Categories

اعلان

Loading…

د سولې تږی ملت/ ذبیح الله اېمان

افغان ملت تر خواراک او د ژوند تر نورو اړتیاوو زیات د سولې او امن لپاره زارۍ او جيګۍ کوي، لامل یې دادی، چې په سوله کې د خپل ژوند د ښې بقا لپاره رڼه ورځ ويني. بل دا چې دا څلوېښت کاله کيږي، د پردیو په لاس او د پردیو  په اشاره باندې وژل کيږي.

سولې خدای خبر چې ته راځې کنه+++موږ دې انتظار له انتظاره غورځولي یو

بیت د کوم شاعر دی، خو د رښتیا انځورګري یې کړې ده، موږ د سولې انتظار بیخي نور له انتظاره غورځولي یوو. د سولې لپاره دا څو ورځې کېږي دا عظيم ملت په جامو کې نه ځايېږي، د حزب اسلامي سره د سولې لپاره تر ټولو ځوان قشر خوښ برېښي. ځکه د روانې کرغيړنې جګړې قرباني یوازې  ځوان نسل زیات پرې کوي.

سوله دې داسې یو رنګين ماښام شي+ سوله دې هر چاته وړیا انعام شي

سوله او امنیت، د هر چا له لوري ورکړه نده، بلکې دا یو انساني حق دی، چې انسان کولای شي پخپله یې د ځان لپاره په هره بیه چې وي لاس ته راوړي. سوله رښتیا هم چې قرباني غواړي، تر ډېر څه به ورته تيريږي، هو، سولې ته تر ډېر څه تيريدل شاید خينې کسان ونه مني، ځکه د دوي ګټه په همدې کې ده، چې جګړه وي او د دوی ډوډۍ لمده وي!

اصل کې، روانه کرغيړنه او چټله جګړه دلته د هېڅ افغان په ګټه نده، نه یې هم کوم هيوادپال کس غواړي. ټول همدا چيغې وهي، چې روانه جګړه زموږ په ګټه څه چې د ګاونډیو هيوادونو په ګټه هم نه ده. حال دا چې د همدې جګړې، روان بهير همدغه دوه مخیوو ګاونډیو روان کړی دی.

ستوري د اسمان ورته را کوز شولو+ یو سړی ټوپک ايږدي قلم اخلي

د سولې لپاره د خدای پاک مخلوقات څه چې خپله خدای تعالی او د هغه رسول ص هم خوښۍ ښیي. رسول الله په هره جګړه کې دښمن ته لومړی د سولې وړانديز کړی دی. موږ ته په کار ده چې که ځوان دی، سپين ږيری دی، خور ده او بل هر ځوريدلی افغان د سولې لپاره هرې قربانۍ ته تيار شو، تر څو د داسې ورځې شاهدان و اوسو چې په ټول هيواد کې د امن د تکبیر نعره اوچته وي او موږ یو سرلوړی او د لړم له نیش څخه په امن زندګي ولرو.

رښتیا هم، ځينې پليتې څېرې شته دي، چې وایي سوله غواړو مګر، حکمتیار او طالب نه منو. سړیه ته چې سوله غواړې نو د چا سره سوله کوې، یوازې دا غواړې چې ته په واک کې پاتې شې او خپلې شومې موخې دې لا و غځيږي، حال دا چې په دې کې یوازې د یو مظلوم قوم ټولې هيلې برباد شوې دي. نو هيله ده چې د سولې قرباني نور دا مظلوم قوم او ملت پرې نه کړي. بلکې حق حقدار ته و رسېږي او هر څوک کولای شي د مشروع لارې څخه خپل وطن او ملت ته خدمت کړي.

موږ نور هېڅ نه منو، یوازې امن، د امن لپاره هرې قربانۍ ته چتمو یو، حکمتیار ته ښه راغلاست وایو، د طالب سره د سولې لپاره هرې قربانۍ ته چمتو یو.

جنګ بس دی، موږ سوله غواړو!

والصلح الخير…….

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *