Categories

اعلان

Loading…

د امریکا تازه راپور: د روسیې، پاکستان او ایران منفي رول د افغان امنیتي ځواکونو تلفات ډېر کړي

تاند- د امریکا د حکومت په یوه تازه راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په خرابېدو او د افغان لامنیتي ځواکونو د تلفاتو په ډېرېدو کې د روسیې، پاکستان او ایران د منفي رول یادونه شوې ده.

د امریکا کانګریس ته د سیګار په وروستي راپور کې ویل شوي چې په وروستیو درو میاشتو؛ یعني جنوري، فبروري او مارچ کې د دولت له وسله والو مخالفانو سره د افغان ځواکونو په نښتو کې په سلګونو افغان سرتېري (پولیس او اردو) وژل شوي دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د خاص سرمفتش په راپور کې ویل شوي چې پاکستان، روسیې او ایران د افغانستان د حکومت پر ضد په جګړه کې د وسله والو یاغیانو ملاتړ کړی دی.

سرمفتش دا راپور د امریکا ولسي استازو یا د کانګریس غړیو ته وړاندې کړی او خپله اندېښنه یې ورسره شریکه کړې ده.

ده د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو ډېرېدا بوږنوونکې بللې او ویلي یې دي چې یوازې د جنورۍ له لومړۍ د فبرورۍ تر ۲۴ مې پورې ۸۰۷ افغان ځواکونه وژل شوي دي.

په راپور کې د روسیې رول په ځانګړي ډول ټکان ورکوونکی ګڼل شوی او ویل شوي چې له دې کبله پر افغان ځواکونو د مخالفانو بریدونه ډېر شوي دي.

د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو سره د پاکستان او ایران ملاتړ له کلونو راهیسي دوام لري خو په دې مسله کې د روسیې شاملېدو ستونزې نورې هم ډېرې کړي دي.

د سیګار په راپور کې راغلي«په دې فصل (درو میاشتو) کې په افغانستان کې د روسیې مداخله پراخه شوې ده.»

د تېر کال د دسمبر په دوهمه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جان نیکلسن هم د روسیې، ایران او پاکستان د منفي رول یادونه کړې وه خو اوس امریکايي چارواکي په زغرده وايي چې د پاکستان او ایران ترڅنګ روسیه هم د طالبانو ملاتړ کوي.

97 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *