Categories

اعلان

Loading…

د شیطان عینکې / عصمت قانع

نوټ: اصلاً دا یوه لنډه کیسه وه، چې کرکټرونه یې فرعي دي او پېښه واقعي ده، زه یې د خپل کالم پر ځای نشروم.

————————————–

ملا نعماني صاحب په هغو سیمو کې چې د افغان بیسم او اریبا تلېفونونو کار په کې کاوه ټولو خلکو ته ویلي وو، چې د خپلو تلېفونو په میموریو کې دې د تحریک شعرونه او ترانې ثبت کړي. له هغه وخته راهیسې چې طالبان سیمې ته راغلي دي، نو چا د ډول ډنګ نه دی اورېدلی، بس همدا ترانې دي چې غږېږي، که د چا خوښې وي که یې نه وي خوښې باید همدا بې میوزیکه ترانې واوري.

د کلي ډم فخان اکا چې پخوا به یې کله کله د ډاله له ډنګ سره د شا مستې قلندرې غړانګه کوله هغه هم اوس همدا ترانې وایي او همدا غړانګې کوي.

خو د فخان اکا لپاره دغه غړانګې د ډوډۍ ګټلو وسیله نه ده فقط غواړي چې حاکمو طالبانو ته وښيي چې په اصطلاح تېر ګنهګار ژوند یې پرې اېښی دی او د طالبانو له راتګ سره سم یې نوی اسلام راوړی دی او پخوانی ژوند یې د ګناه او عصیان ژوند وو.

په سیمه کې له ګرزېدونکي ګروپ سره ټول ټال ۷ نفره وو، چې د شپې لخوا به د خلکو په کورونو کې ویدېدل او د کور نارینه هستوګنو ته به یې له کلي څخه د څوکېدارۍ وظیفه ورکوله، له دغو اوه کسیز ګروپ سره یو بل درې کسیز ګروپ هم وو، چې فدایان یې ورته ویل. په ګروپ کې ځینو طالبانو به ورته استشهادیان هم ویل. دغه د استشهادیانو کلمه د کلي د جومک ماما نه ایزده کېدله او کله چې به دغه درې کسیز پټ ګروپ سیمې ته راتلو نو جومک ماما به ویل، چې خلکو ځان باسئ شهادیان راځي.

جومک ماما وېرېدلی وو، ځکه چې د اوړي په ټکنده غرمه کې دغه درې تنه شهادیان یا د طالبانو په اصطلاح استشهادیان یوه ورځ د جومک ماما د پالیز په څاله کې له طیارو څخه پټ شوي وو، چې پښتو یې نه وه زده او په پردۍ ژبه یې خبرې کولې.

جومک ماما چې په ځوانۍ کې څو ځله د هندوستان سیند ته د خټو لپاره تللی وو د شهادیانو په ژبه پوهېدلی وو چې اُردۍ (اردو) وایي.

ده د کلي په جومات کې همدا کیسه کړې وه، چې شهادیان خو ددې وطن نه دي او په اُردۍ ژبه خبرې کوي. د جومک ماما د دغې خبرې په مقابل کې طالبانو هغه په وهلو تک شین کړی وو. اوس هغه بیرېدلو تر وسه به یې هڅه کوله چې له شهادیانو او طالبانو څخه ځان پټ وساتي، خو په دیار کې دروګه او اوازه لګېدلې وه، چې شهادیانو د جومک د پالیز په څاله کې د اُردۍ ژبې خبرې کړې وې او جومک چې هېڅکله چا درواغ نه وو ترې اورېدلي په خپلو غوږو یې د شهادیانو اُردۍ خبرې اورېدلې وې.

د کلي یوه بل سپین ږیري چې په ټوله دېرش کلنه جګړه کې یې کلی نه وو پرې اېښی هم د شهادیانو یو بل داسې خاصیت کشف کړی وو، چې افغانانو ته نه پاتې کېدو.

د انګورو کلا بازګل کاکا کیسه کوله چې یوه ورځ درې تنه ناولده میلمانه راغلي وو، هر څومره مې چې د چایو او ډوډۍ ست ورته وکړ میلمنو له خبرو انکار وکړ او په ګنګه ژبه یې د سر په اشاره د اورلګیت ډبلی وغوښت.

د بازګل کاکا په قول کله چې دغه درې تنه ګونګيان په يوه نامعلوم لور ترې رهي شول، نو د يوه يې باد پرې شو او دا نورو دوو پرې ونه خندل.

ده وویل، چې ماته پنجابیان ښکاره شول، ځکه همدا پنجابیان دي چې په ټیز رای نه وهي او په دوی کې شرم نه دی په سیال مجلس کې به ټیز واچوي او چرت به نه خرابوي، دا د پنجابیانو خوی دی. کله چې د بازګل دا خبره په کلي کې د خلکو پر خولو واوښته نو هغه په تور ماخستن کې د چا په ډزو ولګېد، چې د قاتل پته یې تر اوسه پورې هم څوک نه شي کولای، خو د کلیوالو په قول د بازګل پر پلار او نیکه باندې هم چا د وینو پور نه درلود او هېڅکله یې د پښتنو د نرخ او څلي له مخې داسې کار نه وو کړی چې څوک یې وینه توی کړي. پر ټول کلي د وېرې او ډار یوې عجیبې خپسې سیوری غوړولی وو هېچا هم له وهمه څه نه شوای ویلای.

د کلي درانه درانه سپین ږیري ډبول شوي وو، وژل شوي وو او د بې ابیو او بې پتیو لړۍ یې نه شکېدونکې کړۍ وه. د بازار او کلي تر مېنځ پر لارو به بمونه کرل کېدل. اوښان، تراکتورونه، خره او غوایي به یې الوزول چې انسانان به هم ورسره الوتل.

یوه ورځ سهار وختي د کلي په خاموشو کوڅو کې د نعماني صاحب د موټر سایکل په ټایپ کې هماغه ترانه غږېدله چې افغانستان کې اسلامي نظام جوړېږي الحمد الله، دین روښانه کېږي الحمد الله.

شهادیانو غوښتل چې د کلي په نږدې خوړ کې د راتلونکو حکومتي او امریکایي ګزمو په وړاندې بمونه او ماینونه وکري، چې درز شو او یو تن شهادي د خپل ماین په چاودنه کې والوزول شو، نور دوه یې زخمیان وو.

د کلي ګرزېدونکي ګروپ خپل زخمیان یوه نا معلوم لور ته وړل او کلیوالو ته وظیفه ورکړای شوه، چې د شهید شوي شهادي د غوښو ټوټې دې راټولې شي، د غوښو د راټولولو په وخت کې د وژل شوي شهادي یو ورون د هغه د نارینتوب له آلت سره یو ځای د کلي د انګورو د باغ په یوه جیوه کې وموندل شو.

کلیوال د لومړي ځل لپاره متوجه شول چې د شهادي آلت ناسنته دی، په کلي کې اوازې زور پسې واخیست د خلکو خولو ته ولویده چې شهادي خو ناسنته وو. بس همدا اوازه وه، چې تر ډېرو کلیو پسې ورسیده.

د کلي د جومات ملا صاحب چې د جهادیانو سخت طرفداره وو یوه ورځ د کلیوالو غونډې ته وویل، تاسې ګنهګار یاست د امریکایانو ډالر مو خوړلي دي، پر سترګو مو د شیطان عینکې پرتې دي، سم شی تر نظر بد درولئ، توبې وکاږئ، استغفار ووایاست.

ستاسې د ګمراهۍ تر دې بله لویه نښه به نو چېرې وي چې سم ذکر تر سترګو ناسنته در معلوم شي، پر سترګو مو شیطان لعین د شیطانت عینکې در اېښې دي، ګمراهانو توبې وکاږئ.

دا ليکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې

6 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *