Categories

ناوې څنګه لېونۍ سوه؟(طنزي لنډه کيسه) ليکوال: عبدالنافع همت

کله چي ورا د زوم په کور راننوته، نو له دايرو  سره يې دا بدله ويله:

خور چيلم مو د چيني دی

د خدای سپين رشتيا به وايو

زوم تر ناوي فېشني دی.

د شپې ناوخته چي د آئينه مصف وخت راورسېد او زوم د ناوي تر څنګ کښېناست، نو د عادت خلاف د ناوي پر ځای د ښځو سترګي په زوم کي ښخي پاته سوې، نجوني خو څه کوې چي د مېړوښو ښځو هم اوړه ورته تمام سول، يو کړکچو او  زوږ جوړ سو. د زوم په اړه د نجونو، مېړوښو او سپين سرو ښځو تبصرو خونه پر سر واخیسته.

يوې پخې ښځي پر شونډو ژبه تېره کړه او څنګ ته ناستي سپين سري ته يې کرار وويل: يوووو خوري دا څنګه سور او سپين نازک ځوان دی، سړی ګرسره نه وايي چي دا دي هلک وي، بيخي لکه نجلۍ چي وي.په دې وخت کي د زوم مور دا خبره واورېده او په لوړ اواز يې وويل: بي بي جاني ماشاالله ورسره وايه، زما زوی را نظر نه کړې. په دې وخت کي يوه نجلۍ په داسي حال کي چي سترګي يې په زوم کي هيښي پاته وې د خپلي خورلڼي پر غوږ خوله ور کښېښوله او کرار يې ورته وويل: ته ورته وګوره څنکه ګڼ او طلايي وېښتان يې دي، دا خو تر ناوي ډېر ښايسته دی. خورلڼي يې د سر په ښورولو سره د دې خبره تائيد کړه او زياته يې کړه: هو رشتيا هم چي ډېر ښايسته دی، ته يې سترګو ته وګوره، څنګه ښایستې شنې سترګي يې دي، لکه خارجي هلک چي وي.

يوه بوډۍ چي ښځو ( ببو خاله) بلله او تل به يې سپيني خبري کولې شونډه بوڅه کړه او څنګ ته ناستي سپين سري

( مورا خاله) ته يې کرار وويل: ته ورته وګوره د خلکو داسي ښه بختونه دي، موږ  څه بلا وهلي یو چي نه مو خپله ښه بت پيدا کړ او نه مو لوڼو دغسي يو هلک پيدا کړ، هغه د چا خبره چي وايي: (( نه مو وکړې بړبوکۍ، نه مو شکي کړې لکۍ)). له دې خبري سره سم مورا خاله يو وار د ناوی خوا ته وکتل او بيا يې په بخيلۍ وويل: رشتيا هم چي ښه انګور چغال خوري. په دې وخت کي د زوم مور د سپيلنيو له نکلي غوري سره خوني ته راننوته.  لومړی يې د سپيلنيو غوري د خپل زوی او بيا يې د ناوي مخ ته وګرځاوه. په دې وخت کي د ناوي شونډک لکه د فيل مرغ راوځړېد او وار په وار له قهره سره او شنه اوښته، اخير يې خپلي خورته وويل: دا څنګه ناسياله خلک دي، نور خلک ناوي ته ګوري، خو دوی د ناديده زامن د زوم په صفتونو نه مړېږي، خپل د کور سړی يې دی او دوی داسي په ځير ځير ورته ګوري لکه اوس تازه چي يې وليد، خور يې د توبې په ډول لاس يو وار پر پزه او بيا پر غوږو تېر کړ: بس خوري سړی به څه ووايي، شرم کډه کړې ده. په دې وخت کي ناوې ناڅاپه ولاړه سوه، خو مور او مشري خور يې ژر د شال تر پلو ونيوله، ويل څه کوې؟ ناوي څه و نه ويل او بيرته کښېناسته، له دې سره سم دټولو ښځو ناوي ته ورپام سو، ګوري چي ناوي ته دومره درد ورغلی چي نژدې ده شال وغورځوي او کوڅې ته منډه کړي. نيم ساعت وروسته آئينه مصحف خلاص سو او  زوم او  ناوې په خونه کي يوازي سره پاته سول.

ملا اذان مهال ناببره د ناوي له خوني څخه چيغي راووتې: (( بې شرمه ته څوک يې چي زما خوني ته راغلې ها؟ مورې! لالا! هلی راسئ زما خوني ته پردی هلک راغلی دی، هلئ ژر راسئ دا هلک څوک دی؟)).

په دې وخت کي د ناوي مور، خواښي، اينګې ګاني او د زوم خويندي په وارخطايۍ او منډه د ناوي خوني ته ورغلې، ويل څه خبره ده؟ ناوي په بنده بنده ژبه وويل: (( يو ساعت دمخه (دی) تشناب ته ننووت، نه پوهېږم چي څه په وسوه او چېري ولاړ، پر ځای يې له تشناب څخه دا بې ډوله هلک راووت، وايي زه ستا مېړه فريد يم.  له دې خبري سره سم ناوي په زوره چيغي کړې، خو خواښي يې سر په غېږ کي ونيو او په مهربانه لهجه يې ورته وويل: لوري قربان دي سم، سترګي به دي له خوبه وې، د شپې کار دی، سم به دي نه وي ورته پام سوي، بل هلک نسته، دغه ستا مېړه دی، ته ښه ورته وګوره، دغه هلک فريد دی، زما زوی او ستا مېړه.

په دې وخت کي د ناوي مور له خولې لاس واخیست او په زوره يې چيغي کړې:تاسي هم ځانو ته پښتانه واياست؟ تاسي غيرت لرئ؟ تاسي هيڅ نه شرمېږئ؟ تر واده مخکي مو د يوه هلک عکس راواستاوه، د واده په شپه مو هم هغه هلک زما له لور سره يو ځای کړ، اوس مو بيا بل هلک راوست؟ بې شرمي هم خپل حد لري، وايي پک مي ليدلی و، نو نه داسي پک چي د سر ماغزه يې معلومېږي؟ تاسي پر موږ د دومره بې عقلانو ګومان کړی و چي په دې هم نه پوهېږو؟ تاسي ورته وګورئ د دې هلک کوم ځای د فريد دی ها؟ فريد داسي تورمخی و؟  د فريد څنګه ښه ګڼ طلايي وېښان ول، تاسي ده ته وګورئ! دا خو تر څټه پوري په سر پک دی، د فريد څنګه ښايستې شنې سترګي وې، خو د ده سترګي لکه د پيشي تکي ژيړي دي.

فريد مړې سترګي ولاړ و او هيڅ يې نه ويل، لکه پوليسو چي لس منه تارياک ورسره نيولي او اوس يې خبريالانو ته ورښکاره کوي يا هغه د چا خبره لکه پر لندو چي يې نيولی وي. ناوي پر مخ شال اچولی او د خوني په کونج کي غلې ناسته وه، يوازي د سر له ښورېدو څخه يې سړی پوهېده چي له ځانه سره پټه پټه ژاړي.

د زوم مور غوښتل چي د خپل زوی سپيناوی وکړي، خو د ناوي مور اجازه ور نه کړه، د زوم پر خوا يې ورمنډه کړه او هغه يې تر ګرېوان کلک ونيو، ويل تورمخې راته ووايه، ته څوک يې ها؟ فريد څه سو؟ شيطانه ژر راته ووايه چي تاسي څه نقشه درلوده؟

فريد لومړی خپلي مور ته وکتل او بيا يې په بنده بنده ژبه وويل: زه رشتيا وايم، قسم په خدای که بله هيڅ خبره وي، زه فريد يم، هغه فريد چي تاسي يې عکس ليدلی و او پر آئينه مصحف مو وليدم.

په دې وخت کي د ناوي خور له بکس څخه د فريد عکس راوایست، ويل دا دی د فريد عکس، ستاسي دي په خدای قسم وي چي رشتيا دا فريد دی؟ تاسي اول عکس او بيا دې تورمخي هلک ته وګورئ! د ناوي مور چي عکس ته وکتل، نو لکه د سپي پر لکۍ چي پښه ورکښېږدې نور هم درد ورغی، په زوره يې چيغي کړې، ويل تورمخې ژر راته ووايه، دا عکس د چا دی؟

–  زما دی

– ته خو بې عقل يې لکه چي پر موږ دي هم د بې عقلانو ګومان کړی دی، ستا او د دې عکس تر منځ دومره فرق دی لکه ځمکه او اسمان، رشتيا راته ووايه څه خبره ده؟

– قسم په خدای که درواغ درته وايم، دغه عکس زما دی، خو …

– خو څه شی؟

– دا عکس مي په فوټو شاپ کي جوړ کړی و

– څه شی! فوټوشاپ؟ فوټوشاپ يې بيا څه بلا ده؟ شاپ خو موږ د قبضيت پر وخت کوچنيانو ته ورکوو

په دې وخت کي د ناوي ځوانکی ورور هم راورسېد او د مور په خوله کي ور ولوېد، ويل فوټوشاپ د کمپيوټر يو پروګرام دی چي عکسونه ډېر ښايسته پکښي جوړېږي، بیخي له هلک څخه نجلۍ جوړوي. په دې وخت کي د ناوي مور غاښونه سره وچيچل او زوم ته يې وويل: ښه دا خو به درسره ومنم چي د عکس پر وخت يې تا ته (شاپ) درکړی و، قبضيت دي مات سوی او ښايسته معلومېدې،  اوس دا راته ووايه چي د آئينه مصحف پر وخت دي په ځان څه جادو کړی و چي داسي ښايسته ايسېدې ها؟

زوم په بنده بنده ژبه وويل: هغه مي سينګار کړی و؟ د ناوي مور په خوله کي ورولوېده، ويل څه شی! سينګار؟ هلکان هم سينګار کوي؟ داسي سينګار چي تر ناويانو هم ښايسته ښکاره سي؟ درواغجنه درواغ مه راته وايه، سمه خبره وکړه. که سينګار دي کړی وای، نو په دې يوه شپه څه بلا ووهلې چي تور دېب ( ديو) درڅخه جوړ سو؟ تا په هينداره کي يو وار ځان ته کتلي دي که نه؟ بیخي سړی درڅخه وېرېږي

فريد په داسي حال کي چي کښته يې کتل په ټيټ اواز وويل: زه تشناب ته ولاړم او ولمبېدم، هغه و چي له لمبېدو سره مي سينګار پاک سو، کله چي له تشناب څخه راووتم، نو ناوي نه پېژندلم، دې چي ويل دا بل هلک دی.

په دې وخت کي ناوي له سر څخه شال ايسته کړ او په منډه له خوني څخه ووته، له دې سره سم ټولو په يوه خوله نارې کړې: هلئ ناوې لېونۍ سوه، راګرځوئ يې!

په دې ډول واده په وير ولړل سو. کليواله ناوې او پلارګنۍ يې تر دې مهاله نه د فوټوشاپ سافټ وېر پېژانده او نه په دې خبر ول چي اوس په ښارونو کي زوم هم د ناوي په شان سينګار کوي. پخوا به ناوې ماښام شاپېرۍ غوندي ښکلې ښکارېده، خو سبا سهار به روې ( شيشکه) ځني جوړه سوه، خو اوس د جنسيتي مساوات قانون په پام کي نيولو سره زوم ته هم د تقلب او درغليو موقع برابره سوه، ماښام ښکلی شاهزاده غوندي ښکاري، خو سبا سهار تور ديو  ځني جوړ سوی وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *