Categories

اعلان

Loading…

دلته هر څه مثبت دي!/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

نن؛ زه ټولو هغو کسانو ته چې ورسره مخ کېږم، مسکی کېږم او خوښي ورکوم. هغوی ستایم او له مینې ډکې خبرې ورته کوم.

نن؛ د ټولو ورځو په پرتله خوشاله یم او له ژونده خوند اخلم. زه پر دې اند یم چې ان په ډېره سختۍ کې هم د ګیلې لپاره ځای نشته، خو برعکس په ډېره سخته ورځ کې بیا د نمانځلو لپاره یو شی پیدا کېدای شي.

نن؛ زه ډاډه یم چې په ژوند کې راته ډېرې ښې ورځې په تمه دي. نن دومره خوشاله یم چې ان سپوږمۍ هم راته په خندا ده.

نن؛ زه په دې اند یم چې که له خپل ژوند څخه دوه جملې حذف کړم، ډېرې ناروغۍ او ستړیاوې به مې له منځه تللې وي؛ هغه دوه جملې (ستړی یم) او د (ستړیا احساس کوم) دي. زه پر دې پوره باور لرم چې هر څه د خدای پاک په اختیار کې دي.

نن؛ زه د ځوانۍ او خوښۍ احساس کوم، زه پر دې اند یم، که زه دا ډول فکر وکړم، کایناتو ته هم دغه څه لېږدوم او د جذب قانون به مې فعال کړی وي. په دې ډول فکر سره به مې ذهن او بدن ته انرژي لېږدولې وي.

نن؛ زه پر خپلو غوښتنو تمرکز کوم. د هغه څه په اړه فکر کوم چې غواړم یې، نو همدا اوس مې ژوند هغه ډول برابروم، څه ډول مې چې زړه دی.

نن؛ زه د خپلې روغتیا په اړه فکر کوم، هره ساه چې باسم فکر کوم پاکه او سپینه انرژي تنفس کوم. فکر کوم ټول بدن مې له همدې سپینې او پاکې انرژۍ مالامال دی.

نن؛ مې بدن له مثبتې انرژۍ څخه ډک دی؛ دومره مثبته انرژي لرم چې هېڅ الکترون نه شي کولی خنثی یې کړي.

نن؛ مخکې له دې چې له کوره ووځم، اینې ته درېږم او په خندا ځان ته وایم، نن زما د بریالیتوب ورځ ده.

49 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *