Categories

اعلان

Loading…

هلمند کې یوازي ولایت او ولایتي شورا له خبریالانو سره معلوماتو شریکوي

دغه څرګندونې دهلمند خبریالانو دبیان دازادۍ نړیوالې ورځي په مناسبت  په  یوې جوړې شوي، غونډې کې وکړي، وویل چې په ډیری دولتي او  په ځانګړې توګه نظامي ادارې له رسنیو سره ناسم  چلند کوي او  په خپل وخت معلومات نه ورسره شریکوي.

په دې غونډه کې دخبریالانو د ټولنې مشر زین الله ستانکزي وویل، په دغه کال کې یوازي ولایت مقام او  ولایتي شورا په خپل وخت معلومات  شریک کړي او پاته يې نه شریکوي.

هغه وویل، ډیری وخت  خبریالان له نظامي ارګانونو سره  په جنجالو کې وي، دپیښو معلومات  خبریالانو ته پر وخت نه تایید وي، پر دې سربیره  ځینو وختونو کې خنډونه ورته جوړ وي، د راپورونو د خپریدو په وړاندي غبرګونونه ښيي، خپلو ادارو ته يې ورغواړي.

نوموړي زیاته کړه، دغه   راز  په تیر کال کې دیوه  خبریال  د وژل کیدو سربیره ۲۱ نوري دګواښونو پیښې ثبت شوي دي، چې له امله  يې خبریالان په ډاډه زړه  کار نشي کولی، که  څه هم دغه  خبریالانو له سانسور څخه ځان ساتلی دی، خو د انحصار ډول شته او شرایطو خبریالان تر فشار لاندي کړي دي، څنګه  چې  اړتیا ده کار نشي کولی.

یو تن مدني فعال عبدالحق ځواکمن وویل، د هلمند خبریالانو په  دغسي، سختو حالاتوکې چې دښار په شاخواکې جګړه ده، په ډیر لوړ معیار او زړه ورتیا کار کړی دی، دفساد، رشوت، د ځمکو د غصب، نشه  يې توکو او مافیايي کړیو په ضد يې راپورنه خپاره کړي دي، چې ولسونه يې ملاتړ کوي  او له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د بیان دازادۍ په وده کې مرسته وکړي او اصولو ته غاړه کښیږدي.

دولایتي کمېټې دسولې  د دارلانشاه مشر انجنیر داود فرهنګ وویل، ولسونه  د همدي رسنیو او خبریالانو له پراخه  هلو ځلو په ترڅ کې اوس د خپل حق په غوښتلو پوی شوي، خو په دې برخه کې لا پوهاوي او کار ته اړتیا شته چې د خبریالانو او دبیان دازادۍ په وړاندي پرتې نورې ستونزې هم هواري شي.

د هلمند دوالي ویاند ځواک  په یاده غونډه کې ومنل چې ددې ولایت خبریالان  په  سختو حالاتوکې کار کړی دی اوددوی په هلو ځلو د بیان ازادۍ وده کړي او خلک يې له خپلو حقوقو خبر کړي دي.

دوالي ویاند دا هم وویل چې معلوماتو دلاس رسي په مسایلو کې ژمن دي، نظامي ادارو  ته  يې هم لارښودنه  کړي، چې له  ځنډه پرته رښتني معلومات رسنیو ته  په واک کې ورکړي.

نوموړي د هغه ۲۱ شکایتونو چې د خبریالانو دګواښلو په اړه  ثبت شوي دي وویل، په دې برخه کې هم کار کوي، څو په راتلوونکي دا ډول پیښو سره مخ  نشي.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *