Categories

اعلان

Loading…

نری رنځ، نښې او درملنه یې

وصیل الرحمن بصیری اوریاخیل –

نری رنځ، سل (Tuberculosis) اناوغي د يوه ميکرب يا بکتيريا په ذريعه را منځ ته کيږی چې د Mycobacterium Tuberculosis په نامه ياديږی٠

هر کال د نړۍ په بېوزلو هيوادونو کی ميليونونه تنه د دې ناروغۍ په وجه مري٠ د TB ميکروب د ناروغ له خوا د ټوخي له لارې شاوخوا ته خپرېږي، کله چې نور کسان دا ميکروب د تنفس له لاری واخلي نو په اکثريت مواردو کی د وجود دفاعي سيستم د دې مرض مخه نیسي خو که د وجود مدافعوی، يا ساتونکی سيستم ضعيف وي او يا وروسته ضعيف شي، د TB عامل په وده شروع کوی، په سږو او نورو جهازو کی د مرض باعث ګرځیدي شي.

په نري رنځ اخته ناروغ څنګه پېژندلی شو؟

هغه کسان چې دسږو په نري رنځ اخته وی، په ورو ورو د مياشتو په موده کی د ضعيفۍ، ستومانۍ، د اشتيها نشتوالی، وزن بايلل، تبې او د شپي له خوا د خولو نه حکايت او شکايت کوي.

ټوخی د سږو د TBعمده علامه ده چې په اوله کی وچ اوبيا وروسته بلغم هم ورسره وي٠د بلغم رنګ اول سپين وی او وروسته ژړ او تياره رنګ پيداکړی، او کيدای شي چې وينه هم د بلغم سره ګډه وي٠کله داسي هم شي چې د ټوخ سره يوه زياته اندازه وينه ضايع شي چې ناروغ ته ګوری نو ډنګر، ضعيف او ناتوان ښکاري.

د يادولووړ ده چې دا نا روغئ د سږو (LUNG)نه علاوه په کولمو، بډوډو،هډوکو، د سرپه مغز (BRAIN)، پوتکي او د بدن په نورو غړو کې هم واقع کيدی شي، خو معمولا په سږو (شش) کي رامنځ ته کیږي.

د دی مرض تشخيص او تداوی معمولا د نري رنځ د معالجې په مرکزونوکی کيږی٠ مهمه خبره دا ده چې په دی ناروغۍ اخته کسان پوه شی او سر ئي خلاص شي چې د يوی اوږدي مودی تداوی ته اړتیا لري٠

په پرمختللو هيواود کي له ٣  تر٦ مياشتو ، حال دا چې په بيوزلو ټولن وکی ، له ٩  تر ٢٤ مياشتو پورې ، د دوا اخيستو ته ضررت ليدل کيږي٠مګر اکثر ناروغان اود هغوی کورنۍ، د يوی لنډی مودی وروسته، کله چې ناروغ ظاهرا ښه شي، د هغه تداوي بس کاندی٠ د ايو ډير خطرناک کار دی او بايد په نري رنځ اخته ناروغ او د هغه کورنۍ په دې ښه پوه کړی شي چې :

        که د نريرنځ دوايي په درست ډول او د ډاکترانو له هدايت سره سم واخیستل شي، دا ناروغان قريب ١٠٠ په١٠٠ شفا پيداکوی٠مګر که دوائی ته د لازمی مودی لپاره دوام ورنکړو، د TBميکروب په وجود کی ژوندی پاته کيږی او ناروغي دوباره شروع شي،چه پدی حالت کی ډيرو او يا قيمتي دواګانو ته اړتیا پيښېږي٠ اوکله هم داسي شي چې ناروغ بيا هم په نيمه لاره دوائی بس کړی،چه نتيجه ئی خورا خطرناکه شي٠ ددي ناروغۍ مخنيوی ياوقايه : BCG دهغه واکسين نوم دی چه دنړی په اکثر هيوادوکی ماشومانو ته تطبيق شي چه د مرض په وقايه کی ستر رول لوبوي٠ دنورو معلوماتو لپاره له خپلو ډاکترانوسره مشوره وکړئ

194 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *