Categories

اعلان

Loading…

کاري سټرس/ ژباړه/ ساحل منګل

کارکول  د ژوند هغه  برخه ده چې نه يوازې  د مالي ستونزو د خلاصون لپاره ېې خلک کوي  بلکې  د بدني او اروايي تحرک  پرمخ  وړلو، د ټولنيزو اړتياوو د پوره کولو او د خپلو احساساتو د  وړاندې کولو لپاره  هم ترسره کوي. خو ددې  سربېره  کيدای شي کار کول  د رواني فشار يو لامل هم  و اوسي.

په دې  ورستيو لسيزو کې د سټرس موضوع  او په  سازمانونو کې د هغې د اثر په  اړه  ډېرې خبرې  شوې او د پوهانو پام ېې ځان ته  اړولی دی. سره ددې چې  مثبت  سټرس هم  وجود لري او نه  بايد سټرس د يوې منفي پديدې په توګه ياد شي خو  په  ډېرو برخو کې چې له  سټرس څخه  يادونه کېږي د منفي سټرس  څخه  ېې مطلب دی.

په  هر حال  سټرس د يوه  سازمان  د غړو په  فعاليتونو او کړو وړو باندې  زيات  اثر لري. کارګران، مديران او کاري مشران کله کله  په داسې عصبي ناروغيو اخته کيږي او  په  داسې عمل لاس پورې کوي چې  په  مستقيم  ډول ېې اثرات  ددوی  په  ورځينو کارونو کې ليدل کيږي.

عصبي  فشارونه  پر رواني تاثيراتو سربېره  پر  جسم  باندې هم اثر لري. شديد سټرسونه  د انسان  په  هدفونو کې ګډوډۍ  رامنځ  ته کوي او هغوی ته د رسېدو په  لاره کې خنډونه  هم  جوړوي. په دې مقاله کې هڅه کوو چې کاري سټرس تعريف کړو، د هغې د رامنځ  ته کېدو عوامل او د له  منځه  وړلو لارې  چارې ېې درته  په ګوته کړو.

۱ کاري سټرس

د يوه کس زيات  راوړونکي  فزيکي او عاطفي ځوابونه  په  داسې  وخت کې،  چې د خپل کار مطابق امکانات او کاري  وړتياوې  ونه لري.

يا کاري  سټرس کولای  شو د  سټرس  زيږېدونکو عاملونو د يو ځای کېدو څخه  وبولو چې ډيری کسان ېې د هغې د واقع کېدلو نظر لري. همدارنګه کولای  شو کاري  سټرس د کار د ځانګړتياو او کارګر تر منځ  هغه  غوښتنې چې يو له  بله سره  ډېر توپير لري او کارګر د هغې کاري  تړون  له  مخې چې دی ېې پر مخ نه  شي وړلی لامل وبولو. .په ځينې وختونو کې کارګر د خپلو وړتياو او کار سره  همغږي نه  لري او يا د کار په  جريان کې د کار بدلون رامنځ  ته کېدل د سټرس لامل ګرځي.

دوهم: د کاري سټرس  د رامنځ  ته کېدو عوامل

هغه  عوامل،  چې په کاري  چاپيريال کې د کاري  سټرس د رامنځ  ته کېدو لامل کېږي کولای شو پر دريو برخو وويشو.

ـ  فردي عوامل: د يوه کس غير منتظره پېښې  يعنې هغه  پېښې  چې تر اوسه  نه  وي  رامنځ  ته  شوي خو هغه  ېې د پېښېدو انتظار کوي او شخصي مسايل ېې، په  فردي هدفونو کې ېې تعرض.

ـ  سازماني  عوامل: د سازمان  جوړښت، د سازمان  مفکوري (فرآيند)، ارتباطي عوامل، کاري الزامونه او قيودات، د سازمان فزيکي جوړښت او د سازمان  د ژوند مراحل.

ـ  د چاپېريال عوامل: اقتصادي، سياسي او د تکنالوژۍ  عوامل.

د يوه  فکري  مکتب  له  مخې، په  فردي مشخصاتو کې توپير لکه  شخصيت او د کس د جوړښت  ډول، په افرادو کې د کاري سټرس  د رامنځ  ته  کېدو مهم عوامله دي. يا په  بل عبارت  يو شی که  د يوه کس لپاره  سټرس  رامنځ  ته  کونکی  و اوسي  شايد د بل کس لپاره  مهم نه  وي.

دريم: سازماني سټرس

دغه عوامله عبارت دي له:

ـ د رول  ځانګړنې :

هغه  عوامل  چې  د روان  پېژندنې له  خواپېژندل  شوي دي څلور مهمې ځانګړنې دي،  چې عبارت  دي له: د ابهام رول، دروند باري  رول، کم باري رول او درول  ناسازګاری.

ـ د ابهام رول: په  هغه  مشخص کاري  وضعيت کې  چې  په  هغه کې د کار د ترسره کولو لپاره اطلاعات  نا رسيدونکي يا ورکونکي وي. د ابهام رول  په  واقيعت کې هغه  وخت  پر سټرس سرته  رسېږي  چې يو کس له ګټې اخيستنې او پرمختګ  څخه  راګرځوي.

ـ د دروندباري رول: که يو کس ونه  توانيږي  چې د ټاکل شوي کار له  اودې ووځي، شايد پر سټرس اخته شي.

ـ د کم  باری رول: په دې  وضعيت کې د يو کس له مهارتونو څخه کامله  ګټه  نه اخيستل کيږي .

ـ د نا جوړښتوب رول: هغه  وخت  رامنځ  ته کېږي  چې د کاري الزاماتو د منلو مجموعه  د نورو سره په تضاد کې وي.

د کار ځانګړتياوې: هغه کاري  ځانګړتياوې  چې  پر کاري سټرس اثر لري کولای شو پر څلورو برخو وويشو،د کار همغږي، د کار تکرار، نوبت کاري او په کار  پورې تړلې ځانګړتياوې .

ـ د خلکو ترمنځ اړيکې: د کارګرانو خپل منځي اړيکې د کار په  چاپير يال کې د سټرس په کچه  باندې اثر لري.

ـ د سازمان  جوړښت: هغه  جوړښتونه  چې د تصميم نيولو  واک ېې ډېر په کارکونکو پورې اړه  ولري شايد ډېر کم پر سټرس اخته شي.

د انساني منابعو د مدريت  لارې  چارې: د کار ډولونه  د انساني منابعو په مدريت کې د سټرس په کچه  اثر لري.

مادي خصوصيات او فنونه: د کار په  ډګر کې هغه  وخت سټرس  رامنځ ته کيږي  چې  په کافي اندازه امکانات  ونه لري.

څلورم: مديران بايد د کارکونکو د کاري  سټرس لپاره متوجه  واوسي.

سټرس  په  ډېرو خلکو کې د فيزيولوژيکي او اروايي عوارضو د رامنځ  ته کېدلو لامل ګرځي. هغه کسان  چې په پرلپسې  ډول  د سټرس درلودونکي  وي  خپل کار ته  ډېره کمه  پاملرنه کوي او ممکن د کار په  ساحه کې خپل ځان يا نورو ته  ضرر ورسوي. په کلي  ډول ويلی شو، چې  سټرس د کار ګرانو وړتيا وېې  راټيټوي. د کار شرايط  په کارګرانو کې د سټرس د رامنځ  ته کېدو اصلي لامل دی، چې بايد سترګې پرې  پټې نشي.

پنځم : هغه کاري شرايط  چې کولای شي د سټرس د رامنځ  ته کېدو لامل شي.

ـ  د دندو طرحه: د  زيات کار حجم، د تفريح  لپاره کم  وخت،اوږد مهاله کار، هغه کارونه  چې د ګارکر له مهارتونو څخه  ترې ګټه  نه اخيستل کيږي.

ـ د مدريت  ډول: په  تصميم نيولو کې د کارګرانو نه ګډون، ضعيفه اړيکې او د کار ناسم  وېش.

ـ کاري اندېښنې: د پرمختګ  لپاره  زمينه  نه  برابرېدل، په کار کې په  هغو تغيراتو  چې کامندان د هغې لپاره اماده نه  وي.

ـ ټولنيز ارزښتونه: کله چې د کاريګرو تر منځ  ټولنيز ارزښتونه  فرق  ولري شايد د  سټرس د رامنځ ته کېدو لامل شي.لکه: مذهب، قوم، سيمه ايز دودونه او نور…

ـ د کم کار فشار: د لږ کار ترسره کول  هم کله کله د سټرس د رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.

شپږم: سټرس او کار کول

د سټرس ځينې  برخې کيدای  شي د کار په  ښه  والي کې مثبت  رول  ولوبوي. کله  چې  سټرس نه  وي موجود نو کارګران  په  تنبلۍ اخته کيږي.نو کله  چې د سټرس کچه  زياته  شي نو کارګران دې ستونزې ته  متوجه کيږي او ددې لامل ګرځي  چې دوی خپلې وړتياوې  و ارزوي او لا پراختيا ورکړي.

خو که  چېرې د سټرس کچه  له  خپلې اندازې  زياته  شوه ، نو د کارګرانو وړتيا کمه  وي او د کار تقاضا پرې  زياتيږي  چې  بيا ېې کارګر له اودې نشي وتلی.

اووم : د سټرس ټيټوالی

د سټرس کچې د ټيټوالي مديرت  ممکن  په  تاسو کې د سټرس علامې  زر وپېژني او کچه ېې ټيټه کړئ، لکه ستونزې، اضطراب  او  په  خوب کې ګډوډۍ اونور. که  څه  هم  د سټرس  د مديرت کول دوه مهم  ضررونه  هم لري: ددې  زدکړو ګټور اثرات  لنډ مهاله دي او ددې  زدکړو سربيره  شايد دغه  زدکړې د سټرس د ريښو د اهميت په دليل انکار وکړي  ځکه  په کارمند متمرکز دي نه  پر چاپيريال.

د سترس د کچې د ټيټوالي لپاره يوه  لاره داده  چې له مشاورينو او کاپوهانو سره خبرې وشي او له دوی څخه  لارې چارې  و پوښتل  شي او د کار د شرايطو ښه  والی  را په ګوته کړي. دغه  نظريه  د کاري  سټرس د ټيوالي لپاره  مستقيمه  لاره ده  چې  په  دې کې د کار د ښو اړخونو پېژندل  او د سټرس زيږدونکو عوامولو د ټيټوالي طرحې پکې ښودل کيږي. دې لارې  ښه  والی دادی  چې  په  مستقيم  ډول د کاري  سټرس له  ريښو سره سروکار لري. که  څه هم مديران کله کله له  دې لارې  سره موافق نه دي ځکه  چې  په کارونو کې د بدلون  لامل معمول  يا توليدي  برنامې او يا هم  په  سازمان کې دا ډول  بدلونونه  رامنځ  ته کيږي .

د يوې کلي قاعدې په  توګه، هغه  فعاليتونه  چې د کاري  سټرس د ټيټوالي  لپاره د کار په  چاپېريال کې ترسره کيږي  بايد په  لومړۍ کې  په  سازمان کې دننه  شرايطو ته  بدلون  ورکړل شي ځکه  چې لومړۍ  بايد د سازمان او کار ځای  شرايط  جوړ شي او وروسته  د کارمندانو چې دواړه  يو پر بل  اثرات لري.

د سازمان  جوړښت او د سټرس مديريت  د کار په  ساحه کې د سټرس د کموالي مهمې لارې دي .

اتم : د کاري سټرس د مخيوي لارې چارې

د سټرس د له منځه  وړلو لپاره  جامع  او په  ټوله کې  سمه  لاره چاره نشته  چې هغه له منځه يوسو، خو کولای شو يو  شمېر لارې  چارې د هغه د مخنيوي لپاره  بيان کړو. په  ټولو موقيعتونو، د سټرس د مخنيوي  د برنامو لپاره درې مرحلې شاملې دي .

د ستونزې کچه، مداخله او ارزيابي.

د سټرس د مخنيوي او چمتوالي لپاره  حد اقل لاندې موارد شامل وي:

د کاري  سټرس  په  اړه د عمومي خبرتيا رامنځ  ته کول

له  برنامو او کړنو څخه  د لوړپوړو مديرانو حمايت او ډاډ

د مخنيوي  په  مراحلو کې د کارګرانو ګډون

د کارګرانو ګډون سره له  مديرانو ، په  ډله ايز  ډول  له  يو بل  سره کولای شي د ستونزې د حل لپاره  يوه نوې لاره رامنځ  ته کړي.

ـ د سټرس د مخنيوي  پړاونه

د ستونزې پېژند:د شته ستونزو د پېژندلو لپاره  بايد په  لومړۍ کې د سازمان  په  اندازه او  په  لاس کې د شته امکاناتو لپاره  پاملرنه  وشي. له  دې  وروسته  بايد د اطلاعاتو راټولول او د کارګرانو له  خوا د کار د شرايطو پيژندل، د سټرس کچه، روغتيا او رضايت  په  پام کې ونيول شي. د کاري شرايطو فهرست  چې ممکن  د سټرس لامل شي، خبر ورکونکي علايم  او د سټرس علامې په  تصميم  نيولو او د اطلاعاتو  په  راټولو کې زياتوالی راولي.

هغه معياري نښې لکه  غيبت، ناروغي، يا په کړو وړ کې ستونزې کولای شي  د سټرس د ښکاره کېدو لپاره يو دليل وا وسي، که څه  هم دغه معيارونه  يوازې د سټرس  په  ښکاره کېدو کې معياري نښې ندي.

د مداخلو اجرا او طرحې: له  هاغه  ځايه  چې  په  کار کې د سټرس منابع  تعين شولې او ددې مسلې اړخونه  درک کيږي، دغه  مرحله  د طرحې او د مداخلې د ستراتيژۍ  د اجرا لپاره تنظيميږي. په کوچنيو سازمانونو کې غير رسمي  بحثونه  چې د سټرس د ستونزو په  پېژندلو کې مرسته کوي، ممکن ددې د مخنيوي  په  برخه کې ګټور ثابت شي. په  لويو سازمانونو کې يوه رسمي  پروسه  ممکن اړتياوي. ځينې مداخلې ممکن  په  بيړه ترسره  شي( د بېلګې په  ډول  د اړيکو ښه  والی او د سټرس د مدريت زدکړه) خو ځينې شيان  بايد زيات  وخت  ته اړتيا ولري (لکه د کار  لپاره نوې طرحه رامنځ  ته کول)

مداخلې  ارزيابي کړئ: د ارزيابي   پروسه  په  مداخله  کې  يوه اړينه  مرحله  ده. ارزيابي ددې تعين  لپاره  چې ايا مداخلې هغه  مطلوب  اثرات رامنځ  ته کړي يا نه  او ايا په  لار کې  بدلونونه  د اړتيا وړ دي يا  ضرور ندي.د کاري سټری د مخنيوي  پروسه  په  ارزيابي کولو  پای  ته  نه  رسيږي. په  بدل کې، د کاري  سټرس مخنيوی  بايد لکه يوه مستمره  پروسه  وي  چې ارزيابي  شوي اطلاعاتو څخه  د مداخلې د ستراتيژۍ  لپاره  ترې ګټه  واخيستل شي.

ـ د کارګرانو لپاره د کاري  سټرس د زده کولو مهارتونه.

لاندې  څو مهارتونه  چې کارګران  ېې کولای  شي د کاري  سټرس  په  وخت کې ترسره کړي،  راوړل شوي دي .

ژور تفکر او ارمان  لرونکی او روښانه  هدف

د وخت  مديريت ( د پرګرامونو او کارونو وخت بندي)

طنز او شوخي کول

د نورو په  تمه  مه  پاتې کيږئ  او  په  ياد ولرئ  چې  يوازې تاسو کولای شئ  خپل ځان ته  بدلون  ورکړئ، نه  نور خلک.

ټولنيز ډاډ او حمايت

داسې  برنامه  جوړه کړئ  چې تر ټولو سخت کار د ورځې  په  لومړی کې  ترسره کړئ. ددې  دوه ګټې دي:  لومړۍ په سهار کې  پوره انرژي لرئ او دوهم که  سخت کار په  لومړيو کې ترسره نکړئ نو د ورځې تر پايه  به هغې ته په فکر کې  وی چې څنګه به ېې ترسره کوئ.

سپورت

هره ورځ  د خپل چاپيريال ، خپل  بدن  او شرايطو ته  په  کتو سره هم  سپورت  وکړئ.

نهم: پايله

دا چې نه  شو کولای  سټرس  ته  د يوې منفي  پديدې  په  توګه  وګورو بلکې مثبت  سټرسونه  هم  وجود لري.خو په  هر حال سټرس د يوه سازمان  پر کارونو او کار کونکو  باندي  ېې زيات  منفي  اثرات لري.

د سازمان  مديران، انجينران  او کارګران  د کارونو د ترسره کولو  په  وخت کې له  رواني فشار سره  مخامخ کيږي او په  داسې کړنو لاس پورې کوي  چې مستقيما په  سازمان  باندې  منفي اثرات  غورځولی شي. نو ددې په  خاطر د سټرس مديرت  او له  خلاقيت  څخه ګټه اخيستنه  بايد د سازمان   د اهدافو څخه  وي  چې دا چاره  بايد په سازمانونو کې عامه  شي.سازمانونه  بايد خپلو کارکونکو ته  د سټرس سره  د مقابلې  لارې  چارې  ورزده کړي تر څو ګارکران  ېې  په  خپله  مخنيوی  وکړي او د سازمان  نوم او کارونو ته  کوم  ډول  ضرر ونه  رسيږي .

Sahilmangal39@gmail.com

44 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *