چې د دې اثر له لوستلو وروسته به مو فکر لا پوخ شوی وي. نو تاسې د فکر د پخولو سفر پیل کړئ، زه درنه لاړم.

محب‌الله زغم

کابل، ۱۳۹۵، ۱۱، ۱۸

22 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *