Categories

اعلان

Loading…

د کابل په برید کې د ۱۱ تنو د وژل کېدو ادعا کېږي

د کابل په نننۍ (چهارشنبه) تروریستي حمله کې د تلفاتو شمېر ۱۱ تنو ته ورسېد.

د وروستیو راپورونو له مخې په دې برید کې، چې سهار اته بجې د امریکا سفارت ته نژدې وشوه، ۸ ملکي افغانان او ۳ بهرني پوځیان وژل شوي دي. ځینې راپورونه وايي چې بهرنیان یوازې ټپیان شوي دي.

په دې پېښه کې ۲۵ نور افغانان ژوبل شوي دي. ټول ټپیان هم ملکیان دي.

داعش یا د اسلامي دولت وسله والې سختدریځې ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست یوه چارواکي وویل چې د دې برید په اړه یې درې ورځې وړاندې معلومات ترلاسه کړي وو.

د دې ریاست په وینا په استخباراتي معلوماتو کې ویل شوي و چې په پلازمېنه کابل کې د ناټو کاروان په نخښه کېږي.

دا برید یوه ورځ وروسته له دې وشو چې د پاکستان د استخباراتو ريیس کابل ته راغی او له افغانستان چارواکو سره یې وکتل.

ویل شوي چې د پاکستان د استخباراتو ريیس ته توندې او زغردې خبرې شوي دي.

10 total views, 2 views today

1 comment

  1. حسن Reply

    دا هم د توندو او زغردو خبرو ځواب د ملا آی اس آی له خوا چې زمونږ یولس تنه مظلوم هېواوال شهیدان او 25 نور ټپیان شول. که مونږ هم بالمثله ديپلوماسي وکړو شاید پنجابیان هم ژر د افغانستان په باب خپله پالیسي بدله کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *