Categories

اعلان

Loading…

د کارګرانو د نړيوالې ورځې په مناسبت د کابل والي پیغام

د مۍ مياشتې لومړۍ نېټه چې د کارګرانود يووالي نړيواله ورځ ده، زه د دغې ویاړلې ورځې مبارکې د ګران هېواد افغانستان او په ځانګړې توګه د کابل ولایت ټولو درنو کارګرانو ته وایم، په دغه نړۍ کې هر انسان کارګر دی او کارګر د یوې ټولنې فکر او جسم دی او که انسان فکر اوجسم ونلري نو ژوند نشي کولای، دغه راز خدای ج په خپل کلام قران عظیم الشان کې هم د کار او کارکوونکي په اړه زیاتې سپارښتنې کړي او ویلي یې دي چې انسان یواځې په کار او هڅو سره یوڅه ترلاسه کولای شي، نو باید ووایو چې بیکاري او تنبلي د انسان د بې وزلۍ سبب ګرځي.

کابل والي ښاغلی اکرام له کارګرو سره

د کابل ولایتي ادارې تل هڅه کړې چې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، چې تر یوه برېده په دغه چاره کې بریالۍ شوې هم ده، د هغې ورځې په هیله چې په ګران هېواد افغانستان کې مو کارګرهیڅ ستونزه ونلري.

د سرلوړي، اباد او په خپلو پښو ولاړ سمسور او ودان  افغانستان په هیله.

درناوی

حامد اکرم

د کابل والي

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *