Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر د ای‌ايس‌ای مشر ته پرېکړی ځواب ورکړی

د پاکستان د استخباراتي شبکې آی ایس آی مشر نويد مختار په کابل کې د ولسمشر په ګډون له لوړپوړيو افغان چارواکيو سره په کتنو کې له سختو او زغردو پوښتنو سره مخامخ شو.

تاند ته باوري سرچينو ويلي دي چې ولسمشر غني له مختار سره د خبرو پر مهال، هغه ته پرېکنده ځواب ورکړی او ګواښ يې کړی دی چې تر څو پاکستان د افغانستان غوښتنو ته غاړه کښې‌نه‌ږدي، نه به کوم افغان پلاوی پاکستان ته ولاړ شي او نه هم کابل ته د کوم پاکستاني پلاوي راتګ ته زړه ښه کوي.

د سرچينو په خبره، پاکستاني استخباراتو ته د زیات شمېر شواهدو او اسنادو په ورکولو سربېره، ولسمشر نويد مختار ته په تنده لهجه ويلي چې تر هغه وخته پر پاکستان باور نه‌شي کولای تر څو يې چې د افغانستان غوښتنو ته ځواب نه وي يلی.

“په دغو غوښتنو کې ويل شوي چې د کندهار د پېښې (چې د اماراتو ډيپلوماټان او افغانان په‌کې شهيدان شوي) او پر افغان امريکايي پوهنتون د بريد مسوول مولوي احمد کندهاری چې په کويټه کې د پاکستان د استخباراتو په نظامي اډو کې انتحاريان روزي افغان حکومت ته وسپاري.

د طالب مشرانو ۸۴ کسیز ليسټ چې د کابل له‌خوا اسلام اباد ته سپارل شوی و، د هغو پر ضد دې اقدام وشي.

په بلخ کې پر شاهین قول اردو برید چې په پېښور کې طرحه شوی و مسوولین يې افغان حکومت ته وسپارل شي.”

همدارنګه له نويد مختار سره هغه ثبوتونه هم شريک شوي چې په‌کې د طالبانو مشران د منصوري عملياتو فرمان د پاکستان له کراچۍ، پېښور، کوټې او شمالي وزیرستان څخه د ټلېفوني مکالمې له لارې صادروي او په دغه سېمو کې طالب مشران د پاکستاني استخباراتو تر پوښښ لاندې مشورتي غونډې کوي.

66 total views, 2 views today

2 comments

  1. سلیم Reply

    شواهد لرم، تاوکړل ما وکړل او… له پاکستان سره هیڅ ځای نه نیسی، دا ۱۵ کاله وشول چی همدا قصه ده. امنیتی قرار داد هم لا لرو. پاکستان چی هربد افغانستان سره کوی د امریکا او انګریز په مټو یی کوی او غنی هم پری ښه پوهیږی، مګر پوښتنه دا ده چی داسی وخت به کله راشی چی ولسمشر امریکا پرضد کلک احتجاج وکړی او خبره یو طرفه کړی. له ده نه به څوکی واخلی نور خو څه نه شی کولای په خلکو خو همدا اوس هم هره ورځ قیامت دی، له هره ورځ مرګ نه په یوه ورځ مرګ بهتر دی

  2. احمد بریال Reply

    هغه متل دی: چې زده کړې په طفلۍ ، هېر به یې نه کړې په پيرۍ.
    پاکستان له ماشومتوبه همداسې مضر روزل شویدی، خپله د پاکستان د جوړښت تهداب په شرارت ، نفاق ، مداخلې ، ظلم ، وژلو ، بې عدالتی ، بې قانونۍ ايښودل شویدی، بنا له دې مضره مه څه غواړئ او مه یې ورکوئ. د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د مضر شي سره باید مبارزه وشي. د آزمویل شوي ، بیا ازمویل هم غلط کار دی.
    په خپلو کې باید سره جوړ شو، خپل مهاجر هېوادوال ترې راوغواړو ، دلته ورته د کار ، ژوند او اوسېدو زمینه ورته برابره کړو، بیا به پنجابی دلته څه ک و ن ه را کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *