Categories

اعلان

Loading…

د بیان ازادي/ ببرک دروېش

نړۍ، د مۍ دریمه د بیان د ازادۍ د ورځې په نوم نمانځي، افغانستان هم اوس په هغه کتار کې دی چې ددغې ورځې د نمانځلو تمثیل کوي

له نن شاوخو اتلس کاله وړاندې ددې هېواد اوسیدونکو د خپل برخلیک د ټاکلو حق نه درلود، ولس به د حاکم نظام هره پریکړه د کومې پوښتنې او غبرګون پرته منله چې دا د استبدادي نظامونو له ځانګړتیاو ده

ددې هېواد د هروګړي په زړه کې د هر نظام د ظلمونو په اړه کتابونه کتابونه خبرې لیکل شوې وې خو بیان یې د سر په بیه و.

د طالبانو واکمنۍ په ړنګیدو د ډیموکراسۍ نوی باب خلاص شو چې د لسیزو سکوت یې مات او خلکو ته یې د حاکم پر وړاندې د خبرو کولو هیلې وبښلې.

نړیوالې ټولنې د بیان ازادۍ لپاره پانګونه وکړه، راډیوګانې، ټلویزیونونه جوړ شول، ورځپاڼۍ، اونیزي او میاشتنۍ چاپ شوې.

د رسنیو بازار تود شو، حکومت د خصوصي سکتور د ودې لپاره شرایط او اصول نرم کړل، همداو چې دوست او دښمن، هېواد پال او پردې پال  پانګونه وکړه.

بهرنیو هېوادونو او استخباراتي کړیو د وخت له دغو فرصتونو سمه ګټه پورته کړه، د رسنیو مالي ملاتړ ته بهرنیو سفارتونو راودانګل، د افغان رسنیو له ادرسه په ولس پردي غږونه کېدل، حاکم نظام په بې پروایۍ په هر څه غوږونه کاڼه کړی وو ځکه دوی  بیان ازادۍ ته ځانونه ژمن بلل!

له بده مرغه د بیان له ازادۍ ناسم تعبیر وشو، په دومره شدت او زور خولې خلاصې شوې چې هر ډول چوکاټ او پوله یې ونړوله.

هو دلته مخکنیو حاکمو نظامونو الهي ارشادات له خلکو غلا کړي وو، د هغوی په خوله یې لاس اېښی و او یا خو د هغوی جبر او زور په خلکو سکوت راوستی وو.

بې له شکه چې د بیان ازادي د ټولنې د اصلاح یواځنۍ لار ده خو د ډيموکراسۍ دغه مهم اصل اوس هر څوک د خپلې ګټې سره سم کاروي، دهرې اصلاح لپاره چې غږ پورته شوی، پردیو ګټو ته ژمن کسانو او ځان غوښتونکو د بیان پر ازادۍ ګذار بللی، دوی اوس دومره د بیان ازادۍ نشه کړي چې ملي ګټې او اسلامي او ملي ارزښتونه یې له پامه غورځیدلي.

هو، زمونږ نظامونه او مسول چارواکي تیروتي دي، مونږ د کمونیزم لپاره اسلام، د جهاد لپاره ملي ګټې او اوس د ډیموکراسۍ لپاره خپل ملي هویت، فرهنګ او یووالی قرباني کوو.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *