Categories

اعلان

Loading…

د بریالۍ وینا فن

د بریالۍ وینا فن کتاب له چاپه راووت. د بریالۍ وینا فن د سي. سي. این د مشهور خبریال لاري کېنګ اثر دی. ښاغلي لاري کېنګ چې د امریکا په ډېری رادیوګانو او تلویزیونو کې یې دنده تر سره کړې ده او له سي. سي. این سره د دندې ډېره اوږده تجربه لري او تقریبا ۳۰ کاله یې له دې تلویزیوني نړیوالې شبکې سره کار کړئ دی. اوس مهال د روسیې په آر ټي تلویزیون کې خپله دنده پر مخ وړي.

ښاغلي لاري کېنګ په یاد کتاب کې د وینا په اړه خپلې ګټورې تجربې راوړې دي او په هرځای هر چېرته او هر وخت کې یې د خبرو په اصولو خبرې کړې دي. او د ښه ویناوال کېدو لپاره یې ګڼ شمېر ګټورو اصولو ته اشاره کړې ده. چې ضرور به له هر لوستونکي سره مرسته وکړي.

کتاب په خورا خوږه ژبه لیکل شوی دی داسې ساده ژبه یې پکې کارولې ده چې یوازې په یو ځل لوستلو سره به مو په وینا کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

یاد کتاب پښتو ژبې ته ښاغلي شبیراحمد سلیمي نړیوال ژباړلی دی. چې تاسې کولای شئ یاد کتاب له اکسوس کتابپلورنځۍ په مناسبه بیه تر لاسه کړئ.

 

47 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *