Categories

اعلان

Loading…

د نړۍ ستونزې/ محمد قسیم ځیر

تر خدای دا ښایسته نړۍ د رښتیني جنت بېلګه ګرځولې ده. په دې مثالي جنت کې ژوند  مزېدار هم دی او ارزښتمن هم. د ژواک د ارزښت په اړه دا هم بسنه کوي چې هیڅ روغ او سالم انسان مرګ نه خوښوي.

بشر د ډيرو لرغونو زمانو راهیسې او البته نړۍ ته له راتګه سره سم د ستونزو سره مخ شو. د ابراهیمي دینونو( اسلام، عیسویت او یهودیت) د عقیدې له مخې نړۍ ته د انسان راتلنه، انسان ته سزا ورکول و.

څرنګه چې د لومړي دور انسان ساده ژوند درلود هماغسې د وړو مشکلونو(مشکلاتو) سره لاس اوګریوان و. مګر اوس چې بشر له سمڅو او ځنګله تشیال(فضاٍء) ته ورسېد، ژوند کول هم ورته سخت شول.

نن مونږ په یوه داسې نړۍ کې اوسېږو چې د بې مانا او نا انساني جګړو له کبله په سره تبۍ بدله شوې ده. اباد کلي ورانېږي. انسانان، انسانان وژني او انسانان د دې نا انسانیت ننداره کوي.د اندېښنې وړ خبره دا ده چې دا جګړې ورځ تر بلې غځېږي چې نه خو یې د کلارېدو کوم اټکل کیدای شي او نه يې دختمولو جدي اراده شته.

زمونږ ښایسته نړۍ ته بل ګواښ د چاپيریال ککړتیا او په تدریجي ډول د تودوخې لوړېدا ده. د ملګرو ملتونو د هڅو سره سره له۱۹۹۰ ومه تر ۲۰۱۱ ز  پورې ۴۶٪ کاربنډای اوکسایډ په هوا کې خپور شوی  چې د چاپيریال په ککړتیا او د تودوخې په ډيرېدا کې یې غټه ونډه لرلې ده.

د ۲۰۱۵ز په نومبر کې نړیوال بانک خبرداری ورکړی و چې که د تودوخې د لوړیدا مخه ونه نیولی شي  نو تر ۲۰۳۰ز پورې به سل میلیونه وګړي د بې وزلې لور ته ورټېل وهل شي. همدا رنګه د تودوخې زیاتېدا، هغه حشرې وژني چې د بشر درېمه برخه خواړه برابروي.

د چاپيریال ککړتیا او د نړیوالې تودخې زیاتېدا که څه هم چې په تېرو کلونو کې د نړۍ مهمه موضوع وه او په دې اړه په پاریس کې د یو ۱۴۶ هیوادونو مشرانو برخه واخیسته خو بیا هم د موضوع د ارزښت له مخې دا هڅې ډېرې کمې دي.

درېمه لویه ربړه د اټومي وسلو او جنګي روباټونو مجودیت دی: اټومي وسلې چې په څو ساعتونو کې نه باورکیدونکي زیانونه منځ ته راوړلای شي د انسان د شتون لپاره لوی خطر دی.

همداسې ورانونکي جګړه یز روباټونه هم ډیرې بدې پایلې لرلی شي. ځکه هر وخت دا شونې ده چې دا تباه کوونکي وسلې د نامسوولو افرادو لاسونو ته ولوېږي.

سره ددې چې د اټومي وسلو د کمښت نړیوال بهیر لا دمخه پیل شوی خو یواځې کنفرانسونو او اعلامیو پورې منحصر دی.

د سويډن د سولې  انسټيټیوټ د ۲۰۱۵م کال په راپور کې ویلې چې په نړۍ کې ۱۶۰۰۰ اټومي وسلې شتون لري. ډيری هیوادونه اوس هم کوښي تر څو نورو زروي وسلو ته لاس رسی پيدا کړي.

لوږه او تنده څلورم جهاني مشکل ګڼلای شو. سربېره پر دې چې لوږه په تېرو لسیزو کې کمه شوې ولې نن شپه هم دنړۍ له هرو اتو یو نفر وږی څملي . دا په داسې حال کې ده چې هر سويډنی د کال له ۶۰ تر ۷۰ کیلو ګرامه خواړه او څښاک غورځوي. د نړۍ په ۸۰ ٪ سرچینو ۲۰٪ انسانانو قبضه ده.

د یوېشتمې پېړۍ انسان د خپلې اړتیا دوه برابره منبعګانې (منابع) کاروي چې درېمه برخه يې ضایعه کیږي.

په شمالي اروپا کې د اسراف و تبذیر اندازه داسې ده لکه بشر چې درې کرې(ّځمکې) په واک کې ولري.

د څښاک اوبه د ژوند کولو بنسټیزه اړتیا او یو انساني حق ګڼل شوی دی. . په نړۍ کې ۹۸٪ اوبه تورشې(تروې) دي چې ۲٪ یې دڅښلو وړ دي خو مونږ یواځې ۰٫۵ ٪ خوږې اوبه کاروو ځکه چې پاتې ۱٫۵٪ یې د یخچالونو په ډول دي. نن ورځ ۶۶۳ میلیونه انسانان د څښلو پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې هره ورځ ۸۰۰ ماشومان چې عمرونه یې له پينځو کلونو کم دي، د څښاک د اوبو له کمښته مري.

دا په داسې حال کې ده چې د د یو انسان د ژوندي پاتې کیدو لپاره لږ تر لږه ۲۰ لیتره اوبه بسنه کوي.د پرمختللې نړۍ یو وګړی په ۲۰ دقیقو لامبولو باندې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ لیترو اوبه مصرفوي.

بېوزلي هم د نړۍ له ډیرو لویو ستونزو څخه ده. د ملګرو ملتونو د معیار پر بنسټ هغه څوک چې د ورځې له یو ډالره کم عاید ولري فقیردی.

بېوزلي د نوروډيرو مشکلونو لامل هم کيدای شي. د فقر غټ وجه بې کاري ده چې  دا د شتمنو هیوادنو ستونزه هم ګڼل شوې ده. سره ددې چې بېوزلي په ډيرو سیمو کې کمه شوې ده او د ۱۹۸۱م په پر تله پکې ۴۸٪ سلنه کمښت راغلی دی. خو نن ورځ هم له هرو ۷ کسانو یو بېوزله دی.د فقر ډیری قربانیان ماشومان او ښځې دي.

د تعلیم له حقه محرومیت هم مهم نړیوال بحث دی. د زده کړې حق د بشر له اساسي حقونو ګڼل شوی دی . په ډيری ملکونو کې تر نهم ټولګي پورې ذده کړه جبري ده. ولې نن هم ۵۷ میلیونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي یا نه شي تلای. یواځې ۲۰ میلیونه نجونې په هند کې له ښوونځي محرومې دي.

جسمي و رواني ناروغۍ، اداري فساد، تعصب و تبعیض، بیورو کراسي او ډیری نورې لويې او وړې ستونزې شته چې زمونږ ښکلې نړۍ یې زندۍ کړې ده.

نننۍ ډېرې ستونزې بشر جوړې کړي او ښکاره ده چې د حلولو توان یې هم لري. نړۍ زمونږ ژوند دی او مونږ دنړۍ یوه برخه یو. راځئ مینه وکړو چې جګړې ختمې شي. اسراف کم کړو چې ټولو ته خواړه ورسېږي. د پاکوالي خیال وساتئ ترڅو ناروغۍ ورکې شي. ناوړه دودونه مات کړو چې ناوړه ژوند پای ته ورسېږي. راځۍ چې ځان بدل کړو چې نړۍ مو بدله شي.

اخځونه:

Alberg wiwi, Geografi۱.

Walden Christina, Barn morskan som räddar liv.۲.

۳: لیکوال یادښتونه.

۴: دویچه ویله پښتو: اټومي وسلې کمې خو ګواښ یې زیات شوی دی.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *