Categories

اعلان

Loading…

امریکا افغانستان ته د زرګونو نورو پوځیانو پر لېږلو غور کوي

تاند- د ډانلډ ټرمپ حکومت په دې غور کوي چې افغانستان ته تر ۵۰۰۰ پورې نور سرتېري واستوي.

فارس نیوز خبري اژانس وايي چې د امریکا په دفاع وزارت کې په دې غور روان دی چې افغانستان ته د ۳ زره او ۵ زره ترمنځ پوځي پرسونل واستوي څو د طالبانو په وړاندې په جګړه کې د افغان پولیسو او ملي اردو ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکړي.

اژانس ویلي چې دا د افغانستان په اړه د امریکا په هغې ستراتیژۍ کې بدلون دی چې د ۲۰۱۴ کال په پای کې یې عملي کړه.

امریکا او ناټو خپل ټول جنګي ځواکونه د ۲۰۱۴ د دسمبر تر وروستۍ نېټې له افغانستانه وایستل، جنګي ماموریت یې پای ته ورساوه او یوازې شاوخوا ۱۳ زره پوځیان یې د افغان ځواکونو د روزلو لپاره په موقتي ډول پرېښودل او ورسره یې اعلان وکړ چې دا ځواکونه به هم په تدریج وباسي؛ خو د طالبانو د حملو شدت سبب شو چې نه یوازې ۱۳ زره سرتېري لږ نه کړي بلکې اوس غواړي چې افغانستان ته نور پوځیان واستوي.

راپور وايي، پینتاګون همداراز په دې پلان غور کوي چې نامعلوم شمېر خاص ځواکونه د القاعده او داعش پر ضد د مځکنیو عملیاتو لپاره د افغانستان او پاکستان پولو ته نژدې واستوي.

په کابل کې امریکايي مامورین وايي، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن افغانستان ته د څو زره امریکايي پوځیانو د لېږلو په اړه خپلې سپارښتنې سپینې ماڼۍ ته وړاندې کړي دي.

د نیکلسن له سپارښتنو وروسته دوه جګپوړي امریکايي چارواکي دفاع وزیر او لوی درستیز افغانستان ته راغلل.

په همدې منځ کې نن /سې شنبه/ نیویارک پوسټ د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ نوې ستراتیژۍ ته په اشاره لیکلي چې د دې ستراتیژۍ د عملي کېدو لپاره د کال ۲۳ ملیارد ډالره پکار دي.

ټاکل شوې ده چې سپینه ماڼۍ په څو اوونیو کې وروستۍ پرېکړه وکړي او په ستراتیژۍ کې هر راز بدلون په بروکسل کې د ناټو د راتلونکې میاشتې په غونډه کې اعلان کړي.

د تېرې جمعې په ورځ وسله والو طالبانو د منصوري په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل. د طالبانو دا اعلان افغانستان ته د اضافي پوځیانو د لېږلو لپاره د جان نیکلسن له غوښتنې سره مرسته کوي.

16 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *