Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني: د پاکستان له لوري د ژمنو عملي کېدا به بې اعتمادي پای ته ورسوي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان له پارلماني پلاوي سره په کتنه کې هیله څرګنده کړه چې د دوو هیوادونو د چارواکو او مشرانو کتنې – راکتنې او د پاکستان له لوري د خپلو ژمنو عملي کېدا به د دوو هیوادونو ترمنځ بې اعتمادي پای ته ورسوي.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني له پاکستاني پلاوي سره په خبرو کې پر څو اړخیزو اړیکو ټینګار وکړ.

د پاکستان د پارلمان د ريیس سردار ایاز صادق او د بېلابېلو مطرح ګوندونو د غړیو په ګډون د پاکستان ۱۵ کسیز پلاوی وروسته له دې کابل ته راغی چې د پاکستان د پوځ یوه جګپوړي پلاوي له خپلو افغان سارو سره د خبرو لپاره افغان پلازمېنې ته سفر وکړ.

ښاغلي غني پاکستاني پلاوي ته وویل،«د ستونزو او چلینجونو د حل کولو لپاره د افغانستان او پاکستان د خلکو د ګډ درک رامنځته کول، د تروریستي ډلو د خطرونو په وړاندې زموږ هلې ځلې همږغولی او اغېزمنولی شي.»

ولسمشر همداراز د لندن درې اړخیزې غونډې ته په اشارې هیله وښوده چې دا ډول کتنې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د دوه اړخیزو همکاریو د ډېرېدو او د هغو ژمنو د عملي کېدو سبب شي چې پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې کړې وې.

د افغانستان، پاکستان او بریتانیا جګپوړو چارواکو تېره میاشت په لندن کې غونډه وکړه او ویل کېږي چې په لړ کې یې پر یو شمېر مهمو مسایلو موافقې ته ورسېدل.

تر دې وړاندې پاکستان د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین په څلور اړخیزه غونډه کې ژمنه کړې وه چې طالبان به یا سولې ته حاضر کړي او یا به یې مشران او د هغوی کورنۍ د پاکستان له خاورې وباسي. خو پاکستان یوه ژمنه هم عملي نه کړه.

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *