Categories

اعلان

Loading…

جبر اختیار او دیالکتیک/ نجیب منلی

د فلسفي بحثونو یوه ستره ستونزه دا ده چې د مفاهیمو تعریف په کې خورا دروند فرهنګي بار لري. د پوښتنې مطرح کول او بیا پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه له لومړي سره له واقعیتونو سره د هرې ټولنې د تاریخي – فکري پس منظر په رڼا کې کېږي.

ارسطو، د نیکوماک په اخلاقو کې، د عمل محرک اراده بولي. اراده په خپله دوه اجزا لري. لومړی باید کړنه د شخص د خپلې عندي پرېکړې په اساس وي. او بل باید شخص د کړنې په کولو او نه کولو کې خپلواک وي . که پرته له ارادې، په خپل سر، یا په تصادفي توګه له چا کومه کړنه  کېږي، یا د بل چا له خوا یو کار ته اړایستل کېږي یا عیني شرایط داسې راځي چې شخص په انفعالي ډول غبرګون ښیي نو دا کړنه د هغه شخص عمل نه بلل کېږي. دویم جز یې دا دی چې شخص باید په شعوري ډول د یو کار کولو یا نه کولو ته مخه کړي، که په ناپوهۍ کې یو څه کوي، دا هم د هغه عمل نه شي بلل کېدای.

د ارسطو په اند جبر او اختیار دواړه منتفي دي یوازینی څه چې باید په نظر کې ونیول شي د شخص اراده ده.

د جبر او اختیار موضوع تر ارسطو شاوخوا شپږ پېړۍ وروسته د سنت اوګوستین په نظریاتو کې مطرح کېږي. سنت اوګوستین د «خپلواکې پرېکړې»(libero arbitrio) او د علیت د اصل پر اساس مخکې له مخکې تعین شوي عمل (Determinismus) په بحث کې دا خبره مطرح کوي چې که هر څه خدای پیدا کړي دي نود ګونا مفهوم له کومه شو؟ دلته بیا هم د یو فرهنګي ارزښت پر بنسټ فکري لاره تعریفېږي: نېکي او بدي شته، نېکي پرته له کوم شکه د خدای له لوري ده، څکه چې خدای «نېک» دی نو بدي له کومه شوه. یا به دا منو چې بدي هم د خدای له لوري ده او دلته د خدای په وجود کې تناقض را منځ ته کېږي، چې دا محال دی، یا به د نېکۍ له پاره یوه سرچینه او د بدۍ له پاره بله سرچینه منو چې دلته د وحدانیت اصل نفی کېږي او یا به دریمه لار غوره کوو چې  خدای انسان ته د نېکۍ او بدۍ دواړو تر منځ د انتخاب وس ورکړی دی او انسان په خپلواکه توګه په دوو کارونو کې یو کوي.

لکه څرنګه چې د ارسطو په تعریف کې اراده یو فرهنګي اصل و، د سنت اوګوستین په تعریف خپلواکه پرېکړه دقیقاً یو فرهنګي مفهوم دی.

په الماني فلسفه کې، او په مشخص ډول د کانت په نطریه کې د «غوښتلو ازادي» (Willensfreiheit) یا په انګرېزي کې «خپلواکه غوښتنه» (Free Will) بیا هم له نړۍ سره د شخص پر فرهنګي تړاو ولاړه ده.

په عربي فلسفه کې «اختیار» د خیر له ریښې اخیستل شوی یعنې انسان دا وړتیا لري چې په خپل چاپېریال کې د «ښه» او «نا ښه» تر منځ تفکیک وکړي خو په مقابل کې یې «جبر» د تړلو او د ماتو د رغولو مفهوم لېږدوي چې تر شا یې بیا هم یو فرهنګي ارزښت لیدل کېږي.

د جبر او اختیار موضوع چې پېچلې ده، یو علت یې همدغه دروند فرهنګی بار دی چې بېلابېل فلاسفه د یوې مشخصې ستونزې پر وړاندې، مخکې له دې چې د جړې مشوړې د تار سر پیدا کړي د خپلو لاشعوري، فرهنګي، فرضیو له مخې په لاس کې د مشوړې له نیولو سره د تار د سر په پیدا کولو کې له ستونزو سره مخ کېږي او د مشوړې د سپړلو له پاره بېلابېل تخنیکونه او تاکتیکونه کاروي.

دیالکتیک هم د نفی او اثبات په لومو کې ښکېل دي او «جدل» تر بل هر څه دومره دروند فرهنګي بار لري چې د استدلالیانو لرګینه پښه یې د پورته کولو وس نه لري.

په دې لنډکۍ، غیر مسلکي لیکنه کې زه دا ادعا نه لرم چې د جبر او اختیار د یالیکتیکي ستونزه څېړلای شم. غواړم چې د فلسفي د بحث فرهنګي بعد په منلو دا موضوع له یو بل اړخه راونیسم.

خدای و، او له خدای پرته هېڅ نه و. دغه مطلق وجود پرته له دې چې و، بل کوم خاصیت یې نه درلود. نه څه وو او نه څه کېدای شول. په دې کې خدای اراده وکړه چې خپل مطلق وجود ته لوری ورکړي. د خدای د ارادې پایله دا شوه چې «کن» یې وویل او کاینات و پنځېدل. د «کن» له ویلو سره سم، هم مکان پیدا شو، هم حرکت را منځ ته شو. د مکان او حرکت امتزاج زمان ممکن کړ. د مکان، حرکت او زمان له یو ځای کېدو د علیت لړۍ پیل شوه او د کایناتو د اجزاوو تر منځ دیالکتیک روابط ایجاد شول.

د «کن» په ویلو، د خدای په وجود کې، د خدای په خپله مطلقه اراده، د خالقیت اصل تحقق وموند. د خالقیت معلول، خلقت، د علیت د تمکین ظرف شو. علیت د «جبر» بل نوم دی. اوس که دغه جبر په هر فرهنګي ظرف کې واچول شي، ماهیت یې هماغه یو دی او د خالق په شمول، پر ټولو موجوداتو حاکم دی. حتی که خالق، په خپله مطلقه اراده و غواړي چې خلقت نېست کړي، دغه نېستول به یې هم د «کن» معلول وي.

د علیت تر جبر ور اخوا، نو بیا کېدای شي چې د «اختیار» موضوع مطرح شي. کاینات شته او شتون یې د مکان، حرکت او زمان په ظرف کې تمکین مومي. خو د تمکین د مفهوم ترشا بیا د علیت لړۍ ښکاري. د علیت اصل ته په پام، هر، د ارادې خاوند موجود د خپلې محدودې ارادې په محوطه کې مختار دی.

که د قرآن له نظره دې ټکي ته وګورو نو د انسان د اختیار موضوع هم د انسان له خلقت سره تړلې ده. تر انسان د مخه ملائک وو. هغوی اراده نه لري. داسې کېدای شي چې د خدای په کارونو کې د خپل فهم او ادراک په اندازه نظر ولري خو دا نظر یې په هېڅ ډول د علیت لړۍ ته نه لوېږي. حتی ابلیس چې بغاوت یې وکړ (او ممکن سړی دا ووایي چې بغاوت کول د اختیار مظهر دی)، خو دغه بغاوت یې هم د ایجاد او تخلیق تر پایې نه رسېږي.

یوازینی موجود چې خدای ورته د ایجاد او تخلیق واک ورکړی دی انسان دی. نو د جبر او اختیار موضوع هم یوازې د انسان له پاره مطرح کېدای شي.

د جبر او اختیار تر منځ د دیالکتیک تړاو په رڼا کې دا ویل ممکن دي چې تر هغه ځایه چې د کایناتو د ذاتي قوانینو محدوده ده، انسان مجبور دی. له مکان، حرکت او زمان زېږېدلي فزیکي قوانین پر انسان حاکم دي او هېڅ تېښته ترې نه شته خو په هغه محدوده کې چې انسان ته اراده ورکړل شوې، انسان مختار او مسوول دي.

51 total views, 1 views today

1 comment

  1. ع.شريف زاد Reply

    سلام
    مخكي له دي جي به فلسفي بحث ته لا ر سو سه به داوي جي د رياضي به حساب او له هغه نه ددي قضي علمي ارخ به سوره رحمن كي شه ثبوت لري جي ارسطو يي به نظر كي هم نه راضي وبشي نيوكه نه ده يوازي ددي علمي ليكني به برخه كي نظر شريك كول دي
    ما بشتو قانت سملايي نه دراود نو العدر عند كرامالناس

Leave a Reply to ع.شريف زاد Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *