Categories

اعلان

Loading…

د حکمتيار د راتګ په پلمه: افغان ملت، له ناروا جګړې تر ناروا تعصبه

ذبيح الله احساس

پرون مو د يوې ناروا جګړې په ټس کې د وطن ټول بنسټونه له منځه يوړل او نن د هماغې پرونۍ جګړې په وير را لوی شوی نسل د قومي سياست او تعصب پر بنسټ پر افغان ځمکه د کرکې نوي تخمونه شيندي، چې له هغې ناروا جګړې به يې زيان خورا ډېر وي.

په تېره يوه نيمه لسيزه کې د دغو بنسټونو د رغېدو هڅې شوي او لا هم روانې دي، چې له ټولو مهم اړخ يې د ځوان کهول فکري وده ده؛ تته ده، کم رنګه ده او کمزورې ده خو روانه ده.

د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار له ښکاره کېدو سره، د فکري ويښتابه ډېری سپېڅلي مبارزين د حوصلې او زغم او ازميښت پر ځای د عقده پالنې په سنګر کې ناست ستړي سرتېري بريښي.

يو حقيقت بايد ومنوو، چې لا به هم ډېر کلونه په افغانستان کې د سياست بنسټ د قوم په اډانه جوړېږي، دا هم مجبوريت دی او هم د شته بې باوريو له امله اړتيا ده. د ملت له همدې اړتيا او مجبوريو د جګړيز سياست نوي روشنفکره ته ورته قومي مهرې د خپل تېر نسل د خاميو د پټېدو په موخه ناوړه ګټه هم پورته کوي.

کنه د اينجينر ګلبدين حکمتيار په راتګ به د خوښۍ له ټولو ډېرې چغې پښتنو نه وهلې، د عطامحمد نور او ضيامسعود خبرو ته به يوازې تاجکانو لاسونه نه پړکول، دوستم به يوازې د ازبک رهبر نه و او محقق او خليلي به باميانو ته ټول افغانستان نه وايه.

هغه فکر، چې موخه يې يوازې او يوازې پرمختللی افغانستان دی. له حکمتيار سره تر طالبانو دورې پورې د حالت حساب نه کوي؛ ځکه چې له دې تورې دورې اخوا د خپلمنځي جګړو په وينو د لړلې دورې ګرمتيا کې د حکمتيار د هغه مهال ټول جهادي ملګري ګرم دي، هغه چې نيم مړه دي او نيم له تېرې يوې نيمې لسيزې د شته نظام مهمه برخه ده.

د همدې اړخونو هوښياري په همدې کې وه، چې خپل پرونی جګړيز سياست يې پر نوي سياست بدل کړ، اقتصاد يې پياوړی کړ او د همدې دورې د سياسي او اقتصادي ځواک له مخې اوس مهم اړخونه دي.

د ښاغلي حکمتيار ګرمتيا همدلته ده، چې د ده په نشتوالي کې له تېرې يوې نيمې لسيزې د افغانستان د کورني سياست انډول نېمګړی و او دغه نېمګړتيا د جهادي امتيازونو ډنډوره وه، چې د قومي سياست تر سيوري لاندې راغله او ټولو ترې ناوړه ګټه پورته کړه.

زه ډاډه يم، که چېرې هغه سياسي اعتراف، چې په لغمان کې ښاغلي حکمتيار د خپل ظهور په رسمي غونډه کې وکړ، د بن له پرېکړې وروسته شوی وای؛ نو نن  به موږ لږ تر لږه د ملي سياست پر لور د ګام اخيستو په چل پوه وو.

خو له دې خبرو به مو موخه دا نه وي، چې ښاغلی حکمتيار دې تل د خپل فکري ترازو په تله کې د پرونيو سياسي سهوو پر کاڼو وتلوو او کرښه دې پرې کش کړو، ځکه دغه اعتراف بايد موږ هم وکړو، چې د ده په څېر د ټولو اړخونو د تللو نه وس لرو او نه يې کاڼي راسره شته.

دا ښکاره، چې پر وطن د تېر شوي ناورين وروسته دې په ټولو اړخونو انتقالي عدالت پلی شي؛ خو دا مجبوريت بايد ومنوو، چې لا هم د سياسي او فکري فقر په داسې ګرداب کې ګير يوو، چې د دغه عدالت چغه پورته کول، بېرته د افغانستان په زيان تمامېږي.

موږ حکمتيار ته اړتيا لرو او ځکه يې لرو، چې د ننني حکمتيار خبرې له پروني حکمتيار سره ځمکه او اسمان توپير کوي او د سالم پرمختللي افغانستان په ګټه دي.

دی او د حزب وسلوال له تېرې يوې نيمې لسيزې د افغان دولت پر وړاندې جنګېدل او خپله جګړه يې روا هم بلله. د حکمتيار وسلوالو پرون د ملي اردو او ملي پوليسو پر سرتېرو ډز کول جهاد باله؛ خو ننی حکمتيار د دغو کرښو سرتېري د وطن ساتونکي بولي، پر وړاندې يې روانه جګړه د پرديو جګړه بولي او همدې خبرو يې د ملي اردو سرتېري ته دومره زړه ورکړی، چې نه يوازې له حکمتيار څخه ډار نه کړي، بلکې د روغبړ پر مهال يې لاسونه ښکلوي.

يو داسې کس، چې د عمر ډېره برخه يې د دې وطن په خاطر په روا او ناروا جګړو کې تېره شوه، نن درته په خلاص ستوني په خپلو سياسي او نظامي سهوو اعتراف کوي؛ خو زه دې په خپلې بې غرضۍ دومره مغرور اوسم، چې لا يې په سپين او تور اړوم.

نه؛ دا نو د فکري ودې لپاره سمه چاره نه ده. دا به نه هېروو، چې لا هم په افغانستان کې د سالم فکر وده د اوسني سياست سيوري ته مجبوره ده.

لږ تر لږه ما داسې ګومان نه کوه، چې د يو سخت دريزه جهادي ډلې سخت دريزه مشر دې تر دې دمه په هر څه باندې اعتراف وکړي.

په لغمان کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار خبرې له يوه سره د هغو ټولو کړنو په خلاف وي، چې لږ تر لږه دی پرې په تېره لسيزه کې پېژندل کېده.

د طالبانو له پرزېدو وروسته د افغانستان د نظام پر وړاندې دوه عمده وسلوالې ډلې جنګېدې، چې يو مهم اړخ يې د ښاغلي حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي و.

دې کې شک نه شته، چې دوی هم لکه وسلوال طالبان د خپلې خاورې پر وړاندې پر وږه د ايښي ټوپک مرمۍ له هغه ځايه تر لاسه کوله، کومه ځمکه چې زموږ پر سيمه د سوکالۍ ټغر غوړېدل نه غواړي.

خو اوس بايد د نوي حکمتيار هرکلی وکړو، دی نور هم ډاډه کړو، چې د خپلو شويو څرګندونو د عملي کېدو په فکر کې شي.

د خبرو په پيل کې يې له امنيتي ځواکونو د مننې په دود يې دې جملې خوند راکړ: ((له امنيتي ځواکونو مننه، چې هغوی دلته په خدمت لګيا دي او قرباني ورکوي.))

ورپسې يې کړه:

((موږ داسې جګړه نه شو زغملی چې په جومات کې په سجده پروت انسان باندې ډزې کېږي او هغه چې ډزې کوي، ګومان کوي، چې له دې لارې جنت ته ځي، خدای دې کور وران کړه، په دې عقل دې ټکه پرېوزي.))

همداراز:

((په دې جنګ کې يوازې د افغان کور ورانېږي))

له ټولو ستر بدلون دا دی، چې ښاغلی حکمتيار نه يوازې ټوپک کېښود، بلکې هغو پسې دی او نه يې پرېږدی، چې لا يې هم د وطن د بربادۍ په موخه پردۍ ټوپک پر اوږه دی.

وسلوالو طالبانو ته يې ښکاره وويل:

((نور له دې بېهوده، بې مانا او نامقدسې جګړې لاس واخلئ، د سولې له کاروان سره يوځای شئ.

هلته مو د مصالحې لړۍ پيل کړه، چې وموليدل دا جنګ بېهوده دی، په دې جنګ کې يوازې افغان مري.))

اوس نو که فکري مبارزين د پخوانيو کړنو څېړنې کوي؛ نو لومړی خو يې د سولې پر وړاندې خنډ جوړ کړ. بله مهمه مسله دا ده، چې موږ له تېرې يوې نيمې لسيزې د همدې حکمتيار د ناروا جګړې نور ټول ملګري منلي، بلکې د ورځني سياست د مجبوريو له امله راباندې منل شوي؛ نو سل په لالي پورې يوه يې د بنګړو.

د حزب اسلامي شته بدلون بايد دا زړه راکړي، چې لږ تر لږه د ملت هغه اړخ، چې لا هم د پخوانيو جګړيزو او اوسنيو سياسي ګوندونو په ولکه کې دي،  ورسره د خبرو کولو ټولې لارې بندې نه کړو.

له روس سره د شوي جهاد د مشرتابه ټول اړخونه، د وطن ساتنې د دغه جهاد تر څنګ د ناروا جګړې رهبران هم دي، چې ملت يې هم پکې ښکېل کړ. اوس نو دا نه ده په کار، چې موږ دې د دوی د پرونۍ جګړې له امله نني ناروا تعصب ته لمن ووهوو. سبانی تاريخ به مو بيا د همدوی په څېر همداسې ملامتوي، لکه موږ ته چې په ځينو برخو کې دوی ملامت دي.

دا به زما حق وي، چې په دغو ګوندونو کې له يو سره هم فکري تار ونه غځوم، خو دا به مې خيانت کړی وی، چې له دوی سره د شته بدلون سربېره هم د خبرو ټولو دراوزې وتړم او د وچ فکري تعصب پر بنا د افغان ملت تر منځ يو بل واټن جوړېدو ته زمينه برابره کړم.

حزب اسلامي يو ځل بيا د ملي سياست په ستر ازميښت کې دی. لا هم په هېواد کې د تېرې يوې نيمې لسيزې د فکري بدلون سربېره د سياست د خيمې مزی په قومي تارونو کلک شوي دي.

دغه وس په ښاغلي حکمتيار کې شته، چې لومړی خپل حزب د يو وطنپال ګوند په توګه افغان ملت ته وروپېژني. د خپل ګوند له منځه د سخت دريزۍ او شخص محورۍ د سياست پر نېمګړتياوو خپل پلويان پوه کړي او دا ګوته څنډنه هم ورته وکړي، چې ننی افغانستان پرونی هغه نه دی.

د سوچه اسلامي نظام راتګ د هر افغان هيله ده، بلکې اړتيا ده؛ خو افغانستان اوسمهال سوچه مذهبي مشر ته نه بلکې، له نړيوالو کړکيو راتلونکو بادونو ته په پام سره؛ موږ د نظام تر څنګ مذهبي مسايلو باندې پوه، په دين کې د وطن پالنې د رنګ د جوتېدو په هنر بلد ملي سياسي سړي ته اړتيا لرو، چې دغه کوشش بايد حکمتيار صيب وکړي.

له هغو ملګرو مې هيله ده، چې له حزب سره نږدې تړاو لري او حکمتيار صيب سره يې راشه درشه وي؛ نو دغه ليک دې ورورسوي.

د غويي۱۳مه، ۱۳۹۶لمريز/بلخ

4 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *