Categories

اعلان

Loading…

اسلامي حزب د خپلو بندیانو له ورسپارلو ډډه وکړه

تاند- د افغانستان اسلامي حزب وايي، که له شوې موافقې سره سم د دغه ګوند ۶۸ بندیان خوشي نه شی، دا ګوند د خپلو ۵۵ بندیانو له ورسپارلو ‌ډ‌ډه کوي.

حزب اسلامي وايي چې د بشري حقونو د کمیسیون مشره سیما سمر د خپلو خاصو ایدیالوژویکو او قومپالو افکارو په خاطر د حزب اسلامي د بندیانو له خلاصون سره مخالفت کوي.

ویل کېږي چې سیما سمر د امریکا له سفارت سره هم تماسونه نیولی څو د حزب د بندیانو د خلاصون په مخنیوي کې مرسته وکړي.

د اسلامي حزب استازي او د مطبوعاتي دفتر کفیل نادر افغان، چې د خپل ګوند د ۶۸ غړیو د ورسپارلو لپاره پرون /دوشنبه/ پلچرخي ته تللی و، خبریالانو ته وویل د سیما سمر د بشري حقونو د کمیسیون د مداخلې له کبله ۱۳ بندیان له لېسته کښل شوي دي.

د سیما سمر د بشري حقونو د کمیسیون ویاند محمد بلال صدیقي ازادي رادیو ته ویلي چې د حزب اسلامي بندیان سیاسي نه بلکې جنايی بندیان دي او د دوی د بشري حقونو کمیسیون د حزب اسلامي د ټولو بندیانو د خلاصون مخالف دی.

د حزب اسلامي ویندوی قریب الرحمان سعید وايي، ټاکل شوې وه چې پرون /دوشنبه/ د اسلامي حزب ۶۸ بندیان له پلچرخي څخه خوشي او د حزب استازو ته وسپارل شي، خو د پلچرخي بند مسوولانو وویل چې ۵۵ تنه خوشي کوي او ۱۳ نور نه شي خوشي کولی.

سعید وویل، باید ۱۳ تنه، چې نومونه یې د موافقې له لېسته ایستل شوي، ژر تر ژره خوشي شي.

د افغانستان د حکومت او اسلامي حزب ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې پر اساس دولت مکلف دی چې د اسلامي حزب هغه ټول بندیان خوشي کړي؛ څوک پرې دعوه نه لري.

11 total views, 3 views today

3 comments

  1. سلیم Reply

    یانی دا ۱۳بندیان تر محقق خلیلی شجاعی… هم خطرناک دی؟ داځلی لکه چی د حکمتیار طالع راویښی شوی، داسی مخالفتونه نور څه نه شی کولای، د ده مخالفین په ملاتړو بدلوی.

  2. خالده افغان Reply

    کومه د بشر د حقوق ریٔسه، کوم لیوني دا لیونۍ مقرره کړې ده۰ افغان ولس نه منلي ده او نه ئې مني۰ هغه قاتله چې د خپلې کړۍ سره ئې یو ځای د خلکو په سرو کې پاو- پاو کوکې ووهلې، هغه چې د پوهنتوڼ- تخنیک ثانوي- د جیودیزي تخنیکم- د بریکوټ د ټرافیک او ټولې سيمې له میرویس میدانه نیولې تر پل آرتل پورې په مهمو اسنادوئې بخارۍ تودې کړې، هغه وخت د آپه سمربشري احساس چیرې وه۰ کله چې امریکا په ما بم اچوي او زما تنکي بچي پې ټوټې کیږې، د دې بشري زړه او رحم چیرې دی، اوس چې خلک سټري دي او غواړي په سوکالۍ کې ژوند وکړي او خپل د زړه نه روغیدونکي پرارونو ته په کراره وژړیګې، دا قاتله لیونۍ د بشر د حق سورنئ وهي؟ دغه اوس آپه سمر د محقق سره په دریمه کارته کې درۍ کوڅې بندې اچولې دي۰ په نورو کورو کې دې ډیوې غوړي نه موندل کیږي، آپه سمر او آته محقق شپه او ورځ د بیت المال په برق جنش لري۰ دلته د بشر حق چیرې دی، په خپلو ځانو ئې سترګې ړندې دي۰
    الله دې ورکه کړه آپه سمر بې ثمر۰

  3. یوسفزی Reply

    سیما جاني وخت به راشي له تا او ستا په څیر له ډيرو فاحشه ګانو څخه به هم پوښتنه وشي تاسو همدا ډار په ړزه لرئ چې هسې نه موږ هم یو وخت محکمې ته راښکل نشو، ځکه مو دومره غوغا جوړه کړې ده. خیر که چیرته د امیر عبد الرحمن نظام را منځته شو نو ډیر به له تاسو څخه یا هیواد پریږي، یا به حق ته تسلیم شي او یا به بیرته لکله د موژکانو په غارونو کې پټ سي، او زه له ګلبدین څخه دا طمعه نلرم چې دومره دې وس ولري ځکه اوس ډمې په قدرت کې دي او هغه ځان ناحقه په دې اخره کې بې اودسه کړ او ځان یې ددې ناروغ په بړستن کې وردننه کړ، هغه چې په غره کې لکه د ملا خالص بابا شهید شوی وای دا به دد په حق ډیره ښه وه او تاریخ به هغه د یو اتل په څير یاد کړی وای. له طالبه خو مې بلکل خوا بده ده هغوی خو له سره لودګان وو چې د چنګیزیانو نسل یې لا پریښودی، دوی نه پخوا خپله اراده درلوده او نه یې اوس لري او نه به یې په اینده کې پیدا کړي. داعشیان لا د امریکا بچیان دي د داعشیانو مور په سوریه کې چنګیزیانو صومبه کړه هغوی په اچین او شینوارو کې د امریکا د بمونو لابراتوار جوړ کړی، ولې دا غرونه په نورو ځایونو کې نسته چې دا موردګاوان په اچینو کې ځاله جوړه کړې خوبس ټول د امریکې پروژې دي چې د برطانیې د غچ اخیستنې په موخه د پښتنو په وینو ترسره کیږي، خدای دې دا پښتان د ځمکې له مخې ورکړ کړي چندان قوم ونه خوت هسې له دوی نه د غرونو ځناور هم ښه دي ځکه خو خدای هم ددوی د ورکولو اراده کړې ده. والسلام

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *