Categories

اعلان

Loading…

د امریکا پوځ د خپلې عکاسې د ژوند د وروستیو شېبو عکس خپور کړ

تاند- د امریکا پوځ د لومړي ځل لپاره هغه عکس خپور کړ چې په هغه کې د افغانستان د جګړې د عکاسې د وژل کېدو وروستۍ شېبه اخیستل شوې ده.

د ستار انډ سترایپس د راپور له مخې، دا عکس، چې وینئ، هیلدا کلایټن تر وژل کېدو یوازې څو ثانیې وړاندې اخیستی دی.

اغلې کلایټن د امریکا په څلورم توپچي فرقه کې پوځي خدمت کاوه.

هیلدا کلایټن

کلایټن د دغه عکس د اخیستلو په مهال د یوه هاوان د ګولۍ په چاودنه کې ووژل شوه. د هاوان په مرمۍ د افغانستان د ملي اردو ۴ غړي هم شهیدان شول.

دا د امریکا د پوځ یوه تکړه مستند جوړوونکې عکاسه وه.

د امریکا دفاع وزارت وايي چې له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري د افغانستان په جګړه کې د امریکا ۲۳۶۶ پوځیان او پوځیانې وژل شوي او ۲۰ زره ۱۶۶ نور ژوبل شوي دي.

93 total views, 4 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *