Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت تر منځ اختلاف، حکومت د مرستې په بدل کې شکیل افریدی امریکا ته ورکوي

تاند – په پاکستان کې د دغه هېواد د پوځ او ملکي حکومت تر منځ اختلافات لا نور زیات شوي دي.‌

د پاکستان ډیلي قدرت ورځپاڼې لیکلي چې د دغه هېواد ملکي حکومت د امریکا متحده ایالاتو سره تماس نیولی او د پوځ له خوا د حکومت د چپه کولو په مخنیوي کې یې مرسته غوښتې ده.‌

ډیلي قدرت لیکلي چې د پاکستان حکومت امریکا ته ویلي چې حاضر دی د دغه کار په بدل کې ډاکټر شکیل افریدی چې له امریکا سره یې د اسامه بن لادن په موندلو کې مرسته کړې وه او بیا د پاکستان حکومت بندي کړ، ازاد کړي.‌

د پاکستان د ډیلي قدرت ورځپاڼې انځور

په ۱۹۹۹ کال کې هم د پاکستان پوځ د نوازشریف د هغه وخت حکومت د یوې کودتا له لارې له پښو غورځولی وو.

ویل کیږي چې په روانه دوره کې هم د نوازشریف د حکومت او پوځ تر منځ له پیل راهیسې ستونزې موجودې وې، تر دې چې نوازشریف د خپلې واکمنۍ له پیل نه تر اوسه پورې له دې امله د بهرنیو چارو وزیر نه دی ټاکلی چې وایي بهرنۍ چارې یې پوځ په زور په لاس کې اخیستې دي او وزیر ورته ټاکل کومه معنی نه لري.‌

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *