Categories

دا سړی ۲۵ کاله د ونو پاټې خوري

تاند- د پاکستان د پنجاب ایالت په ګوجرانواله کې یو سړی له ۲۵ کلونو راهیسي یوازې د ونو پاڼې خوري.

محمود بټ، چې په پیل کې د بېوزلۍ له کبله پاڼې خوړلې، اوس د ونو د پاڼو او لښتو په خوړلو روږدی شوی دی.

دی وايی، اوس یې له پاڼو او لښتو پرته بل خوراک ته زړه نه کېږي.

محمود بټ چې اوس په ګوجانواله کې د پاڼو په خوړلو مشهور شوی دی، په خپل ټول عمر کې ناروغ شوی نه دی او سره له دې چې د معاینو لپاره روغتون ته تللی، ډاکترانو په ده کې هیڅ راز ناروغي تشخیص کړې نه ده.

ده په دې باور چې خلکو ته تر لاس اوږدولو ښه دا ده چې پاڼې وخوري، د پاڼو خوړلو ته مخه کړه.

سره له دې چې بټ وروسته کار پیدا کړ خو د پاڼو خوړل یې بس نه کړای شول.

۵۰ کلن بټ له نژدې ۲۵ کلونو راهیسي د ونو پاڼې خوري او وايي چې کورنۍ یې تر اندازې زیاته بېوزله وه او خپلو ماشومانو ته یې حتي د یوه وخت ډوډۍ نه شوی برابرولی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *