Categories

اعلان

Loading…

ځان پېژندنه/ ليکوال ډيل کارنيګي – ژباړه نقيب احمد اتل

ځان پېژندنه د بريالي ژوند ضمانت درکوي، د انسانانو عادت دی چې د خپلو روا او ناروا کارونو د پوره کولو لپاره څلرويشت ساعته سرګردانه وي، دوی د مادي ګټو ترلاسه کولو تر څنګ د نړۍ د نعمتونو د لاسته راوړلو هيله هم لري، دوی دا هيله هم لري چې نړيوال ورته تر ټولو په ښه سترګه وګوري،هر څوک غواړي که ښځه وي يانر، بوډا وي که ماشوم،خاوند وي که مېرمن چې په خپل ژوندانه کې تر نورو په ځان جوړونه کې ډېره هڅه وکړي، مګر له بده مرغه چې په رښتينې توګه ځان جوړوونکي خلک په ټولنه کې بيخي لږ وينو او ډېر خلک دي، چې له ځان پېژندنې سل وارې لرې پاتې شوي دي.

دا پوښتنه ډېره پيدا کېږي، چې د ځان پېژندنې عمل څنګه ترسره کېږي؟ ددې ساده او اسانه ځواب دادی، چې تاسې يو داسې ځای په نښه کړئ،چې هلته هېڅ ګډوډي او شورماشور نه وي،تاسې په دې ځای کې لږ تر لږه يو ساعت يوازې کرار کېنئ، له خپل فکره  ټولې خبرې وباسئ، په دغه وخت کې تاسې د ځان پېژندنې په کړنه لاس پورې کړئ، په لومړي سر کې د هغه ځای په اړه فکر وکړئ، چې تاسې د ځان لپاره غوره کړی دی، داسې وګڼئ چې تاسې د کاله په يوه خونه کې ناست ياست، پام وکړئ چې فرنيچر يې څه ډول دي؟ د کوټې شا اوخوا کومو شيانو نيولې ده؟ که هلته د کتابونو يوه المارۍ وي، نو په هغې کې کوم ډول کتابونه شته او کوم ډول کتابونه ستاسې د خوښې دي؟ لږ په خپل خيال کې دا هم راولئ چې دغلته په کوټه کې نور کوم شيان ايښي دي، ستاسې له نظر سره سمون خوري که نه؟ بيا له خپل ځانه پوښتنه وکړئ، چې تاسې کوم فرنيچر کاروئ دا ستاسې خوښ دی؟ څه ډول کتابونه بايد ولولئ؟ ايا دا کوټه ستاسې د ژوند او نظر ترجماني کوي او که نه؟ کله چې تاسې ددې پوښتنو ځوابونه وموندل، نو دا ددې خبرې ښکارندويي کوي،چې تاسې د خپل ذهن د لوړتيا په اړه ښه فکر کولای شئ، بيا له ځانه دا وپوښتئ، چې ستاسې د کوټې په المارۍ کې بايد کوم ډول کتابونه کېښودل شي، چې ستاسې په خوښه وي؟ تاسې به دا ځواب ومومئ، چې کوم شی مو په  خوښه وي،هغه بايد تر لاسه کړئ،تاسې د خپلې خوښې خاوند ياست،کوم کتابونه چې لولئ،لوستی يې شئ،کوم شی موچې په بازار کې خوښېږي اخيستی يې شئ، ځينې خلک به دا نيوکه لري، چې څومره احمقانه ځواب يې ورکړى او څو مره هوايي فکر لري، ځينې اروا پوهان هم ښايي، چې دغه ځواب احقانه وګڼي، که چېرې تاسې ژور فکر وکړئ، چې تاسې کوم کارونه کوئ، دا د خپل تحت الشعور له لامله کوئ، د دې خبرې د پوهېدو لپاره يوه بېلګه وړاندې کوو، که تاسې د يوه کتاب په لوستو بوخت ياست او هغه د زړه له تله خوښوئ، په کتاب کې ديوه داسې تن  کيسه بيان شوې، چې  هغه په سمندري توپان کې لوېدلى وي، د هغه الوتکه تباه شوي وي؛ خو هغه خپل ځان ژغورلى وي او په يوه شګلنه جزيره کې يې پناه اخيستې وي،  که تاسې د خپل ژوند د اړتيا وو پوره کولو لپاره  له بېلابېلو طريقو کار اخلئ او دا کتاب د خپل ساعت تېرولو په خاطر لولئ ؛ نو بې له شکه چې خبره سرچپه ده،  که چېرې تاسې له دغه تن سره سيالي کول وغواړئ؛ نو دا خبره ستاسې په تحت الشعور کې پټه ده، چې که تاسې د ده پرځاى وئ، څه به مو کړي واى؟ ايا کټ مټ به مو همداسې کول لکه ده چې کړي دي؟ دغه ډول فکرونه او سوچونه ستاسې ذهن ته هغه وخت راځي کله چې له عمومي حالاتو او کورني  وضعيته  ډاډه نه اوسئ، دا وخت  تاسې د يوه مهم کار يا يوې هيلې له ترسره کېدو ځانونه ګوښه کوئ، که چېرې تاسې له خپل ځانه دا پوښتنه وکړئ چې تاسې څوک ياست؟ د دې پوښتنې ځواب به سملاسي ونه مومئ، ښايي چې دېرش يا څلوېښت ورځې  وروسته هم تاسې د دې پوښتنې مناسب ځواب پيدا  نه کړئ، تاسې ته پکار ده چې د دې پوښتنې د حل کولو هڅه وکړئ، ددې يوه اسانه طريقه دا ده چې تاسې خپلې سترګې پټې کړئ،د بدن ټول غړي مو خوشې کړئ او په ډېر سکون سره کېنئ يا وغځېږئ، له خپل ذهنه هر ډول فکرونه بهر وباسئ او  خپل  فکر د همدې پوښتنې ځوابولو لپاره  په کار  واچوئ،  تاسې  به د خپل ځان په اړه همدومره پوه شئ چې ستاسې نوم څه دى؟ تاسې د چا زوى او د چا لمسى ياست ؟ په کوم ځاى کې اوسئ؟ له کوم ولايت او ښار سره تړاو لرئ؟ له دې  خبرو پرته به تاسې  د خپل ځان په اړه هېڅ  معلومات  ونه لرئ، تاسې ته به د دې خبرې معلومات هم نه وي چې ستاسې د ژوند موخه  څه ده؟ يا په خپل  ژوند کې  له نورو  خلکو څومره وروسته او مخکې ياست، ستاسې ژوند په څومره چټکۍ سفر کوي، ښايي چې تاسې په يوه ځانګړې لار او په ځانګړې طريقه باندې مخ پروړاندې ځئ.

  آيا تاسې کله فکر کړى چې ولې دا کوئ، ستاسې په ذهن کې يو ډول بېل فکرونه موجود دي، مګر ولې تاسې خپل ځانګړى شوى فکر ښه ګڼئ کله مو په دې اړه فکر کړى، چې اوسنى ژوند مو څنګه روان دى؟ ايا تېر او راتلونکي ته مو په خپل ذهن کې ځاى  ورکړى؟ کله مو د خپل ژوند د کوچنيوالي په اړه فکر کړى؟ کله موپه دې لنډ او تنګ ژوند کې د خپلو ارمانونو پوره کېدو او هلو ځلو په اړه فکر کړى؟ پورتنۍ پوښتنې او دې ته ورته نور سوالونه هغه څه دي چې تاسې سره يې ځوابونه شته، که ځواب يې درسره نه وي؛ نو څنګه يې ترلاسه کولاى شئ؟ ارواپوهان د داسې ځوابونو پيدا کولو لپاره لازمه ګڼي چې تاسې بايد د دې پوښتنو د حل لپاره هره ورځ غور اوفکر وکړئ، د ځان پېژندنې د  عمل پوره کولو  په خاطر په يوه ځاى کې ارام کېناستل او په دې اړه ښه فکر کول پکار دي، که تاسې په سکون سره ځان  د فکرونو په سمندر کې ډوب کړئ، نو دا حقيقت به درته څرګند شي، چې د مادي شيانو له تر لاسه کولو پرته  ژوند يو بل مقصد هم لري، ستاسې ذهن ته به دا  خبره راشي کومو خلکو چې ستاسې په اړه څه ډول فکر کاوه هغه ناسم دى، بلکې  تاسې چې د خپل ځان په اړه کوم فکر کړى همدغه سم او رښتينى دى، د خپلې رويې بدلولو  خاوند په خپله تاسې ياست، دشخصيت جوړول او بايلل ستاسې په خپل اختيار کې دي؛ خو ستاسې فکر ستاسې د شخصيت په جوړېدنه کې ښه مرسته کولى شي، ايا  کله مو په خپلو سترګو د تندي ګونځې ليدلي ؟

آيا له سترګو نه مو سخاوت او نرمي څرګندېږي؟ يا ترې د نفرت او محبت اندازه لګېږي، سترګې مو د فکرونو غمازي کوي، ښايي چې تاسې هره ورځ له فکر کولو سره بلد ياست، ستاسې له کتو نه د دې خبرو معلومات کېږي،  نو تاسې  به داسې انګېرئ چې دغه حالت مو د فکر، غم او خوښۍ استازيتوب کوي، کله مو چې دغه چارې په خپلو سترګو ولېدې؛نو سملاسي به داسې احساسوئ چې دا خو د تېر وخت د حالاتو انځور ګري کوي.

دا وخت به ستاسې مورال قوي کېږي اويا به  خپل مورال بيخي له لاسه ورکوئ، که مو خپل مورال بايلود، نو دا کار ستاسې کمزوري ښکاره کوي،که مو حوصله کلکه وه، نو معلومېږي چې تاسې د خپل ژوند يو روښانه راتلونکى لرئ، که مو حوصله ټيټه  وه؛ نو دا ددې خبرې ګواهي ورکوي، چې تاسې به هېڅکله پر ژوند لاسبري نه شئ اوتل به ژوند پرتاسې لاسبرى وي، بيا ستاسې له ناستې ولاړې ستاسې د فکر اندازه هم لګېږي اودا جوتېږي، چې تاسې د خپل ژوند په اړه څنګه فکر کوئ؟  که چېرې تاسې د خلکو په سترګو کې خپلې سترګې ښخې کړئ  او د خبرو حوصله ولرئ، نو بيا د خپل ژوند په سترګو کې هم سترګې ښخولى شئ او ژوند ته په ښه نظر کتلى شئ، که تاسې هره ورځ په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړئ، نو هره ورځ به  درته  د خپلې يوې کمزورئ معلومات کېږي، په دې سره به تاسې د خپل ځان  او نورو د ژوند ښه کولو لپاره هېڅ شرم نه کوئ او ژوندبه مو په سکون سره تېرېږي، د دې پايله  به داشي چې برياليتوب به مو په برخه شي او ورځنۍ چارې به مو په ښه ډول ترسره کېږي. دا خبره تل په ياد ساتئ چې کوم خلک د ځان پېژندنې عمل لري، هغه به بريالي وي،  دغه ډول خلک  به هره ورځ ديوه با هدفه او بشپړ ژوند پر لار په برياليتوب ګامونه پورته کوي.

6 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *