Categories

اعلان

Loading…

د کليوال ملګري ټولنې په غړي قدرت الله نرميوال وژونکی بريد د توجيه وړ نه دی

افغانستان نوين څېړنيز او مطالعاتي مرکز مطبوعاتي اعلاميه!

نېټه: ۱۳۹۶ـ۲ـ۱۳

د هيواد په ګوټ، ګوټ کې علمي او فرهنګي هڅې روانې دي، فرهنګي او مدني خوځښتونه رامنځ ته شوي دي، چې  تر ډېره يې د ولسونو د فکري ويښتابه لپاره کار کړی دی، همدا مدني او فرهنګي ټولنې دي، چې نن مو ډېر ځوانان له يو بل سره سالمي سیالي ته هڅول شوي دي.

کليوال ملګري ټولنه چې د غزني ولايت د فرهنګيانو او قلموالو په هڅه جوړه شوې  يوه داسې ټولنه ده، چې  په تېر شپږ کلن بهير کې په لسګونو علمي او فرهنګي اثار چاپ کړي دي،  د چاپي خپرونو تر څنګ  د هيواد  په ګوټ، ګوټ کې د ځوانانو د يووالي او يو موټيتوب لپار هڅې او هاند کړی دی.

کليوال ملګري ټولنه چې په هيواد کې به ډېرې کمې مدني ټولنې ورسره د سیالي جوګه وي، په پيکه محيط کې يې د علم د رڼا خپرولو په موخه  له توان نه زیاتې هلې ځلې کړې دي.

له بده مرغه د روانې میاشتې په   لسمه نېټه د کليوال ملګري ټولنې د رهبرۍ شورا په غړي ښاغلي قدرت الله نرميوال  د علم، فرهنګ او مدنيت دښمنانو مرګوني حمله وکړه، چې په ترڅ کې يې ښاغلی قدرت الله نرميوال سخت ټپي شو.

افغانستان نوين څېړنيز  او مطالعاتي مرکز په ښاغلي قدرت الله نرميوال مرګوني حمله په علم، فرهنګ او مدنيت حمله ګڼي او د پېښې په ځای کې د پولیسو ناغېړي  دښمن ته  د تېښتې لاره برابره کړې ده.

افغانستان نوين څېړنيز  او مطالعاتي مرکز په افغان دولت غږ کوي، چې د علمي هستیو، فرهنګي سټو او مدني شخصيتونو باندې د حملو د  مخنيوي په اړه  کوټلي ګامونه واخلي.

افغانستان نوين څېړنيز مرکز مطبوعاتي دفتر  

45 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *