Categories

اعلان

Loading…

دوهمه برخه: خوندي مدیریت شوی د څښاک اوبه

انجینر حبیب الرحمن حاذق

 خوندی اوبه یا په خوندي توګه تنظیم شوې اوبه
د خوندي مدیریت اساسات: د خوندي اوبو ځانګړتیاوې یا په خوندي توګه د تنظیم شویو اوبو ځانګړتیاوې:
د اوبو د خوندي مدیریت اساسات دری دي، چې عبارت دي له:
1. لاسرسی (Accessibilityy): د کور ترڅنګ موجودیت، د « اوبو د لومړنیو خدماتو » او «په خوندي توګه د تنظیم شویو اوبو» لپاره یو معیار دی. JMPبه د اوبو تر منبع پورې د تللو وخت دغه عنصر ته شاخص وټاکي، معمولا د کور په کور سروې په وخت کې سروې کونکي دا پوښتنه کوي، چې منبع ته د تګ، په قطار کې د دریدلو، د سطل د ډکیدو، او د بیرته را راتګ وخت ځانته معلوم کړي. په افغانستان کې تر اوسه هم یو زیات شمیر خلک تر ۳۰ دقیقو زیات وخت د اوبو د راړولو لپاره تیروي؛ په داسې حال کې چې یو شمېر نور بیاد څښاک د اوبو لپاره په سطحي اوبه باندې اتکاء لري.
د څښاک د اوبو منابع د کور سره په ګاونډ کې یوازې د اوبو تر نل پورې محدود نه دي، بلکې  یو غټ ګروپ د پاکو او ناپاکو اوبو منابعو ته شامیلږی. اما په لویه کې، پرمختللې یا اصلاح شوې د څښاک د اوبو منابع به احتمالا له کور سره په ګاونډ کې وي، پداسې حال کې چې د نا پرمختللی منابعو څخه د اوبو اخیستل به له ۳۰ دقیقو څخه زیات وخت نیسي.
په هرو لسو کورونو کې، په اتو کورونو کې د اوبو راوړلو مسؤلیت د مېرمنو او نجونو پر غاړه دي، چې د دوی یوه زیاته اندازه انرژي او اوخت پرې لګول کیږي . دغه موضوع د SDGsلپاره ځانګړی اهمیت لري ځکه دغه برخه له ځانه سره د ماشومانو کار کول، د نابرابري، جنډر او نور ابعاد له ځانه سره لري.

بېلا بېلې سروې ګانې ښيي، چې په ځینو کورونو کې د څښاک د اوبو لپاره له مختلفو سرچینو څخه استفاده کیږي، چې دغه چاره ښايي بېلابېل عاملونه ولري: لکه په یوه ځانګړي وخت کې په هغه سرچینه کې ستونزې، دسهولت موضوع او یا هم نور سرچینو ته د مختلفو دلایلو پر بنا لومړیتوب ورکول. البته له بېلا بېلو سرچینو څخه د اوبو اخیستل د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې معمول کار دي.
2. د اړتیا په وخت کې موجودیت (Availabilityy): د اوبو موجودیت د اوبو د خدماتو ارزیابي کولو لپاره یو بل مهم اړخ دی. اوبو ته د لاسرسي حق دا په ډاګه کړې ده چې اوبه باید په دوامداره توګه او په کافي اندازه سره موجودې وي، تر څو د څښاک او شخصي نظافت، همدارنګه د کورنیو مصارفو لکه اخلي او پخلی، د لوښو او کالیو مینځل او نورو لپاره بسنه وکړي پرته له دې چه د اوبو کیفیت له پامه وغورځول شي.
3. کیفیت (Qualityy): د دې لپاره چې اوبه خوندي وګڼل شي، د څښاک اوبه باید د مرضونو له عواملو یا پتوجنونو او د نورو مضره موادو له لوړې کچې څخه هر وخت پاکې وي. د څښاک د اوبو کیفیت اندازه کول او کتل، د مصوونیت یا خوندي توب مهمه برخه جوړوي، او ډیری هیوادونه ورته ملي معیارونه یا ستندردونه لري چې په ډیرو حالاتو کې د نړیوال روغتیایي سازمان د اوبو د کیفیت له لارښود سره مطابقت لري. د اوبو د کیفیت هغه پارامتر چې په نړیواله کچه، او په ډیرو هیوادونو کې لومړیتوب لري، د فاضله موادو په وسیله د اوبو ککړتیا یا ملوثیت دی.
په اوبو کې د فاضله موادو د ککړتیا د پیدا کولو معموله طریقه د باکتریا موندل د شاخص په توګه (لکه  E-Cloiپه ۱۰۰ ملی لیتر نمونه) کې دي. که څه هم، ککړتیا کیداي شي په وخت سره په لوړه کچه تغیر وکړي، او د کمې ککړتیا حوادث ممکن د عادي څارنې څخه وتښتي، خو بیا هم تر عامې روغتیا پورې اړوند جدي عواقب لرلی شي. په اوبو کې د E-Coli موجودیت د اوبو په ککړتیا په فاضله موادو سره ښیۍ او بیانوي چې اوبه خوندي ندي، اما نه موجودیت یې داوبو خوندیتوب نشي تضمینولی.
ډیری هیوادونه د اوبو د خوندیتوب ارقام په لاس کې نلري، اما د JMPP یوه سیستماتیکه کتنه په ګوته کوي چې نږدې ۱.۸ بیلیونه خلکو په ۲۰۱۲ میلادي کال کې د اوبو داسې منابع کارولې، چې په فاضله موادو باندې ملوثې وې. . په دغه شمېر کې هر ډول سرچینې، آن پرمختللې، هم شاملیږي.
مانا دا چې، ډېری خلک که څه هم د څښلو د اوبو له پرمختللو اوبو څخه استفاده کوي، اما هغوی هم د ککړتیاوو څخه خوندي نه دي.
د مکروبونو پر ککړتیا سربیره، هغه کیمیاوي پارامترونه چې په لوړه کچه لومړیتوب لري عبارت دي له ارسنیک او فلوراید څخه. په افغانستان کې که څه هم ارسنیک په لوړه کچه وجود نلري خو بیا هم د هیواد په ځینو سیمو کې په اوبو کې د ارسنیکو اندازه له منل شوي ملي او نړیوال معیار څخه لوړه ښودل شوې ده.
همدارنګه د فلورایډو لوړه کچه د نړۍ په کچه یوه اندېښنه ده. د اندازه کولو لپاره یی په داسې هیوادونو کې چې داوبو د کیفیت لپاره کم کار شوی وي لکه افغانستان، باید هڅې پراخې او ګړندۍ شي.
د څښاک خوندي اوبو لپاره یو چوکاټ:
یوازې مکروبي شاخصونو سره مطابقت د اوبو خوندیتوب نشي ډا‌ډمنولاي. ددې لپاره چې د څښاک د اوبو خوندیتوپ ډاډمن شي، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان (WHO & UNICEF) د څښاک د اوبو د خوندیتوب لپاره یو چوکاټ رامنځته کړی دی، چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اوبو د کیفیت په د لارښوود په اړوندو برخو کې تشریح شوی دی.
د هدف ټاکل: ملي معیارونه د هغه ککړتیاوو لپاره چه په وار وار په لوړ غلظت سره واقع کیږې او لوي روغتیایې اغیز له ځان سره لري، باید ترتیب او جوړ شي. د د روغتیا د نړیوال سازمان شمېرې د یو لړ ککړتیاوو لپاره کیدلي شي د پیل یا د کار د شروع د نقطې په توګه د ملي ستندردونو او مقرراتو د جوړولو په وخت کې وکارول شي، اما هیوادونه باید ټولې هغه لارې او مسیرونه چې ورسره د مخامخ کیدو احتمال وي په نظر کې ونیسي. ملی ستندردونه کیدلاي شی د نړیوال روغتیایې سازمان د رهنمود له ارقامو څخه لوړ یا ټیټ وي.
د اوبو د خوندیتوب پلانونه (Water Safety plans):د اوبو د خوندیتوب پلانونه (WSPss) د خطر د ارزونې او د خطر د مخنیوي یوه سیستماتیکه تګلاره ده چې د اوبه رسونې د سیستم ټول پړاوونه له منبع څخه تر مصرف کونکو پورې په بر کې نیسي. د لویو خطرونو د پیژندلو او هغوي ته د خڼدونو په اچولو سره، WSPsد اوبو عرضه کونکو ته یو وسیله وړاندې کوي چې په هغه سره اوبو ته متوجه خطرونه مدیریت کړي او داسې چوکاټ وړاندې کوي تر څو د اوبو د کیفیت هدفونه چې په ملي ستندردونو او مقرراتو کې تعریف شوي، تر لاسه کړي. د WSPsاصول او اساسات په لویو او وړو سیستمونو کې د تطبیق وړ دي. د مثال په توګه، ساده شوي د خطر د ارزیابي کولو وسایل (tool) چې د اوبو په انتقال او ذخیره کیدلو باندې ډیر تمرکز وکړي، د هغه سیستمونو لپاره ډیر مناسب دي چې ټولنې یا خلک یی مدیریت کوي.
خپلواکه څارنه (Independent surveillance):د اوبو د خوندیتوب پلان (WSPP) په تګلاره کې، د اوبو د کیفیت څارنه په مهمو نقطو کې مهمه ده، ځکه دغه څارنه یو مستقلانه ډاډ وړاندې کوي چې د اوبو د خوندیتوب پلان مناسب دی، او دا چې انتخاب شوي خنډونه په درست ډول عملي شوي او د اوبو د کیفیت په ډاډمنولو کې چې په ملي ستندرودنو کې تعریف شوي اغیزمن دي.
د څارني موندنې د اوبو د خوندیتوب پالیسي ګانو او پروګرامونو ته د خبر په ورکولو کې او ملي ستندردونو او مقرراتو د بیا کتنې لپاره د اندونو په وړاندې کولو کې مهم رول لرلی شي. په ځینې هیوادونو کې د اوبو د خوندیتوب د اعتباري پلان موجودیت د مکروبونو دمطابقت په نسبت ښه شاخص ګڼل کیدلی شي. د خطر د ارزونی ساده شوي وسایل (tools)، لکه د حفظ الصې د پلټنې وسیله (Sanitary inspection tool)، هم کولی شي د اوبو رسونې سیستم ته د متوجه خطرونو په اړه ارزښتناک معلومات حاصل کړي.

407 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸