Categories

د الوتکو د فلزونو په صنعت کې لوی پرمختګ

تاند- په امریکا کې څېړونکي د داسي زرغون رنګه لیزرونو په جوړولو بریالي شوي چې د فلزونو په جوړښت کې نه تشخیص کېدونکي نیمګړتیاوې معلوموي.

د بریګم یانګ پوهنتون څېړونکي وايي، دا ټکنالوژي، چې (SHG) نومېږي، د الوتکو د جوړولو په صنعت کې پکارېږي ځکه چې په دې صنعت کې د الوتکې په فلزي ټوټو کې خورا کوچنۍ نیمګړتیا کېدای شي چې د الوتکې د لوېدو او سختو تاوانونو سبب شي.

له همدې کبله د الوتکو فلزونه عموماً تر سختو فزیکي فشارونو لاندې ازمویل کېږي چې د هغې د مفید عمر اندازه څرګنده شي.

کله چې د فلز مفید عمر معلوم شو، بې له دې چې د الوتکې په پُرزو کې ستونزه پېښه شي، هغه بدلوي.

خو د ایس ایچ جي ټکنالوژي د الوتکې د فلزي ټوټو او پُرزو پر دقیق ازمېښت سربېره د هغو د ښې استفادې امکان برابروي.

د نېچر مجلې د راپور له مخې، نوې تکنالوژي د فشار، کیمیايي موادو، تودوخې، وړانګو او نورو عواملو په نتیجه کې رامنځته شوي درزونه یا سوري او نور عوامل تشخیصوي او په دې توګه د پُرزو بدلېدو ته اړتیا نه پیدا کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *