Categories

اعلان

Loading…

حکمتیار د یوه لوی کاروان کپه بدرګه کابل ته راورسېد

تاند-  ګلبدین حکمتیار نن /پنجشنبه/ په یوه کاروان کې له ننګرهاره کابل ته ورسېد. د لارې په دواړو خواو کې په زرګونو خلک د حکمتیار د راتګ هرکلي ته درېدلي وو.

دا په ۱۹۹۶ م کال د طالبانو له لوري د کابل ښار له نیول کېدو وروسته لومړی ځل دی چې حکمتیار کابل ته ستنېږي.

کابل ته د حکمتیار د ستنېدو لپاره د اسلامي حزب او حکومت له لوري تیاري نیول شوې او د ښار په مهمو واټونو او چوکونو کې د حکمتیار عکسونه او پوسټرونه لګول شوي دي.

کابل ته د حکمتیار تر رسېدو وړاندې د اسلامي حزب په لسګونو بندیان خوشي شول.

ټاکل شوې ده چې د اسلامي حزب په سلګونو نور بندیان د هغې موافقې له مخې خوشي شي چې دغه ګوند له حکومت سره لاسلیک کړې ده.

حکمتیار ویلي چې په افغانستان کې جنګ هیڅ راز شرعي او حقوقي جواز نه لري او دی به په خپل هیواد کې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې ده چې حکمتیار په دارلامان واټ کې په خپل هستوګنځي کې د خپل ګوند له مشرانو سره له کتنې وروسته له ولسمشر غني سره د کتنې لپاره ماسپښین ارګ ته لاړ شي.

11 total views, 1 views today

1 comment

  1. سلیمان Reply

    د حکمتیار او هر بل ناراضي راتګ د هیواد او خلکو په ګټه دی. نور خلک د جګړې او بې کارۍ نه تنګ دی نو الله تعالی دې وکړي چې ټول جګړمار اوخفه افغانان سره د ورونو غوندې په یو ټغر کیني.
    خو بېچاره خلکو ته دې د خپلو غونډو او سفرونو په دوران کې تکلیف نه ورکوي. يکشنبه د یو کار لپاره جلال اباد ته لاړم د حکمتیار له امله ټولې لارې بندې لارې بندې وې او نن بیرته راتلم په خپل سفر او د حکمتیار په راتګ پښیمانه شوم. نو د ځان سره مې وویل چې نور دې خدای بل هیڅوک نه راولي چې خلکو ته یې ګټه نامعلومه وي خو تکلیف ورکوي.

Leave a Reply to سلیمان Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *