Categories

اعلان

Loading…

د ټولنیزو رسنیو فعالانو له حکمتیار نه وغوښتل چې د غازی امان الله خان او باچاخان زیارتونو ته ورشي

تاند – د ټولنیزو رسنیو او مدني فعالانو د اسلامي ګوند مشر، ګلبدین حکمتیار، نه وغوښتل چې په جلال اباد ښار کې د برتانوي استعمار نه د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي غازي امان الله خان او د عدم تششد د سرلاري باچاخان مزارونو ته سر ورښکاره کړي‌.‌

ښاغلی حکمتیار له څو ورځو راهیسې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې مېشت دی او یو شمېر نا تایید شوي راپورونه وایي چې ښایي د پنجشنبې په ورځ جلال اباد ترک کړي او کابل ته راشي.‌

د فیسبوک په شمول په ټولنیزو رسنیو فعالو افغانانو په خپلو لیکنو کې له حکمتیار نه غوښتي چې د یوه ولسي مشر په توګه دې په جلال اباد ښار کې د هغو مشرانو درناوی پرځای کړي چې د ولسونو په زړونو کې ځای لري.‌

په دې لړ کې د لویه پکتیا په نامه فیسبوک پاڼې چې له ۱۵۰ زرو نه ډېر مینه وال لري، لیکلي، «د لویه پکتیا پاڼې مدیریه هیئت د اسلامي ګوند مشر ښاغلي ګلبدین حکمتیار نه هیله کوي چې د ننګرهار په تاریخي ښار کې له انګلیسي استعمار نه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کوونکي لوی غازي امان الله خان مزار ته لاړ شي، قطعه ورته تقدیم کړي او په مزار یې د ګلانو ګېدۍ کېږدي.»

د لوګر والي محمد حلیم فدایي چې په ټولنیزو رسنیو کې په یاد وړ ډول فعال دی ښاغلي حکمتیار ته د خپلو آنلاین مشورو په لړ کې په څلورمه مشوره کې لیکي،‌ «ښاغلی حکمتیار صیب! ستاسو د ټولو ملحوظاتو سره سره په ننګرهار کې زموږ د ازادۍ د اتل او غازي امان الله خان قبر ته ددعا لپاره زحمت وباسه. که اردغان د اتاترک په قبر ګلونه اېښودلای شي، که جهادي رهبران د ضیاالحق په قبر ګلونه اېښودلای شي، که جماعت اسلامي پاکستان قاید اعظم ته بابای ملت او فاطمه جناح ته مادر ملت وایي، نو زموږ غازي خو په والله ترهغوی ښه مسلمان او ښه افغان وو. په دې کار سره به د ‌‌‌‌‌‌ډېرو ځوانانو زړونه ځان ته رامات کړې او له بل پلوه به یو ښه سیاسي روایت جوړ کړای شي

په ورته وخت کې،‌ یو شمېر نورو فعالانو بیا یاده کړې ده چې په کار دی د لروبرو افغانانو د زړونو د ترلاسه کولو لپاره د اسلامي ګوند مشر په جلال اباد ښار کې د باچاخان مزار ته هم ورشي او ګلان پرې وغوړوي.‌

په جرمني کې مېشت د ټولنیزو رسنیو فعال قاری عیسی محمدي لیکي، «انجنیر صاحب ګلبدین حکمتیار له څو ورځو راهیسې په جلال اباد کې مېشت دی او ډلې ډلې خلک یې د لیدلو لپاره ورځي، په کار دی چې دی هم د خلکو د زړونو د ترلاسه کولو لپاره د انګریزي استعمار نه د ازادۍ د ترلاسه کوونکي واکمن غازي امان الله خان او د عدم تشدد د سرلاري باچاخان مقبرو ته ورشي او دعا ورته وکړي.‌»

ویل کیږي چې په پېښور کې د افغانانو د هجرت په دوران کې د پاکستان د پوځي استخباراتو ادارې (آی اېس آی) د افغان تنظیمونو او د باچاخان د ډلې تر منځ د تماسونو مخه نیولې وه او یوازې هغه وخت چې په کابل کې د ډاکټر نجیب الله د وخت حکومت نسکورېدلو ته نژدې شو او سلګونه زره افغانان ووژل شول بیا د نېشنل ګوند مشر ولي خان ته اجازه ورکول شوه چې له حکمتیار سره وګوري.‌

68 total views, 3 views today

5 comments

  1. سلیم Reply

    مالوم به شی چی د غازی زیارت لپاره باغ شهید ته ځی او که نه د غله زیارت لپاره ته تپه شهرارا ته ځی. ده خو یو وخت غله ته مجاهد ویلی و- نور نو ولله علم

  2. LAr Afghan Reply

    Da da hekmat ba malomshee chai wAqean hekmatyar de?

  3. Bahauddin jamali Reply

    تر څو په دي هيواد کي جهادي رهبران وي .زه يقين لرم چه هيڅ افغان په دوزغ ته داخل نه شي .ځکه په هره افغاني کورني کي دوي شهدان رسولي. حکمتيار صاحب نجيب په وخت که ولي سولي ته نه راتلو چه اوس راغلي. خو بيا يي هم مونږ هر کلي کو

  4. A. Halim Hakimi Reply

    King Aman Ullah Khan and Pacha khan were both modern personalities and let them rest in peace, without reminding them that throwing ACID on the face of school girls to disfigure them was considered as an achievement.

  5. Mohammad Ehsan Reply

    په رښتیا هم د امان الله خان زیارت ته ورتګ د حکمتیار صیب د شخصیت د لا لوړېدو معنی لري او دا هغه کار دی چې تر اوسه فکر کوم هیځ رهبر او سیاسی شخعیت نه دی کړی .

Leave a Reply to A. Halim Hakimi Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *