Categories

اعلان

Loading…

په کابل کې د پاکستان سفارت هره ورځ له ۲ زره تر ۳ زره افغانانو ته وېزې ورکوي

تاند-  په افغانستان کې د پاکستان سفیر وايي، د دوو هیوادونو ترمنځ د کرښې پر سر د لارو د کنټرول له زیاتېدو سره د افغانانو له لوري د پاکستان د وېزو تقاضا څو ځلې زیاته شوې ده.

دي نیوز ورځپاڼې نن /دوشنبه/ په کابل کې د پاکستان د سفیر ابرارحسین له قوله ولیکل، پخوا په کابل کې د پاکستان سفارت د ورځې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ وېزې صادرولې خو اوس د ورځې له ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ وېزې صادروي او پر دې سربېره اوس په جلال اباد، کندهار، هرات او مزاشریف ښارونو کې د پاکستان کونسلګرۍ هم افغانانو ته د پاکستان وېزې ورکوي.

سفیر ابرارحسین وویل چې افغانانو ته د پاکستان وېزه وړیا ده.

د ده په وینا ډېر افغانان غواړي چې پاکستان ته لاړ شي او علت یې دا دی چې هغوی په پاکستان کې خپلوان لري، ځینې د درملنې یا کاروبار لپاره سفر کوي او یو شمېر نور په پاکستان کې درس وايي.

سفیر وویل چې سفارت یې زړو خلکو ته تر نورو مخکې وېزه ورکوي.

په کابل کې هره ورځ د پاکستان د سفارت مخته اوږده کتارونه ولاړ وي.

د پاکستان له لوري په وروستیو کې د پولې یو اړخیزه بندېدا سبب شوه چې دا هیواد د افغان ناروغانو د درملنې له درکه په ملیونونو ډالر عاید له لاسه ورکړي؛ دغه راز د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري راکړې ورکړې زیانمنې شي او افغان سوداګر نوې لارې او نور هیوادونه د کاروبار لپاره غوره کړي.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ خونو د معلوماتو له مخې، پاکستان، چې پخوا د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي شریک و او د دوو هیوادونو سوداګري راکړه ورکړه په کال کې تر دوه نیم ملیارد ډالرو اوښته، اوس یو ملیارد ته راټیټه شوې او د افغانستان په دوهم تجارتي شریک بدل شوی دی.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *