Categories

د فېسبوک خاوند د ځیرک ټېلفون عمر لنډ بولي

تاند- د فېسبوک موسس وايي، په راتلونکې وخت کې به سمارت یا ځیرک موبایل ټېلفونونه خپل ځای بلې ټکنالوژۍ ته ورکړي.

مارک زوکربرګ په یوه غونډه کې د هغه ایډیال په اړه خبرې وکړې چې فېسبوک یې په خپل لس کلن پروګرام کې تعقیبوي.

د فېسبوک موسس باور لري چې په راتلونکو کلونو کې به سمارت ټېلفونونه نه وي او یوه نوې ټکنالوژي به یې ځای ونیسي. یوه داسي ټکنالوژي چې په هغې کې به د تلویزیون، موبایل او ټبلېټ ځیرک سکرینونه نه وي.

فېسبوک غواړي چې تر ۲۰۲۶ کال پوري د مځکې د کرې په ټولو برخو کې انترنیټ خپور کړي او داسي ځیرکې یا سمارټ عینکې جوړې کړي چې د خپل کاروونکي په فکر پوهېدای شي.

د فېسبوک د تحقیقاتي برخې یوه ساینسپوه مایکل ابراش وايي، یوازې ۵ کاله نور وخت پکار دی چې دا ډول عینکې بشپړې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *