Categories

کوم خواړه د وینې د لوړ فشار مخه نیسي؟

تاند- تازه څېړنې ښيي چې د کېلې، لوبیا، پالک، سویابین، کچالو او شیدو په شان پوتاشیم لرونکي خواړه د وینې د فشار د لوړېدو له مخنیوي سره مرسته کوي.

د امریکا د جنوبي کلیفورنیا د کیک طبي پوهنتون څېړونکي وايي چې پوتاشیم لرونکي خواړه د وینې د فشار د کمېدو کونجي یا کیلي ګڼل کېږي.

د میډیکل ساینس خبري سرچینې د راپور پر اساس په نړۍ کې تر یو ملیارد زیات انسانان د لوړ فشار ستونزه لري.

د روغتیا نړیواله اداره اټکل کوي چې په مغزي سکته د مړینو په سلو کې ۵۱ او د زړه په سکتې د مړینو په سلو کې ۴۵ د وینې د لوړ فشار له کبله وي.

په څېړنه کې د هغو خوراکونو یادونه هم شوې چې د وینې فشار لوړوي لکه مالګه، کېک – کولچې، غوړ لبنیات، د پسه او غويي غوښه، روب او کنسرو شوي خواړه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *