Categories

اعلان

Loading…

سعودي شهزاده ایران د اسلامي نړۍ د نیولو لپاره پر هڅې تورن کړ

تاند- د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د اختلافاتو په دوام کې د سعودي مرستیال ولیعهد پرون (سې شنبه) په یوه مرکه کې وویل، د دې لپاره چې د ایران شیعه رژیم د اسلامي نړۍ د نیولو هیلې لري، له دغه هیواد سره خبرې اترې نه شي کېدای.

سعودي شهزاده محمد بن سلمان په خپله مرکه کې، چې د دغه هیواد په ګڼو تلویزیوني چاینلونو کې خپره شوه، په دې رڼا واچوله چې دی خپل سیال ایران ته په څه سترګه ګوري.

ده له ایران سره اختلاف ته فرقوي رنګ ورکړ، ویې ویل چې د ایران هدف دا دی چې اسلامي نړۍ کنټرول کړي او د حضرت امام مهدي د ظهور لپاره د تیاري په هدف شیعه مذهبي نظریه خپره کړي.

شیعه مسلمانان باور لري چې حضرت مهدي د دوی دوولسم یا وروستی امام دی، په نهمه پېړۍ کې غایب شوی او یوه ورځ به د عدالت د راوستلو لپاره په مځکه کې ظهور وکړي.

کله چې د سعودي عربستان له مرستیال ولیعهد محمد بن سلمان څخه وپوښتل شول چې له ایران سره د مخامخ خبرو احتمال ویني، ده وویل«څرنګه کېدای شي چې له هغه چا یا رژیم سره څوک تفاهم ته ورسېږي چې پر سختدریځې ایدیالوژۍ ایمان لري.»

ده زیاته کړه«زموږ ترمنځ شریکې ګټې څه دي؟ څرنګه کېدای شي چې له ایران سره تفاهم ته ورسېږم؟»

یو دېرش کلن محمد بن سلمان، چې په ۲۰۱۵ م کال د پاچا سلیمان له لوري مرستیال ولیعهد ونومول شو، اوس د سعودي عربستان دفاع وزیر دی او د ایران پلوو حوثي شیعه ګانو پر ضد د یمن د جګړې څارنه کوي.

دی همداراز د سعودي عربستان د اقتصادي چارو څارنه په غاړه لري او د هغه ستر پروګرام مسوولیت لري چې د سعودي د اقتصادي ودې لپاره چمتو شوی دی.

د ایران او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې په ۱۹۷۹ م کال د ایران د اسلامي انقلاب له وخته خرابې شوي. هر یو غواړی چې په اسلامي نړۍ کې زیات قدرتمن وي او د اسلامي نړۍ مشري وکړي.

په وروستیو کې د سعودي او ایران اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې چې ایراني مظاهره چیانو په تهران او مشهد کې د سعودی عربستان پر دیپلوماتیکو مرکزونو حملې وکړې او په نتیجه کې یې سعودی خپل دیپلوماتان له سعودي عربستانه وایستل.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *