Categories

اعلان

Loading…

په کورنۍ کې د نېکمرغۍ ۲۰ رازونه/ ژباړه: احمدضيأ فضلي

په کورنۍ کې د نېکمرغۍ ۲۰ رازونه!

ژباړه : احمدضيأ فضلي

۱ـ د کورنۍ نېکمرغي د خدای په عبادت کولو کې ده.
۲ـ د کورنۍ عزت په دوستۍ او ملګرۍ کې دی.
۳ـ د کور یا کورنۍ ثروت په خوشالۍ کې دی.
۴ـ د کور ښکلا په پاکۍ کې ده.
۵ـ د کور پاکي په تقوا کې ده.
۶ـ د کور یا کورنۍ اړتیا په معنویاتو کې ده.
۷ـ د کور پیاوړتیا او قوت په تربیه کې دی.
۸ـ د کور یا کورنۍ شور او شرنګ په مینه او محبت کې دی.
۹ـ د کور یو لاسی په مینه او محبت کې دی.
۱۰ـ د کور او کورنۍ پرمختګ په قناعت او منلو کې دی.
۱۱ـ د کور یا کورنۍ خوند په ځان جوړونه او سازګارۍ کې دی.
۱۲ـ د کور یا کورنۍ سپېڅلتیا په امن او امنیت کې ده.
۱۳ـ د کور یا کورنۍ روښنایي په ارامۍ کې شتون لري.
۱۴ـ د کور یا کورنۍ هوساینه په درناوي او هوکړه کې ده.
۱۵ـ د کور یا کورنۍ ارزښت په اعتماد او اطمینان کې دی.
۱۶ـ د کور یا کورنۍ روغتیا په نظافت کې ده.
۱۷ـ د کور یا کورنۍ ستاینه او صفت په انصاف او تېرېدو کې دی.
۱۸ـ د کور او کورنۍ شرافت په حلاله ډوډۍ کې دی.
۱۹ـ د کور زینت او ښایست په ساده توب کې دی.
۲۰ـ د کور یا کورنۍ ارامتیا د دندې په تر سره کولو کې ده.

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *