Categories

هایدروجني لارۍ جوړه شوه

تاند- څو ورځې وروسته له دې چې د ټیسلا کمپنۍ مشر اعلان وکړ چې برقي یا الیکترونیکي لارۍ جوړوي، تویوتا کمپنۍ وویل چې په یوه نوې ټکنالوژۍ یې هایدروجني لارۍ جوړې کړې دي.

تېره اوونۍ د ټیسلا کمپنۍ عمومي ريیس ایلن ماسک، چې د ټکنالوژۍ نابغه ګڼل کېږي، ویلي و چې د سږ کال تر مني مخکې به خپل نوی محصول، چې الیکترونیکي لارۍ ده، راوباسي.

خو د ټیسلا د عمومي ريیس د څرګندونو لا څو ورځې نه وې تېرې چې تویویتا د خپل نوي محصول عکسونه خپاره کړل او ویې ویل چې دا چاپېریال ته بې ضرره لارۍ په هایدروجن چلېږي.

د تویوتا لارې ۱۲ کیلوواټ ساعته بېټرۍ هم لري.

د تویوتا لارۍ د ۳۶ ټنه وزن ټېلر هم وړلی شي او په یوه ټانکۍ تر ۳۲۰ کیلو متره پورې تللی شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *