Categories

اعلان

Loading…

د ماشومانو په منځ کې سرطان زیات شوی

تاند- د روغتیا نړیواله اداره وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې په نړۍ کې د ماشومانو سرطان په سلو کې ۱۳ زیات شوی دی.

د سرطاني تحقیقاتو د نړیوالې ادارې له لوري له خپرو شویو شمېرنو سره سم، په وروستیو څو لسیزو کې د ماشومانو په منځ کې د سرطان ناروغي زیاته شوې ده.

د روغتیا د نړیوالې ادارې پر اساس د ۲۰۰۱ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په هرو یو ملیون ماشومانو کې ۱۴۰ تنه تر ۱۴ کلونو کشر ماشومان په یو ډول سرطان اخته شوي یا یې سرطان تشخیص شوی دی او له دې ښکاري چې په ماشومانو کې د سرطان اندازه په سلو کې ۱۳ زیاته شوې ده.

تر ټولو د وینې سرطان زیات دی.

6 total views, 1 views today

1 comment

  1. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله ز. ساپی Reply

    سلامونه
    په افغانستان او افغانستان غوندې هیوادونو باندې د بموریو او ډول ډول وسلو له استعمالولو څخه مینځ ته راغلو سرطاني مرضونو ،په ځانګړې ډول د نوی زیژیدلو او نورو ماشومانو ،میندو او غټانو کینسرونو احصاییه چا اخیستې؟ او د درملنې او معلولیتونو مسءولیتونه ېې د چا او چا پر غاړو دي؟؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *