Categories

د هیلي کوپتر په وسیله انترنیټ

تاند- فېسبوک د یوې داسي کوچني څرخکې یا  هیلي کوپتر د جوړولو په لټه کې دی چې په بیړنیو حالاتو کې انترنیت برابروي.

د فېسبوک ویندوی په یوه خبري غونډه کې د دې ټکنالوژۍ اعلان وکړ، ویې ویل هرکله چې دا ټکنالوژي بشپړه شي په بیړنیو حالاتو کې به، چې انترنیت قطع شي، په اتومات ډول انترنیټ مهیا کوي.

دا ټکنالوژي چې (Tether-tenna) نومېږي، په هغه صورت کې چې د نوري فایبر شبکه له ستونزو سره مخامخ شي، هیلي کوپتر د فایبر له یوې کرښې سره وصلوي او له هوا څخه سیمې ته انترنیټ توزیع کوي.

د فېسبوک له لوري ډیزاین شوی هیلي کوپتر د یوه فولکس واګون موټر په شان کوچنی دی.

په لومړنیو ازموینو کې دا هیلي کوپتر توانېدلې چې ۲۴ ساعته پر له پسې کار وکړي خو د فېسبوک متخصصان هیله لري چې له اصلاحاتو وروسته به دا هیلي کوپتر څو میاشتې پر له پسې له هر راز ځنډ او وقفې پرته انټرنیټ مهیا کړای شي.

خو تر دې وړاندې باید د تېزو بادونو په وړاندې د هیلي کوپتر مقاومت وازمویل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *