Categories

اعلان

Loading…

حکمتيار ته د درېيو ټکو په اړه مشوره/ محمد حکيم بشارت

د يوه افغان په توګه د حزب اسلامي مشر ته درې ټکي يادوم چې ځان ورسره مواجه نه کړي

١- طالبان

٢- رسنۍ

٣- ګوندونه

لومړى:

له طالبانو سره دې ځکه ځان نه مواجه کوي چې حکمتيار د سولې تر شعار لاندې را ميدان ته شوى او اوس د سولې له خبرو او هڅونې پرته نورې د زور او تور خبرې کېداى شي د سولې رامنځته شوى فرصت او هيلې خداى مه کړه په ناهيلۍ بدلې شي او حکمتيار چې د سولې د درېيمګړي هيله ترې کيږي دغه موقف يې تر سوال او له بې باورۍ سره مخ شي، نو ښه دا ده چې حکومت او طالبان دواړه باور ، سولې او د خلکو ارمان پوره کېدو ته را وبولي او د جګړې خوى او بوى د سولې په هوار شوي ټغر بدل او هر افغانان بېرته په کور او کلي شي .

دويم :

د يوه ژورنالېست په توګه دامنم چې زموږ په ځينو رسنيو کې نه يوازې چې د ژورناليزم اصول ، معيارونه او اخلاق نه مراعات کيږي، بلکې حتى اخلاقي، قومي، ژبني، کلتوري او فکري جوړونې مسايل هم په نظر کې نه نيسي، خو اوس د رسنيو په دې ګرم چاپيريال کې يو څه وخت ته اړتيا ده چې حکمتيار لومړى د يو شمېر رسنيو د اصلاح لپاره د حکومت، مدني ټولنو ، علماوو ، ژورنالېستانو او رسنيو له مسوولينو سره دوامداره ناستې ولري، هغوى دې ته قانع کړي چې څه مو د هېواد په ګټه او په دې حساسو شرايطو کې څه په زيان دي او دا کار له ژورنالېستيکو بنسټونو سره له مخامخ ناستو، مفاهمې، قناعت ، ملي ګټو ته په پام او په نرمه ژبه کيږي، په وچو نيوکو او بې بديله لارو سره کېداى شي چې حکمتيار د رسنيو د سپيرغيو په ګرداب کې راګير او هغه اصلي موخه چې سوله ده ترې پاتې شي او ټول وخت به دده او رسنيو ترمنځ د حروفو، کلمو او جملو په سپيناوي کې تېر شي.

درېيم ګوندونه:

څومره چې ماته معلومه ده مخکې د حزب اسلامي او نورو جهادي ګوندونو ترمنځ په شکل د اشکالو اختلاف موجود و او ان له ځينو سره يې د جګړې تر حده ټکر راغلى، نو ښه به دا وي چې اوس حکمتيار هغو ګوندونو او نورو رامنځته شويو نويو جريانونو ته د سولې له خلاصې دروازې د افغانانو له هيلو او اوسنيو شرايطو او حالاتو له بدلون سره سم د روښانه سباون په نيت لاس ورکړي، تېر هير او هرڅه د يو اباد، له جګړو خلاص او خوندي افغانستان په خاطر ترسره شي، چې نه نور مو خور ته د کونډې ناهيلى نوم واخيستل شي ، نه مو پرماشوم د يتيم نوم کېښودل شي، نه بيا لکړې ته د معيوب او ټپي اړتيا پيدا شي ، نه هېڅ مور خپل تړلې زنې زوى ته اوښکې تويې کړي او نه هم پلار د زوى د تابوت او کفن لپاره اوښلنې سترګې هټۍ وال ته ودريږي.

په همدې هيله

56 total views, 2 views today

2 comments

  1. عبدالرووف لیوال Reply

    ښاغلی بشارت سلامونه ! هغه دری ژبه کې وایی از کلوخ آتش پرید – آفرین په دې وړاندیز- جوړ سمسوراوتکړه اوسې

  2. ع.شريف زاد Reply

    سلام
    به توله كي ما ته يوه توكه را ياد شوه وايي جي
    يوه عرب نه جا و بوشتل جي تاسي كرمي شوروا ته وايي
    هغه خواب ودكر جي سخون
    بيا يي وويل كله جي سره شي نو خه ورته وايي
    هغه خواب وركو جي موك يي سريدوته نه بريدو
    حكمتيار لا تر اوسه راغلي نه ده خو كومو خلكو كي خه روان دي
    فس بوكيان له وخته مخكي د معجزي به لته كي دي
    كل مرجان بيا بل دول ورانديز لري
    د حراست او ثبات دله دكزي بيري شكايت لري
    والي حليم د حليم د غوسي ورانديز لري
    كدودي رسني سري اوسبيني طلا ب خوب ويني
    به توله كي موز لاهم دهوسونو بخيليو لابو اوشافو سباره يو
    وبشي ما سملايي بشتو فانت نه درلود

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *