Categories

اعلان

Loading…

د مړو مېلمه/ لیکوال: فرانتس کافکا

ژباړن: حیات الله ژوند –

د مړو مېلمه وم، لوی او پاک قبر و. څو تابوتونه پکې لیدل کېدل، لا هم نورو تابوتونو ته ځای و. د دوو تابوتونو ورونه پرانيستي وو او داسې ښکارېدل، لکه همدا  اوس چې څوک ترې پاڅېدلي وي. څو ګامه وړاندې د لیکلو یو مېز ايښی و، په لومړي سر کې مې نه و ورپام شوی، د مېز تر شا یو هډور سړی ناست و، قلم يې په لاس کې و، داسې ښکارېده، چې همدا اوس څه پرې ليکي. دی د چپ لاس د ساعت پر پړکنده زنځير لګیا و او سر يې ټيت کړی و. یوې نوکرې ځمکه جارو کوله، که څه هم هلته د جارو کولو لپاره هېڅ شی نه لیدل کېده.

خدای خبر څه شي مجبور کړم، چې د نوکرې له سر نه مې پړونی چې پر مخ يې سیور غوړولی و، لرې کړ. تر پړوني لرې کولو وروسته مې نوکره ولیدله، یوه یهودۍ پېغله وه، پخوا مو هم له یو بل سره لیدلي و، نجلۍ سپينه او غوښنه وه او بادامي سترګې يې لرلې. نوکره په زړو جامو کې يوې زړې ښځې ته ورته ښکارېده. هغې وخندل، ما ورته وویل: «دلته لکه چې تمثیل کوې؟» ويې ویل: «هو، لږ، ته څومره ښه پوهېږې.» څو شېبې وروسته هغه سړی چې د مېز تر شا ناست و، راويې ښود او راته ويې ویل: «اوس هغه سړي ته ورشه، سلام ورته وکړه. هغه د دې ځای مشر دی. تر هغه پورې دې چې خبرې نه وي ورسره کړې، زه ستا سره د خبرو کولو اجازه نه لرم.» ما ورو ترې وپوښتل: «هغه څوک دی؟» ويې ویل: «یو فرانسوی خان دی. نوم يې ډي پایوتين دی.» ترې ومې پوښتل: «له کوم ځایه راغلی؟» ويې ویل: «نه پوهېږم، دلته عجیبه ګډوډي روانه ده، موږ داسې کس ته سترګې په لار یو، چې راشي او دا بېنظمي له منځه یوسي، ته خو هغه نه یې؟»

ورته ومې ویل: «نه، نه.» نجلۍ وویل: «څومره ښه، ځه اوس مشر ته ورشه.»

زه مشر ته ورغلم، سر مې ورته ټيټ کړ، خو دا چې مشر سر نه راپورته کاوه، یوازې د هغه د سر له سپینو او تاو تاو وېښتانو پرته مې بل څه نه لیدل. سلام مې ورته کړ؛ خو دی لا هماغسې له ځایه ونه خوځېد. ښايي مشر د خپل ساعت له پړکنده زنځیر سره نه و بوخت، ده لکه چې تر مېز لاندې کوم څه ته په ځير ځير کتل. ما ځان چمتو کړ، چې د دلته راتګ دلیل مې ورته ووایم؛ خو نجلۍ د مېز له شا کش کړم او په غوږ کې راته وویل: «بس ده، چپ شه نور…»

زه ډېر خوښ شوم او د نجلۍ خوا ته لاړم. لاسونه مو یو بل ته ورکړل او په قبر کې په ګرځېدو شو. د نجلۍ په لاس کې جارو پعذابولم، ورته ومې ویل: «جارو دې لرې وغورځوه.» ويې ویل: «نه، هيله کوم، وي دې راسره، ډېرې ګټې راته لري، هسې نه چې دا ګټې مې له لاسه ووځي.» د دې لپاره چې د خبرو موضوع واړوي، ويې پوښتل: «دلته پاتېږې؟» ما ورو ورته وویل: «ستا لپاره په ډېرې خوشالۍ پاتېدی شم.» موږ د دوو مینانو په څېر لاس په لاس په قبر کې روان وو. نجلۍ وویل: «هو، هو. پاتې شه، پاتې شه. زه څومره ستا راتګ ته خوشالېدم! دا ځای دومره هم وېرونکی نه دی، څومره چې تا يې په اړه فکر کاوه، کنه؟ موږ له هغه څيزونو سره چې زموږ په شاوخوا کې دی، څه کار لرو!» موږ څو شېبې غلي وو، بیا لاس په لاس په قبر کې روان شو. په عمومي دهليز کې چې شاوخوا تابوتونه کتار ايښي وو، ګرځېدو. قبر ډېر لوی او پراخ و، هوا تیاره وه؛ خو دومره هم نه. نجلۍ وویل: «راځه، زه مې خپل تابوت دروښيم.» د نجلۍ دې خبرې حیران کړم. ورته ومې ویل: «ته خو مړه نه يې؟» ځواب يې راکړ: «نه، خو زه يې حقیقت درته روښانوم، تر اوسه نه پوهېږم، چې تر کومه بریده مړه یم؛ ځکه خو ستا په راتګ دومره خوښه یم. ډېر ژر به پر هر څه وپوهېږې. ښايي اوس به هم تر ما هر څه ډېر روښانه او سم درته ښکارېږي. دا خبرې پرېږده، زه یو تابوت لرم.» موږ پر منځنۍ لار روان او دواړه خواوو ته مو تابوتونه وو، د دې ځای په کتلو سره یو لوی تونل رایادېده، چې پخوا مې یو چېرې لیدلی و. په همدې خبرو کې موږ له یوې کوچنۍ ويالې نه چې پلنوالی به یې تر یو متر هم کم و، تېر شو او ورپسې د نجلۍ تابوت ته ورسېدلو. په تابوت کې ښکلي او پاسته بالښتونه ايښي وو، نجلۍ د تابوت دننه کېناسته او زه يې هم وبللم. هغې د سترګو په اشارې تابوت ته دننه وغوښتلم. ما ورته وویل: «نجلۍ! ګرانې نجلۍ!» له مخ نه مې يې پړونی لرې کړ. «زه دلته نور نه شم پاتېدلی. زه غواړم په دې قبر کې له یو چا سره وغږېږم، ته يې په پیدا کولو کې راسره مرسته کوې؟» ويې ویل: «ته باید خبرې ورسره وکړې؟ دلته جبر نشته.»

_ «خو زه خو د دې ځای اوسېدونکی نه یم.»

«ته فکر کوې، له دې ځای نه به ووتلی شې؟» ورته ومې ویل: «هو، هرومرو.» نجلۍ راغبرګه کړه: «نو ښه به وي، چې وخت دې ضایع نه کړې.» نجلۍ وروسته د بالښتونو له لاندې نه یوه جوړه جامې راوویستلې او راته ويې ویل: «دا زما د مرګ جامې دي؛ خو نه يې اغوندم.»

90 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *