Categories

اعلان

Loading…

په جرمني کې یو افغان د یوې ښځې د وژلو په تور ونیول شو

تاند- په جرمني کې یو افغان پناه غوښتونکی په دې شک نیول شوی چې یوه ښځه یې په دې خاطر په چاړه وهلې او وژلې چې هغه عیسویت ته اوښتې ده.

۳۸ کلنه فاطمه د بایرن ایالت د پرین ښار د یوه سوپرمارکیټ مخته د شنبې په ورځ په چاړه وهل شوې ده.

فاطمې، چې د خپل ۱۱ کلن ماشوم په وړاندې د ۲۹ کلن افغان پناه غوښتونکي له لوري ووهل شوه، وروسته د سختو ټپونو له کبله سا پرې کړه.

شاهدانو وویل چې دغه پناه غوښتونکي لومړی ښځه په چاړې ووهله او بیا یې هغه له ستوني ونیوله.

یوه شاهد، چې سخت ډار شوی و، وویل «ما سختې چیغې واورېدې. چې ویل یې له ده سره چاړه ده ما ووژني. یوه زړه ور سړي هڅه وکړه چې مخه یې ونیسي؛ خو کار تر کار تېر شوی و، مځکه په وینو سره وه؛ ډېره وحشتناکه پېښه وه.»

یوه بل شاهد وویل، حمله کوونکی د سوپر مارکیټ مخته د ښځې د ناستې ځای ته په مخامخ چوکۍ کښېناست او بیا یې پرې حمله وکړه.

تورن له نیول کېدو وروسته د ارواپوهنې روغتون ته لېږل شوی دی ځکه چې دا ډول کسان عموماً په رواني یا روحي ناروغي اخته وي.

اوس پولیس په دې اړه څېړنې کوي چې ممکن پر ښځې د دې لپاره حمله شوې وي چې هغه له اسلامه مسحیت ته اوښتې وه.

وژل شوې ښځه په ۲۰۱۱ م کال جرمني ته تللې ده.

د حمله کوونکي په اړه ویل شوي چې په ۲۰۱۳ م کال جرمني ته رسېدلی او د پناه غوښتونکو په پناهځای کې اوسېده.

260 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2