Categories

اعلان

Loading…

په ننګرهار کې د داعش او طالبانو ترمنځ په نښتو کې تر ۲۰ زیات کسان ووژل شول

تاند-  د ننګرهار ولایتي اداره وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو او داعش یا اسلامي دولت د وسله والو سختدریځو ترمنځ په نښته کې دواړو خواوو او عامو خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه د یکشنبې په ورځ په چپرهار ولسوالي کې ونښته.

د دې ادارې په وینا، له پرون ماسپښینه تراوسه پوري په دې جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي خو د ملکیانو د مرګ ژوبله په اړه ترلاسه شوي معلومات وايي چې یو ماشوم شهید شوی او ۳ تنه نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، په چپرهار کې د داعش او طالبانو په نښته کې ۲۱ وسله وال طالبان او ۷ داعشیان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دواړو ښکېلوو خواوو د ټپیانو شمېر ۹ تنه ښودل شوی دی.

خو د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو وايي چې په جګړه کې د داعش او طالبانو ۲۸ تنه وژل شوي او د ماشومانو په شمول ۷ تنه ژوبل شوي دي.

دا نښته وروسته له دې کېږي چې داعش د پنجشنبې په ورځ په پېښور کې د طالبانو د پېښور د شورا یا کمیسیون ريیس مولوي داوود جلیل ترور کړ.

تېره اوونۍ داعش او طالبانو په جوزجان کې هم یو بل ته سختې مرګ ژوبلې واړولې.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د داعش ډلې په داسي حال کې له طالبانو سره جګړه پیل کړه چې دا ډله په ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو له لوري تر سخت فشار لاندې راغلې ده.

12 total views, 1 views today

1 comment

  1. سلیم Reply

    تکفیریان بیا سره ونښتل او هره ډله به خپل وژل شوی ته شهید وایی، حیران دی ته یم خدای ج به دومره شهیدان چیرته ځایوی، جنت خو په افغان شهیدانو داسی ډک دی لکه حکومت چی له رشوت خورو او اداری مفسدینو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *